یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځي چارواکي وايي، غوښتل یې چې ۲ نیم زره ځواکونه...

د امریکا پوځي چارواکي وايي، غوښتل یې چې ۲ نیم زره ځواکونه په افغانستان کې وساتي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۷)  د امریکا جګپوړو پوځي چارواکو د سې شنبې په ورځ د کانګریس غړیو ته وویل چې دوی سپارښتنه کړې وه چې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان دې په افغانستان کې پاتې شي.

د دوی دا خبره د هغې ژمنې خلاف ده چې د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډ‌ن د سپټمبر په نیمايي کې او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې کړې وه.

دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د استازو په استماعیه / سوال او ځواب/ غونډه کې تایید کړه چې دوی په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له عمومي قوماندان سکاټ میلر سره منلې وه چې ۲۵۰۰ سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي.

دوی په دې اړه څه ونه ویل چې ایا دا سپارښتنه یې له ولسمشر بایډن سره شریکه کړې وه او که نه.

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل «زه ولسمشر ته د خپلو شخصي سپارښتنو په اړه څه نه وایم، خو تاسو ته د زړه له کومې خپل نظر وایم، زما سپارښتنه زما د صادقانه نظر ښکارندويي کوي. ما سپارښتنه وکړه چې موږ دې په افغانستان کې دوه نیم زره ځواکونه پرېږدو. ما د ۲۰۲۰ په مني کې دا سپارښتنه هم وکړه چې موږ په هماغه وخت کې ۴۵۰۰ سرتېري هلته ولرو. دا زموږ شخصي نظرونه دي.»

جنرال مکینزي زیاته کړه چې دا یې هم ویلي و چې د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو له کبله به افغان امنیتي ځواکونه او حکومت وپرزي.

لوی درستیز جنرال میلي د جنرال میکنیزي له ارزونې سره موافقه وښوده، ویې ویل چې دا د تېر کال په مني کې د ده شخصي نظر هم و چې امریکا باید لږترلږه ۲۵۰۰ سرتېري په افغانستان کې پرېږدي څو په دې توګه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه وشي.

میلي په دې اړه د سناتور ټام کاټن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا خبره یې له ولسمشر بایډن سره شریکه کړې وه او که نه، له څه ویلو ډډه وکړه.

خو کله چې دا پوښتنه وشوه چې ایا میلر پر خپلې سپارښتنې له ولسمشر بایډن سره خبرې کړې وې، مکینزي د کانګریس غړیو ته وویل، باور لري چې د نوموړي نظر سم اورېدل شوی دی.

میلي وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې القاعده او داعش یا اسلامي دولت د امریکا لپاره په راتلونکو ۱۲ تر ۳۶ میاشتو کې پر جدي ګواښ بدلېدلی شي.

د امریکا پوځي چارواکي: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پایلو د امریکا اعتبار زیانمن کړ

د امریکا دفاع وزیر، لوی درستیز او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان نن د خپل هیواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د دوحې تړون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه خرابه کړه.

دوی دغه راز وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړې او پایلو یې په درسته نړۍ کې د امریکا اعتبار زیانمن کړ.

متقاعد جنرال لایډ اسټن

دا څرګندونې دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

تر دې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخامخ شو او ځینو ان د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

د سوال او ځواب غونډې ته د پنتاګون مشر (دفاع وزیر) وویل، د دوحې تړون، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او د افغانستان د حکومت روحیه یې خرابه کړه، پر افغان ځواکونو اغېز درلود.

درې واړو په عین حال کې له افغانستان څخه د ځواکونو او ورپسې د تخلیې د عملیاتو دفاع وکړه.

دفاع وزیر ښاغلي اسټن وویل «دا د امریکا په تاریخ کې د هوا له لارې تر ټولو ستر انتقال و، او دا کار یوازې په ۱۷ ورځو کې وشو. موږ په ډېر لږ وخت کې ډېر زیات خلک له کابله وایستل.»

اسټن دا هم ومنله چې د امریکا حکومت باید د بشپړو فعالو ادارو د جوړولو لپاره پر ډېر وخت پانګونه کړې وای.

ده زیاته کړه «موږ یو دولت جوړولی شو، خو ملت نه شو جوړولی. د دې دلیل چې د افغانستان اردو چې موږ او زموږ شریکانو روزلې وه، ډېره ژر او په اکثرو مواردو کې بې له کوم ډزه وپاشل شوه، موږ ټول حیرانه کړو. دا به رښتیا نه وي چې له دې پرته بل ډول ادعا وکړو.»

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

لوی درستیز مارک میلي هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه وویل «نه غواړم چې د هغوی په اړه منفي خبره وکړم… او ډېرو یې تر پایه جګړه وکړه. خو لوی اکثریت یې وسله پر مځکه کښېښوده او په ډېر لنډ وخت کې تیت پرک شول. فکر کوم چې دا د دوی له مشرتابه او ارادې سره تړاو لري.»

د سناجرګې غړیو له جنرال میلي څخه له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په خاطر د امریکا د نړیوال اعتبار په هکله پوښتنه وکړه، ده وویل «یوازې په یوه کلمه کې ویلی شم چې په ټوله نړۍ کې یې د امریکا اعتبار ته تاوان ورساوه.»

امریکا د اګست له دېرشمې مخکې خپل ټول عسکر او لسګونه زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستل.

خو لوړپوړو ډموکراټانو له هغې ډلې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له بهیره دفاع کړې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب