یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخليلزاد: د مور د وصيت له مخې به بيا هم افغانستان ته...

خليلزاد: د مور د وصيت له مخې به بيا هم افغانستان ته توجه کوم

تاند:( سې شنبه، د ميزان شپږمه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې له افغان مور و پلاره پیدا دي، وايي د مور د وصيت په اساس به یې افغانستان ته تل توجه لري او د ښېرازۍ هڅه به يې کوي.

خليلزاد د افغانستان یوه خصوصي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو او معاهدې په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل، له افغان خاورې د القاعدې په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو لخوا د نړۍ پر ضد د نه کار اخيستو په اړه د طالبانو تضمين، د يوه نوي ټول ګډونه اسلامي دولت په اړه د طالبانو او نورو افغان لوريو مذاکرات او په افغانستان کې دايمي اوربند د طالبانو او متحده ايالاتو د سولې خبرو او معاهدې څلور اساسي ټکي وګڼل.

دغه امريکايي استازي له يادو ټکیو څخه د لومړنیو دوه ټکیو په اړه مثبت نظر درلود، د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ پړه يې تر ډېره پر بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني واچوله، خو په دې اړه يې ځواب روښانه نه و، چې افغانستان به دایمي اوربند او سولې ته ورسیږي کنه؟

خليلزاد هیله وښوده، چې اشرف غني له هېواد څخه د ناڅاپي وتو او د ده په ټکیو د سولې پروګرام د ګډوډۍ په اړه د تاريخي مسووليت له مخې ځواب ووايي.

هغه، چې تر ډېره د طالبانو په پلوۍ غږيده، د‌ دوی مخالف لوري يې په يو ډول ملامته او ورڅخه وغوښتل چې طالبانو سره تعامل وکړي.

زلمي خليلزاد په دې مرکه کې د سولې هڅو د برياليتوب لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د رول يادونه وکړه او دوی یې د سولې همکاران وګڼل.

دغه راز يې له نوم اخيستو پرته د مخکيني حکومت یو شمېر کسان د شخصي ګټو او واک د دوام لپاره د سولې هڅو په تخريب او د جګړې په تشويق تورن کړل.

د ده په خبره، طالبان اوس هم ورسره اړيکې او مشورې لري او افغانستان به د ناروغۍ په بستر د خپلې مړې شوې مور د وصيت له مخې نه هېروي.

خليلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې منتقدین يې نوموړی له پاکستان سره د افغانستان پر معاملې کولو تورنوي او دی د جمهوري نظام د سقوط يو اساسي لامل یادوي.

6 COMMENTS

  1. د یو افغان په حیث ځان ته اجازه نه ورکوم چی د مور یا پلار په هکله دی څه تبصره وکړم
    خو دومره باید ووایم چی همیشه د نااهله اولاد له لاسه په خاص ډول زمونږ په ټولنه کې د مور اوپلار رنګه بدیږی پداسی حال کی چی شاید مور اوپلار داولاد په ناوړه کړووړو کې هیڅ ډول قصور وار هم نه وی.
    تا هم د افغانستان په ددردونکې داستان کې د یو کردار یا کرکټر په حیث داسې کړغیړن رول لوبولې چی نه یوازی د خپل مور او پالر رنګه دی ډیر بده کړی بله دډیرو هغو نږدی دوستانو او خپلوانو چی ښايي ستا د نوم په اوریدو د شرم له لاسه په کالیو کی ورته هم ځان لوڅ ښکاره شرمولی دی.

    زما مطلب ستا له هغه دوستانو دی چی د یو افغان د ننګ او غیرت احساس ولری او یا هغه څوک چی د اخلاقی او انساني قدرونو په رڼا کی د ژوند لاری مومې.
    هیکله می ستا د هغه دوستانو او بادارانو نه مطلب ندی چی په تور بازار کې د ضمیر خرڅولو په میله یا اکشن کی ستا په څیر دزیرکه دلال د صلاحیتونو مداح او پری ویاړی.

    تا د حامد کرزی په دوره کی هم د مات کوډ رژیم په ړنګولو کی هیڅ ډول ناراستي ونه ګړه او بیا خو د اشرف غنی د حکومت په ړنګولو کې چی خلکو ورنه د یرازۍ او ابادۍ لږه امید درلوده مټی اوبډی راونغښتی او بنیادونه دی ورله را ولړزول.

    نو که څوک لکه چی ما مخکی هم ورته اشاره وکړه لږ ننګ او غیرت ولری اویا کم تر کمه اخلاقی او انسانی اصولو ته ارزښت ولری بیا به د افغانستان نوم په خوله وانخلی او افغان ولس ته به پړی په غاړه راشی او د خپلی ملامتۍ بخنه به ورنه وغواړی.

  2. د یو افغان په حیث ځان ته دا اجازه نه ورکوم چی د مور یا پلار په هکله دی څه تبصره وکړم
    خو دومره باید ووایم چی همیشه د نااهله اولاد له لاسه په خاص ډول زمونږ په ټولنه کې د مور اوپلار رنګه بدیږی پداسی حال کی چی شاید مور اوپلار داولاد په ناوړه کړو وړو کې هیڅ ډول قصور وار هم نه وی.
    تا هم د افغانستان په دې دردونکې داستان کې د یو کردار یا کرکټر په حیث داسې کړغیړن رول لوبولې چی نه یوازی د خپل مور او پلار رنګه دی ډیر بده کړی بله دډیرو هغو نږدی دوستانو او خپلوانو رنګه دی هم بده کړی چی ښايي ستا د نوم په اوریدو د شرم له لاسه په کالیو کی هم ورته ځان د شرم د لاسه لوڅ ښکاري.

    زما مطلب ستا له هغو دوستانو څخه دی چی د یو افغان د ننګ او غیرت احساس ولری او یا هغه څوک چی د اخلاقی او انساني قدرونو په رڼا کی د خپل ژوند لاری مومې.
    هیکله می ستا د هغو دوستانو او بادارانو نه مطلب ندی چی په تور بازار کې د ضمیر خرڅولو په میله یا اکشن کی ستا په څیر دزیرکه دلال د صلاحیتونو مداح او پری ویاړی.

    تا د حامد کرزی په دوره کی هم د مات کوډ رژیم په ړنګولو کی هیڅ ډول دریغ ونه ګړ او بیا خو د اشرف غنی د حکومت په ړنګولو کې چی خلکو ورنه د افغانستان د ښیرازۍ او ابادۍ لږ امید درلوده مټی اوبډی راونغښتی او بنیادونه يي ورله را ولړزول.

    نو که څوک لکه چی ما مخکی هم ورته اشاره وکړه لږ ننګ او غیرت ولری اویا کم تر کمه اخلاقی او انسانی اصولو ته ارزښت ولری بیا به د افغانستان نوم په خوله وانخلی او افغان ولس ته به پړی په غاړه راشی او د خپلی ملامتۍ بخنه به ورنه وغواړی.

  3. دا خو له موره حرامي ده مور به يې سي له بله يې ځيږولی دغه حرامي ته څه وصيت کړی وي ؟ خو مور يې هم خبيثه زناکاره وه سي دغه حرامي موزي د افغان ولس دښمن يې ځيږول. دا خو ددغه حرامي د لاسه افغانستان په وينو کې لمبيږي ? مور يې خامخا د پنجاب له حرامي نسله څخه وه. تف لعنت په ده دده په مور او پلار

  4. in past 20 years khalilzad was honest to pakistan from bun1 to 2021.
    khalilzad did that what pakistan want.
    1-why he choice karzai in the place of zakhir shah markhoom king
    afghans love doctor ghani/but khalilzad like more warlords karzai&talibs.
    afghans know better.
    now peoples know black face of khalilzaad

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب