یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچين: د طالب ضد بنديزونو د ختمولو لپاره هر اړخیزې هڅې کوو

چين: د طالب ضد بنديزونو د ختمولو لپاره هر اړخیزې هڅې کوو

تاند:(سې شنبه، د ميزان شپږمه) په کابل کې د چين د کمونيسټي نظام سفير وانګ يو نن د طالبانو د اسلامي امارت د عدليې له سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي سره لیدلي.

عدليې وزارت په يوه اعلاميه کې د چینايي سفير له قوله ليکلي، چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د ختمولو لپاره به یې هېواد هر اړخيزې هڅې وکړي.

چينايي سفير له طالبانو سره د ديپلوماتيکو اړيکو د خوندي ساتلو خبر ورکړی او د امنيت ساتلو او ترهګرۍ ضدې مبارزې په برخه کې يې طالبان ستايلي.

د شنونکو په اند، پاکستان د چین او طالبانو د وصل اصلي ټکی دی.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتو، ان تر هغې لا وړاندې په سيمه کې امريکا ضد قوتونه له طالبانو سره د امریکا خلاف په مرستو تورنیدل.

له دې سره، انديښنه دا ده، چې که مخکيني نظام ډېره تکيه پر امريکا او متحدينو يې کوله او له دې کبله افغانستان کړکېچن شوی و، پر سيمه ييزو هېوادونو او خاصتاً پاکستان محوره سياستونو د طالبانو ډېره تکيه به هم افغانستان سختو حالاتو سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب