Home+امریکا تر ږغ ۵ برابره چټک توغندی وازمایه

امریکا تر ږغ ۵ برابره چټک توغندی وازمایه

تاند- امریکا د لومړي ځل لپاره تر ږغ پنځه برابره چټک توغندی په بري وازمایه.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وویل، دا توغندی تېره اوونۍ وازمویل شو او له ۲۰۱۳ راوروسته دا د (HAWC) توفندو لومړنی ازمېښت دی.

دا توغندی رېتیان (Raytheon) کمپنۍ جوړ کړی او د انجن تر فعالېدو څو ثانیې وروسته له الوتکې جلا شو او حرکت یې وکړ.

روسیه او چین هم هڅه کوي چې تر ږغ چټکو توغندیو ته انکشاف ورکړي خو تر اوسه هیڅ هیواد دومره چټک توغندي نه دي جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...