یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو واکمنیدو داخلي بې ځايه شوي تر ۵ میلیونو زیات کړل

د طالبانو واکمنیدو داخلي بې ځايه شوي تر ۵ میلیونو زیات کړل

تاند:( سې شنبه، د ميزان شپږمه) د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو کورنيو شمېر له ۵ میلیونو ډېر شوی ګڼلی او ويلي، چې دا کورنۍ په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.

ياد شوي سازمان نن په ټویټر کې لیکلي چې نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پرته له ځنډه دوام پيدا کوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ میلیونه کسان به په راتلونکو میاشتو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د راپورونو له مخې ، افغانستان دا مهال له مخ په ډیریدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی، د خوراکي او سون توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي او نغدې پيسې کمې شوي.

طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو وروسته، د پیسو نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول ، او واشنګټن د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب