پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون رييس: ښځینه استادانې دې پوهنتون ته نه راځي

د کابل پوهنتون رييس: ښځینه استادانې دې پوهنتون ته نه راځي

تاند(سې شنبه، د میزان ۶) د طالب چارواکو له لوري د کابل پوهنتون نوي ټاکل شوي ریيس پرون / دوشنبه اعلان وکړ نور به اجازه نه ورکوي چې ښځینه استادانې تدریس وکړي یا پوهنتون ته ورشي.

د کابل پوهنتون رييس محمداشرف غیرت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «تر هغو چې ټولو ته یو حقیقي اسلامي چاپېریال رامنځته کېږي، ښځو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې پوهنتونونو ته راشي یا کار وکړي، لومړی اسلام (دی)

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د کابل پوهنتون د نوي طالب رييس دا پرېکړه د طالبانو د تېر رژیم د پالیسیو دوام دی. طالبانو د خپل واک په تېره دوره کې نه یوازې نجونې له زده کړو منع کړې وې بلکې ښځې یې نه پرېښودې چې له محرمه پرته له کوره ووځي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت پخواني ویندوی حامد عبیدي، چې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد دی، نیویارک ټایمز ته ویلي «هیڅ هیله نه شته. د لوړو زده کړو ټول سیستم د پرزېدو په حال کې دی.»

اشرف غیرت په یوه بله پرېکړه کې صدیق افغان، چې د ډېرو به باور ذهني استقرار نه لري، په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه ګومارلی دی.

ده مخکې ویلي و چې د اسلامپالو استادانو په ګومارلو به پوهنتون ته اسلامي بڼه ورکړي.

له بلې خوا د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د پوهنتون د ريیس مرستیالي ونه منله.

د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني په یوه حکم کې ښاغلی ځلاند د پوهنتون د ريیس محمداشرف غیرت د مرستیال په توګه اعلان کړ، او ویې ویل چې نوموړی به د مرستیالۍ ترڅنګ تدریس ته دوام ورکوي.

خو د لوړو زده کړو د وزیر له اعلانه وروسته ځلاند وویل چې د دې چوکۍ منلو ته تیار نه دی.

د پوهنتون ريیس په یوه ټویټ کې ولیکل چې ځلاند د شخصي ستونزو له کبله د ریاست مرستیالي نه شي کولی خو څو شېبې وروسته یې ټویټ لېرې کړ.

5 COMMENTS

  1. طالبان د ته هر څه ویل کیږی چی داسی وکړی او داسی مکوی. طالب خپله کوم صلاحیت او استقلالیت نلری. ګوری د طالبانو خارجی سیاست نن سبا ټول د پاکستان له لوری ټاکل کیږی همدا عمران خان او قریشی دی چی د هغوی په نمایندګی خبری کوی.

  2. د ملا ثابت د ډېرو خبرو په معنا نه پوهیږم. کاشکي یو څه پښتو لیک لوست زده کړي یا شاید په غصه کې لیکل کوي ځکه ورنه ګډې وډې لیکل کیږي چې اکثر بې معنا شیان لیکي. خو په دغه تبصره کې یې په تاند ټکونه کړي. پکار ده چې تاند ورته ځواب ووايي که څه هم زه د تاند خبرونه سیقه او باوري ګڼم او باور پرې لرم.
    مینه او مننه
    فاروق

  3. اوس افغانستان ته مطلق وحشت راغلۍ دی حتی د کربوړک اشرف بیغیرت په شان تام بی سواده قیدانی طالب اوس د پوهنتون رئيس کیږی اوددی بی سواده خبیث له خوا د میرمنو نه پریښودل پوهنتون ته اولنۍ د جهالت اعلامیه ورکړۍ شوی دی او دا ئی هم ور اضافه کړی دی چی اول اسلام دی یعنی د میرمنو شتوالۍ په پوهنتون کښی غیری اسلامی دی ، خدای پروردګار د تاسی ټول قیدانیان طالبان سره د تنظیمونو او د تاسو قیدانی پنجابیان او د تاسو رهبر شارلتان خائین خلیلزاد تباه او برباد کړی !!!!

  4. Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home – YouTube
    The truth about women in Islam | Shaykh Akram Nadwi – YouTube
    Shaykh Akram Nadwi on Women, Culture and Society – YouTube
    Are Men and Women equal in Islam? | Shaykh Akram Nadwi – YouTube
    =-=
    Mixed classes for men and women – Al-Salam Institute (alsalam.ac.uk)
    Critical Reflections on Feminism – Al-Salam Institute (alsalam.ac.uk)
    Reconsideration – A Secret History – Carla Power – The New York Times (nytimes.com)
    =-=
    Articles – Shaykh Mohammad Akram Nadwi

    طالبانو په حنفيت خو لا څه ان چې په نورو ټولو ائمه وو کې او هم په مذهب کې بابېړی کړی دی.
    خيرالأمور اوسطها
    مينځلاري ښه تګلاره ده. ان تر دې که موږ په لمانځه کې زياتی و کمی وکړو، نو د سهوې سجده لازميږي او که په ارکانو او يا هم په څلور رکعتي لمونځ کې مو پينځم رکعت په سجدې سره وکړ، نو لمونځ ساقط خو د سمون لپاره يې بايد بل شپږم رکعت ورسره وکړو چې دوه مو نفل او څلور مو خپل فرضي لمونځ شي.
    د طالب دښمني له دين او هم د رب العالمين له هغه مخلوق سره ده چې الله تعالی وايی :
    هو الذي خلقکم من نفس واحدة
    عجيبه منطق دی چې د ځان لپاره ټول امتيازات غواړي، خو د خپلې خور، مور، مېرمنې او ښځينه اولادونو لپاره بيا هېڅ نه. نجونې له زده کړو منعه کول له ژوندي ښخولو سره ورته ده.
    تاسې په خدای باور وکړئ چې يو وخت زموږ جهادي مشران د تحليف (سوګند) لپاره حرمينو يعنې مکې او بيا مدينې ته تللي وو. ارواښاد مولوي محمد يونس خالص دې اوس خدای وبخښي چې دوی به هلته د مازيګر لمونځ د حرمينو له جمعې سره يوځای نه کولو. استدلال يې کولو چې مثلين نه دی شوی. همدا اوس زموږ ډېر حاجيان وروڼه هلته خپلې مېرمنې د حج لپاره يوسي، خو هلته يې د طواف لپاره له ځان سره نه وړي او دا دليل نيسي چې :
    وقرن في بيوتکن …
    حنفيت يې په شرمونو وشرمولو. ناپوهي او مذهبي زياتی هم يو حد لري نه دومره چې موږ شروع کړی دی.

  5. نمیدانم این دوستی با اسلام و افغان است یا دشمنی ؟رئیس پوهنتون باید یک پوهاند دکتور فلانی باشد نه طالب نسواری حقانیه  آی-اس-آی دشمن دانا که غم جان بود–بهتر از آن دوست که نادان بود پوهنتون کابل و مدرسه نسواری های بی تربیه که شرم انسانیت امروز است قطعا قابل مقایسه نبوده و پوهنتون را بدست این جهال سپردن کار آی-اس-آی پنجاب است برای شرماندن اسلام    ثم افغان.جامعه اسلامی اسلام آباد را چه کسانی اداره و تدریس آنرا پیش میبرند، همینطور جامعات أم القری ، مدینه منوره ، الازهر و دگر جامعات معتبر جهان اسلام را مرور کنیدعلمای معتبر جهان اسلام و امت اسلامی در همه ساحات تحقیق و تالیفات دارند بیخبران خود را از  آن آگاه و در عمل استفاده کنند زیرا ما آن امکانات را از لحاظ فهم و تربیت سالم نداریم ثانیا : حکومت مکلف است تا موانع مزاحم و اخلالگر را از راه تعلیم و تعلم اناث برداشته،بستن و محروم ساختن راه حل نبوده و نا اهلی و بی کفایتی را افاده می کند نه اسلام و تقوی را .تحقیر مسلمان گناه بزرگ بوده و سفلگی را نشان می دهد فسئلوا اهل الذکر إن کنتم لا تعلمون.  خدمت ایکه عبادت و جهاد است تنها وابسته به ریاست و وزارت نبوده بلکه تعاون و همکاری با مردم اهل،عالم و متقی نیز عبادت است تعاونوا علی البر والتقوی……رهنمایی کامل است در عمل باید استفاده  کرد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب