Homeخبرونهد طالبانو خبرداری، امريکا دې د افغانستان هوايي حريم نور نه نقضوي

د طالبانو خبرداری، امريکا دې د افغانستان هوايي حريم نور نه نقضوي

تاند ( سې شنبه، د ميزان شپږمه) د طالبانو اسلامي امارت پر امريکا متحده ايالاتو تور لګولی، چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې د افغانستان هوايي حريم نقضوي.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو رسمي نشراتي ارګان ګرځیدلی، د دوی له قوله نن دا خیر خپور کړی.

د طالب مشرانو په خبره، د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په هوايي حريم کې را څرګنديږي، چې دا کار هم د اړوندو نړيوالو قوانينو او هم دوی سره د امریکا د دوحې د تړون خلاف عمل دی.

طالبانو پځ ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر امریکا غږ کړی چې د نړیوالو تعهداتو، ژمنو او قوانینو په رڼا کې له افغانستان سره د متقابل درناوي او کړو ژمنو تر سیوري لاندې تعامل وکړي څو د دوی په وینا د ټولو بدو عواقبو مخه ونیول شي.

امريکايي چارواکو د طالبانو دغې ادعا او خبرداري ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې امريکايي چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې فعالیتونه بيا په پیلیدو دي او دغه راز داعش ډله د پیاوړتیا په حال کې ده.

دوی ټینګار کړی و، چې د افغانستان خاوره له فضا څاري او په سيمه کې خپل هوايي امکانات به د طالبانو له همغږۍ او اجازې پرته د هغو ګواښونو د ځپلو لپاره وکاروي، چې د افغانستان له خاورې ورته متوجه کیږي.

 په افغانستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بریدونه یا الوت د ګاونډیو هیوادونو له همکارۍ پرته ممکن نه دی. ګومان کېږي چې د امریکا بې پېلوآه الوتکې به د پاکستان له خاورې راالوزي. پاکستان مخکې ویلي و چې د امریکا الوتکو ته اجازه ورکوي چې د دغه هیواد له فضا څخه افغانستان ته تېرې شي.

3 COMMENTS

  1. هغه خو خير امريکا ده زورور ده دغه د طالبانو د مور د ميړه پنجاب نظامي الوتکي سي راځي او په هوايي ډګرو کې راکښته کيږي د هغو په هکله ولي څه نه وايي او که پنجاب افغانستان خپل بولي او طالبان د پنجاب مليشه ده؟ که نر وي د پنجاب په هکله د څه ووايي او ياد پنجاب ته ګوت څڼډنه وکړي.

  2. دا خوسې خبری دی. که نران یاستی د افغانستان آسمان تر خپل کنترول لاندی راولی مه پریږدی چی پردی طیاره د افغانستان پر فضا تیره شی. خارجی سیاست مو د پاکستانیانو تر کنترول لاندی دی طالب خوسی بګواس لګیا دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...