یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځي چارواکي: له افغانستانه د ځواکونو ایستلو او پایلو یې...

د امریکا پوځي چارواکي: له افغانستانه د ځواکونو ایستلو او پایلو یې د امریکا اعتبار زیانمن کړ

تاند-(سې شنبه، د میزان۶) د امریکا دفاع وزیر، لوی درستیز او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان نن د خپل هیواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د دوحې تړون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه خرابه کړه.

دوی دغه راز وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړې او پایلو یې په درسته نړۍ کې د امریکا اعتبار زیانمن کړ.

دا څرګندونې دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

تر دې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخامخ شو او ځینو ان د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

د سوال او ځواب غونډې ته د پنتاګون مشر (دفاع وزیر) وویل، د دوحې تړون، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او د افغانستان د حکومت روحیه یې خرابه کړه، پر افغان ځواکونو اغېز درلود.

درې واړو په عین حال کې له افغانستان څخه د ځواکونو او ورپسې د تخلیې د عملیاتو دفاع وکړه.

دفاع وزیر ښاغلي اسټن وویل «دا د امریکا په تاریخ کې د هوا له لارې تر ټولو ستر انتقال و، او دا کار یوازې په ۱۷ ورځو کې وشو. موږ په ډېر لږ وخت کې ډېر زیات خلک له کابله وایستل.»

اسټن دا هم ومنله چې د امریکا حکومت باید د بشپړو فعالو ادارو د جوړولو لپاره پر ډېر وخت پانګونه کړې وای.

ده زیاته کړه «موږ یو دولت جوړولی شو، خو ملت نه شو جوړولی. د دې دلیل چې د افغانستان اردو چې موږ او زموږ شریکانو روزلې وه، ډېره ژر او په اکثرو مواردو کې بې له کوم ډزه وپاشل شوه، موږ ټول حیرانه کړو. دا به رښتیا نه وي چې له دې پرته بل ډول ادعا وکړو.»

لوی درستیز مارک میلي هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه وویل «نه غواړم چې د هغوی په اړه منفي خبره وکړم… او ډېرو یې تر پایه جګړه وکړه. خو لوی اکثریت یې وسله پر مځکه کښېښوده او په ډېر لنډ وخت کې تیت پرک شول. فکر کوم چې دا د دوی له مشرتابه او ارادې سره تړاو لري.»

د سناجرګې غړیو له جنرال میلي څخه له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په خاطر د امریکا د نړیوال اعتبار په هکله پوښتنه وکړه، ده وویل «یوازې په یوه کلمه کې ویلی شم چې په ټوله نړۍ کې یې د امریکا اعتبار ته تاوان ورساوه.»

امریکا د اګست له دېرشمې مخکې خپل ټول عسکر او لسګونه زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستل.

خو لوړپوړو ډموکراټانو له هغې ډلې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له بهیره دفاع کړې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب