Homeخبرونهبدخشان کې د ۲۵ ټنه لاجوردو د قاچاق مخنيوی شوی

بدخشان کې د ۲۵ ټنه لاجوردو د قاچاق مخنيوی شوی

تاند: ( سې شنبه، د ميزان شپږمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په بدخشان کې يې ځواکونو د ۲۵ ټنه لاجوردو د قاچاق مخنيو کړی دی.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، ۳ تنو د لاجوردو دغه تېږه غوښتل قاچاق کړي، خو دوی یې مخنیوی کړی دی.

معلومه نه ده، چې دغه تېږه چېرته قاچاق کيده؟

بدخشان له هغو ولايتونو دی، چې ډېرې قیمتي ډبرې لري.

په دې کار کې يو شمېر ځايي مافیایي ډلې او خپله د طالبانو وسله وال مخکې په لاس لرلو تورن ول.

طالبانو نه دي ويلي، چې دغه ډبرې يې څه کړل، د کانونو ساتنې او استخراج ته څه پلان لري او نیول شویو تورنو کسانو سره به څه کيږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...