ژباړه او ليکنه: ميوند بختيار
په پښتو ژبه کې لا داسې ليکنو ته چې نړۍوال ادبي شاهکارونه او ليکوال يې را وپېژني، جدي اړتيا ليدل کېږي، دا کومه ليکنه چې اوس لولئ، د همدې لړۍ يوه کړۍ وبولئ. د دې ليکنې غوښنه برخه له انټرنيټ څخه را ژباړل شوې ده، چې ماخذونه په ليکنه کې ليدلای شئ.
د جين آسټين له نامه سره به کم خلک اشنا وي، ځکه تر اوسه يې پرته له يوه ناول (غرور او تعصب) څخه، چې آغلې صفيې حليم ترجمه کړی دی، نور آثار پښتو ته ژباړل شوي نه دي، يا ممکن ما ليدلي نه وي. په انټرنيټ کې يې هم په پښتو ژبه کې د دې ځوانيمرګې ليکوالې په اړه معلومات محدود دي، نو دې اړتيا ته په کتو سره مو دا څو کرښې را پښتو کړې.
جين آسټين د انګستان د اتلسمې ميلادي پېړۍ ليکواله ده، چې شپږ نړۍوال شهکارونه يې ليکلي دي، چې د دې ليکنې په ځولۍ کې به لنډې خبرې پرې وشي. په دې ليکنه کې به د جين د ژوند و فن په اړه هم لنډ معلومات وړاندې شي.
جين آسټين د انګلستان د کلاسيکو ادبياتو يوه له مشهورو ليکوالو څخه ده، هغه د ۱۷۷۵ ع کال د دسمبر پر شپاړسمه په انګلستان کې د (همپشر (Hampshire د منطقې د (سټېونټونSteventon) په کلي کې دنيا ته راغلې وه.
د (غرور او تعصب) پنځګرې د ژوند ټوله دوره د کورنۍ او دوستانو په منځ کې په انګلستان کې تېره کړې ده او د خپلو داستانونو د اتلانو بر خلاف يې هيڅکله هم واده ونه کړ. په( ۱۷۸۳ع) کې د يو څه وخت لپاره جين او خور يې (کاساندرا) د زدکړو لپاره اکسفورډ ته ولېږلې شوې او وروسته له خپلو ښوونکيو سره (ساوت همپتون) ته ولاړې؛ ولې د تيفوس ناروغۍ د دې لامل شوه، چې دواړې خويندې په لږ وخت کې بېرته کورته راوګرځېدې. وروسته تر دې جين هيڅکله هم له کورنۍ څخه بېله نه شوه. جين آسټين له ۱۸۰۹ ع څخه له خپلې مور او خور سره د (چاوتون) په سيمه کې، چې د دې د زوکړې سيمې (همپشر) ته نژدې وه، ژوند کاوه. نوموړې يوازې د ژوند په وروستيو کې چې رنځوره وه، د دې لپاره چې له معالج ډاکټر سره نژدې وي، د لندن په (وينچستر) سيمه کې هم ژوند کړی دی.
د جين آسټين د ژوند او اړيکو په باره کې دقيق معلومات نشته، يوازې د دې شخصي ليکونه دي، چې د کورنۍ غړيو او په ځانګړې توګه خپلې خور (کاسندرا) ته يې کښلي، د نوموړې په باره کې د دقيقو اطلاعاتو سرچينه کېدای شي. که څه هم د هغو ليکونو ډېره برخه سوځول شوې ده او څه محدوده برخه يې راپاتې دي. جين او خور يې (کاسندرا) ډېرې صميمي اړيکي سره لرل او يو د بلې ښې ملګرې هم وې.
د جين آسټين د کورنۍ په باره کې کم اطلاعات موجود دي، (A mirror of jane Austen) د هغه کتاب نوم دی، چې د جين وراره (جیمز اډوارډ آسټين) د نوموړې د ژوند ليک په اړه ليکلی دی. دا کتاب چې په ۱۸۷۱ع کې خپور شوی دی، د جين په باره کې ډېرې جالبې خبرې لري. يوه له مهمو خبرو څخه، چې په دې کتاب کې اشاره ورته شوې ده، هغه د جين په پلرني کور کې د يوه لوی کتابتون شتون دی، چې د جين ليکوالۍ ته د راتلو يو راز هم کېدای شي. په هغه کتابتون کې تر ۵۰۰ زيات مختلف آثار موجود ول، چې جين ته يې د ماشومتوب او پېغلتوب په مرحله کې د لوستلو فرصت برابر و.
لکه څنګه چې اوسمهال جين په ټوله نړۍ کې يوه پېژندل شوې څېره ده، خو د دې په ژوند دغسې نه و. جين د هغو ليکوالو له ډلې څخه ده، چې تر مرګ وروسته يې آثار وپېژندل شول، ولوستل شول او مشهوره شول. د جين د ليکوالۍ په لومړيو کلونو کې د دې پر کتابونو د ليکوالې نوم نه وو ليکل شوی، اما جين هغه ليکواله وه، چې له ادبياتو سره يې مينه لرله او قدرت داستان ليکلو ته خلق کړې وه.
د هغې رومانونه د ښايسته توصيف، ښکلې صحنه سازۍ او د پر ځای جزياتو په سبب د سينماګرانو د پاملرنې وړ شول، د نوموړې له ډېرو ناولونو څخه فلمونه او سريالونه جوړ شول. د غرور او تعصب په نامه مشهور فلم په ۲۰۰۵ع کال کې د (جو رايټ) تر ډايرکټرۍ لاندې د نوموړې د ناول (غرور او تعصب) پر بنسټ جوړ شوی دی. پاتې نه وي، چې په نوموړي فلم کې (کيرا نايټلي) مرکزي کردار پر غاړه درلود، چې د ښه تمثيل په وجه يې د اسکار جايزه هم وګټله. او همدارنګه د (عقل او احساس) او (اما) ناولونو پر بنسټ يې هم ښايسته فلمونه جوړ شوي دي.
جين آسټن د ۱۸۱۷ع کال د جولای په اتلسمه د ۴۱ کلونو په عمر د هغه دوامدار رنځ له امله چې تل ورسره و، له نړۍ وکوچېده. نوموړې د (وينچسټر) د کليسا په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د جين د مرګ د دوه ويشتمې تلينې په پار د دې د زوکړې په ښار کې يو لوی جشن جوړ شو، د نوموړې برونزي مجسمه د دې د زېږندځای په خوا کې درول شوې ده، چې د ګرځندويانو د توجه وړ ده، تر څو وګوري، چې جين چېرې قدم واهه، چېرې يې ژوند کاوه او چېرته يې د نړۍ ډېر ښکلي رومانونه ليکل. د نوموړې هغه کور چې له ۱۸۰۹ع څخه پکې اوسېدله، اوسمهال د موزيم په ډول پېژندل کېږي.
له ۲۰۱۷ع کال څخه راپدېخوا په ۱۰ پونډي اسکانس باندې د جين عکس چاپېږي. هغه د انګستان له ملکې څخه وروسته، يوازينۍ ښځه ده چې اوسمهال يې عکس د اسکانسونو پر مخ چاپ او خپرېږي.
د کشيش په کور کې تابو شکنه نجلۍ
د جین پلار کشيش و، ژوند يې د برونته خويندو په نسبت د پلار د دندې له کبله، نسبتا آرام و. هغې هڅکله هم له لندنه تللو ته زړه ښه نه کړ، مګر د پلار تر مرګ وروسته يې په ژوند کې لږ و ډېر بدلون راغی او کورنۍ يې د جين د زوکړې ښار پرېښود.
د اتلسمې پېړۍ په انګرېزه ټولنه کې به دا د چا په خيال و خاطر کې راګرځېدلي نه ول، چې د يوه کشيش لور دې وکولای شي، يوه ورځ د انګلستان لويه ليکواله شي. حتی له ځان سره فکر وکړئ، ولې؟ که نه پوهېږئ، بايد د اتلسمې پېړۍ انګستان ته سفر وکړئ. هغه وخت ته ځان ورسوئ چې انګرېزو نجونو پخپله ټولنه کې يوازې په مېلمستياوو کې د ګډون او واده کولو پرته بل نقش نه درلود.
هماغه مهال ډېرو کمو خلکو دا فکر کاوه چې ښځې دې هم د سړيو غوندې ليکوالې شي او کتابونه دې يې خرڅ شي. اما جين، يوه له هغو پېغلو څخه وه، چې دا تابو يې مات کړ. هغه وخت د جين له تابو شکنۍ څخه خبرېدای شئ، چې وپوهېږئ چې تر ډېره وخته پورې جين خپل کتابونه په مستعار نامه خپرول، تر څو کوم څوک پوه نه شي چې د آسټين د کورنۍ کومه پېغله ليکواله ده.
د جين د سبک ځينې ځانګړنې
که چېرې له انګلېسي ادبياتو سره بلد اوسئ، حتما پوهېږئ چې اتلسمه پېړۍ په انګلستان کې د رمانتيسم د راج زمانه وه. له سوز و ګدازه ډکې ليکنې، د اشرافي طبقې د وګړيو د اور ورين عشقونو انځور او اوږده توصيفونه د رومانتيک دورې د آثارو لويې ځانګړنې وې.
اما جین، په دې برخه کې هم قانون مات کړ. د هغې آثارو د رومانتیک دورې له آثارو سره توپير درلود. د جين د آثارو مرکزي محور په منځنۍ طبقه کې د عشق او ژوند موضوعات وو. هغې معمولا د هغه عشق په اړه خبرې کولې چې د رومانتيسم په آثارو کې له انځور شوي عشق سره به يې توپير درلود. د جين د داستانونو لويه ځانګړنه، چې د دې آثار د نوموړې له هممهالو ليکوالو سره پرې بېلولی شو، کلامي طنز دی چې په د نوموړې په داستانونو کې يې موندلی شو.
جين په خپلو آثارو کې د کلامي او موقعيتي طنز له راوړلو سره جوړه وه. د دې د قلم دا ځانګړنه د دود رسم بله ماتونه وه. دا ځانګړنه د دې په آثارو کې دومره بارزه ده، که چېرې تاسې د انګلستان د اتلسمې پېړۍ له ادب سره بلد واوسئ؛ نو په سخته به دا باور وکړئ، چې جين دې دا داستانونه په اتلسمه پېړۍ کې کښلي وي.
د جين د داستانونو اصلي موضوع عشق او په ژوند کې د ښځمنو اړوند مسئلې دي. ممکن په اول نظر د نوموړې داستانونه ډېر زنانه درته معلوم شي، خو کله چې دقيق او عميق ولوستل شي، هغې رسالې ته ورته دي، چې په هماغه زمانه کې د ښځو اجتماعي اوضاع پکې انځور شوې وي.
د جين د آثارو د سبکي خصوصياتو په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، ځکه نوموړې د اتلسمې پېړۍ په لويو ناول ليکونکيو څخه وه چې تر اوسه پورې د ځانګړي سبک د لرلو په سبب د لوستونکيو پر زړه راج چلوي، د فيډبو په انټرنيټي سايټ کې د نوموړې د سبک په اړه لولو:
“د جين په داستانونو کې مرکزي کردار د ښځې دی، که څه هم جين په اتلسمه پېړۍ کې ژوند درلود، خو افکار يې مترقي ول. ځينې کره کتونکي خو آن نوموړې فيمينسټه ښځه نوموي، ځکه داستانونه يې تر ساده عاشقانه صحنو لوړ دي. هغه په ډېری کتابونو کې دا هڅه کوي، چې د داستان اصلي کرکټر، ځان پېژندنې او پر ځان باور ته ورسوي او د واده مسئله، چې د هماغه وخت په انګستان کې د اتلسمې پېړۍ د پېغلو په منځ کې يوه د تشويش وړ مسله وه، له مختلفو ابعادو تر غور لاندې ونيسي. هغې په خپلو داستانونو کې د مالکيت او وراثت پر هغو قوانينو هم خبرې کړې دي، چې ښځه به د خپلو نارينه خپلوانو سره تړلې وي، خبرې کړې دي. هغې په کلي ډول په ټولنه کې پر نارينه سالاري او په ټولنه کې د ښځو پر رول له سترګو پټولو څخه هم پرده پورته کړې ده او حتی پر دې چار يې نيوکې هم کړې دي.
د جين په آثارو کې د طنز، طعنې او کنايې په ښکلي او زړه وړونکي شکل شتون د دې باعث شوي دي، چې د نوموړې آثار د انګلستان په ممتازو ادبياتو کې ودرېږي، تر نن ورځې د هغو په باره کې نقدونه وکښل شي او د نورو آثارو د توليد سبب شي”. https://fidibo.com
د جين آسټين آثار
جين آسټين ډېر آثار کښلي دي، د دې ځوانيمرګۍ د دې باعث شوه، چې ډېری آثار يې نيمګړي او له چاپه پاته شول. اما کوم آثار چې یې چاپ شوي دي، جذاب او زړه وړونکي دي. دلته به د نوموړې مشهورو آثارو ته اشاره قدري وکړو.
که څه هم جين اوږد ژوند ونه کړ، مګر راپاتې آثار يې زيات دي، خو (عقل او احساس)، (غرور او تعصب)، (اما)، (منسفيلډ پارک)، (ترغيب) او (نورثنګر ابي) يې ډېر مشهور آثار دي. له دې ډلې څخه د ترغيب او نورثنګر ابی اثار يې په ۱۸۱۸ ع کې د ليکوالې له مرګه وروسته چاپ او خپاره شول.
غرور او تعصب (pride and prejudice) ۱۸۱۳ع
د غرور او تعصب داستان، د يوې متوسطې کورنۍ کيسه ده. د دې پينځه کسيزې کورنۍ پېښې د دې ناول اصلي موضوع ده. د کورنۍ مور د خپلو پينځو لوڼو لپاره د مناسبو او شتمنو خاوندانو له ميندلو پرته بل اندېښنه نه لري او دا تشويش، په مختلفو مېلمستياوو کې د دوی د ګډون لامل کېږي. د نوموړي ناول اصلي پېښه له همدغسې مېلمستياوو څخه سرچينه اخلي.
په يوې مېلمستيا کې د دې کورنۍ د مشرې او ښايسته لور پېژندنه له ښاغلي بينګي سره کېږي، چې شتمن او جذاب سړی دی. مګر موضوع دلته پای ته نه رسېږي، بله پېښه د آغلې اليزابټ او ښاغلي بينګلي عشق دی، چې د دې ناول زړه راکښوونکې برخه هم ده.
د دارسي په نامه جذاب او مغرور کس پر اليزابيټ مينېږي، د داستان راوي هم ښاغلی دارسي دی. هغه پر خپل غرور پښې ږدي او غواړي خپله مينه اليزابټ ته څرګنده کړي خو اليزابيت تر ده لا مغروره ده او مينه يې نه مني.
عقل او احساس (Sense and sensibility) ۱۸۱۱ع
د عقل او احساس ناول د دوو خويندو د ژوند کيسه ده، چې يوه يې احساساتي او له هيجانه ډکه او بله يې عاقله او درونګرا ده. د دې داستان اصلي کرکټرونه (ماريان) او( الينور) دي. الينور د کورنۍ او دوستانو پر وړاندې د مسؤليت احساس لرونکې ده، د څنګلوريو ګټو ته پر خپلو شخصي ګټو ترجيح ورکوي او خپل هيجانات او احساسات په داسې شکل ځپي، چې نور خلک فکر کوي، چې وجود يې له بې تفاوتۍ او سړښت څخه تر مورګو ډک دی. مګر واقعيت بل څه وي. خو ماريان له احساس او عاطفې څخه مالامال نجلۍ ده.
د دوی شتمن پلار چې د مرګ پر بستر پرېوځي، خپله ټوله شتمني د مشر زوی (جان) په نامه کوي، خو له هغه ژمنه اخلي، چې د خپلې مور او دوو خويندو به تل خيال ساتي. ولې د پلار تر مړينې وروسته د (جان) غوږونه يې مېرمن ور ډکوي او هغه ژمنه چې له پلار سره يې کړې وه، هېروي او مور او دوې خويندې له خپل ژوند څخه شړي.
منسفيلډ پارک (Mansfield Park) ۱۸۱۴ع
د منسفيلډ پارک ناول د يوې حساسې او ښکلي زړه لرونکې پېغلې (فاني) د ژوند کيسه ده. فاني د مور له مړينې وروسته مجبورېږي چې د کاکا کره ولاړه شي. د فاني کاکا (سر تامس برترام) څلور اولاده د ټام، اډمونډ، ماري او جولي په نومونو لري. د دې داستان کيسه د ادموند پر مينه راڅرخي، چې د خپلې کاکا پر لور (فاني) باندې يې زړه بايلی دی.
د فاني کاکا بيا د اقتصادي مشکلاتو په سبب هيواد پرېږدي او هند ته ځي، د نوموړي له سفر سره د کورنۍ وضع هم بدلېږي.
اما(Emma) ۱۸۱۶ع
اما د جين د ويکتوريايي کتابونو له جملې څخه دی. دا کتاب د نوموړې له نورو کتابونو سره توپير لري، د دې ناول اصلي کرکټر د جين د ناولونو له اصلي کرکټرونو سره توپير لري، د نوموړې په اثارو کې به اکثر غريب او په مشکلاتو کې ګير کس د داستان اتل و، خو په اما کې د داستان اتله يوه ښکلې، شتمنه او هوښياره نجلۍ ده، چې په ټول ژوند کې يې د غريبۍ مخ نه دی ليدلی. د دې داستان اتله پر نارسيسيزم مبتلا څوک او مغروره نجلۍ ده.
د اما داستان د ويکټوريا د زمانې د ښځو د احساساتو کيسه ده. دا ناول که څه هم د ويکټوريا په زمانه کې کښل شوی دی، خو د دې وېره نشته چې تاريختېر به شي، ځکه چې له ژورو انساني عواطفو سره سروکار لري. دا کتاب د هغو آثارو له جملې څخه دی، چې تر لوستلو او پای ته رسولو ورسته هم کله کله د سړي زړه کېږي چې را وايې خلي او ځينې برخې يې بيا بيا ولولي.
هڅول يا ترغيب ((Persuasion۱۸۱۸ع
هڅونه يا ترغيب د هغې نجلۍ داستان دی، چې د ژوند د مخلتفو مشکلاتو او محدوديتونو په منځ کې ژوند کوي. د دې داستان مرکزي کرکټره (ان اليوټ) يوه صبوره او پټه نجلۍ ده. هغه چې په مينه کې د ماتې تجربه و مخينه لري، له ځان سره ژمنه کوي، چې نور به هيڅکله هم د مينې پر شرابو شونډې نه لمدوي.
اما کوم څه کولای شي چې دا نجلۍ مينې او عاشقانه اړيکو ته وهڅوي او ترغيب يا متقاعده يې کړي؟
نورثنګر ابی (Northanger Abbey) ۱۸۱۸ع
د نورثنګر ابي د ناول اتله کاترين مورين ده، هغه په يوه شتمنه او ګڼ کسيزه کورنۍ کې ژوند کوي. د هغې يوه لويه ځانګړنه له عاشقانه داستانونو او روايتونو سره مينه ده. کاترين يوه ژوندۍ او ښکلې نجلۍ ده، هر څومره چې لويېږي، هماغومره د خلکو سترګې ور اوړي.
هغه چې د ژوند پر شور ماشور او سفر ميينه ده، يوه ښار ته ځي، تر څو د نوي ژوند خوند وڅکي. اما لږ مهال وروسته زموږ د داستان ساده زړې اتله پوهېږي چې د ژوند کولو نړۍ له هغې دنيا سره ډېر توپير لري چې په داستانونو او کتابونه کې تصوير شوې ده.