یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو ۱۶ ميليونه ډالره او ۷۹ ميليونه افغانۍ افغانستان بانک ته وسپارل

طالبانو ۱۶ ميليونه ډالره او ۷۹ ميليونه افغانۍ افغانستان بانک ته وسپارل

تاند ( سې شنبه، د ميزان شپږمه) د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د طالبانو له خوا له ځینو ځایونو نیول شوې نغدي پیسې نن ورته وسپارل شوې.

د بانک په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پيسې طالبانو له خوست، لوګر او پنجشیر ولایتونو څخه تر لاسه کرې وې.

سرچينې زياته کړې، چې د دې نغدو پیسو کچه شاوخوا ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالر او څه باندې ۷۹ میلیونه افغانۍ کېږي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد د هغو کسانو ستاینه کړې چې یادې پیسې یې په امانتدارۍ دوی ته رسولي دي.

د دغو پيسو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او معلومه نه ده، په چې له مخکيني حکومت څخه د ناڅاپي سقوط پر مهال يې طالبانو ته ټولې څومره پيسې پاتې شوي او دوی څه کړل؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب