جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو خپل اميرالمومنين ته د ظاهرشاه د پاچاهۍ مقام په نظر کې...

طالبانو خپل اميرالمومنين ته د ظاهرشاه د پاچاهۍ مقام په نظر کې نيولی

تاند:( سې شنبه، د میزان شپږمه) د طالبانو اسلامي امارت په يوه تازه ګام کې اعلان وکړ چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون به په موقتي ډول نافذ کړي.

د‌ دوی د عدليې وزير عبدالحکیم شرعي ويلي، چې د ياد قانون غير شرعي برخې به له عملي کیدو څخه مستثنی وي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې يوې سرچينې تاند ته ويلي و چې د ۱۳۴۳ لمریز کال د اساسي قانون له موقتي نفاذ سره به طالبان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لپاره په دغه اساسي قانون کې په پام کې نیول شوي فوق العاده صلاحيتونه خپل اميرالمومنين ته ورکړي.

په نوموړي قانون کې پاچا ملت او بل هیچا ته ځواب ويونکی نه و.

دا اساسي قانون په ۱۹۶۴ م کال د لویې جرګې له لوري تصویب شوی و.

دغه قانون، چې د شاهي نظام ته پر وفادارۍ له تاکید سره سره د افغانستان يو مهم او متمدن اساسي قانون دی، ځینې حقوقپوهان يې د ځینو برخو نه عملي کیدو ته انديښمن دي.

په دغه قانون کې د سياسي ګوندونو فعالیت، د بیان ازادي، د رسنيو ازادي، د دولت درې ګونې قواوې، کار اهل کار ته سپارل، د نجونو او هلکانو زده کړې او برابر حقونه او ګڼ نور متمدن ارزښتونه تضمين شوي.

حقوقپوهان همدې ته اندیښنه لري چې طالبان له دغو ارزښتونو ممکن په دې پلمه مخ واړوي، چې ګواکي د اسلام خلاف دي. خو په مجموع کې له اوسني نا معلوم حالت څخه به چې هیڅوک نه پوهیږي د کوم قانون پر اساس هیواد اداره کېږي، افغانستان ووځي.

د ظاهرشاه د سلطنت په وروستیو لسو کلونو کې افغانستان د ولسواکۍ لومړنۍ تجربه وکړه. ظاهرشاه غوښتل چې اجرايي چارې د منتخب صدراعظم په لاس کې وي، د شاهي کورنۍ غړي په حکومت کې د صدارت په شمول لوړې چوکۍ ونه لري او پاچا د صلاحیتونه سمبولیک وي.

1 COMMENT

  1. که موږ او تاسی ژوندی وو نوری عجائبی به هم ووینو.
    څو پنځوس کلونه مخکی د ظاهرشاه بړوه د اساسی قانون ګټه شوروی، چین، امریکې، مارکسیسټ، اخوانی، تکنوکرات، لیبرال، ملحد، مؤمن، جادوګر، کوډګر، مُلا ااو هری بلا ته ورسېده ( البته د عام وولس ګېډه او کَله همداسی خالی او تاریکه پاتی وه او پاتی سوه ).
    خو
    نن ورځ ددې اساسی قانون ګټه فقط او فقط د انګریز او د انګریز د دلالانو او مزدورانو په برخه ده ، داسی ښکاری چی ددې قانون فقط د دوو مادو څخه ابزاری او تبلیغاتی ګټه اخیستل کیږی.
    ۱- د موهوم امیرالمؤمنین! د احترام د وجوب او د وولس په وړاندی د نه مسئولیت مسئله.
    ۲- د حنفی فقهی! ترویج او تعبیر او اِعمال ، هغه حنفیت چی ۱۲۰۰ کاله مخکی د عباسی مستبدی دستګاه په خدمت کی ؤ ( البته د هغه نورو درو درباری فقهاوو په شمول ) او نن دا دئ د لاهور او لندن د شیطانی اهدافو په موخه ئې د تطبیق هڅه کیږی.
    وړکې یادونه:
    ګران لوستونکی شاید ما فقیر پدې تور تورن کړی چی ګواکی د توَهم په منګولو کی ګیر یم او انګریز – انګریز می همیشه د ژبی او قلم وِرد ګرځیدلئ دئ خو مطمئن یم چی یوه ورځ به ( چی هیله ده هغه وخت می لدې جنجالی دنیا څخه کډه بار کړی وی ) زما د ادعا سموالئ او صحت ثابت سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب