دوشنبه, مې 6, 2024
Home+څه وکړو چې د ماشومانو قدونه مو لوړ شي؟

څه وکړو چې د ماشومانو قدونه مو لوړ شي؟

په تازه څېړنو کې مالومه شوې ده چې کوم مور او پلار چې خپلو ماشومانو ته پاکې اوبه ورکوي، همدارنګه په پاکو اوبو او صابون ماشومان لمبوي، نه یوازې هغوی روغ ساتي، بلکې د قد په لوړولو کې یې هم مرسته کوي.

د ماشومانو پاک ساتل د جسامت په لوړولو او تندرست ساتلو کې تر ګردو اغېزمن رول لري، نو ځکه خو مېندو او د کورونو مشرانو ته لارښوونه کېږي چې خپل ماشومان پاک وساتي، ترڅو يوه سالمه ټولنه رامنځته شي، سالمې ټولنې د پرمختګونو اصلي بنسټ اېښودونکي وي.

په نړۍ کې په ماشومانو تر سره شوې څېړنې پايلې په ډاګه کوي، کومې کورنۍ چې خپل کوچنیان پاک ساتي د هغو کورنیو په پرتله یې بچیان لوړ او دنګ دي چې ماشومان یې خیرن وي.

دغه څېړنه د پاکستان، بنګله دېش، ایتوپیا، نایجریا، چلي، ګویتي مالا، نیپال، جنوبي افریقا، کینیا او کمبوډیا په ماشومانو شوې ده. 

په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د نړۍ ۲۶۵ میلیونه ماشومانو وده کمزورې ده چې دا اوږد مهالی اغېز لري.

د څېړونکيو د ډلې يو غړي ډاکټر ایلن ډینګور وايي، د ماشومانو د پاکوالي خیال ساتل د دوی د مړینې په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

هغه مېندې چې د خپلو ماشومانو پاکۍ ته پام نه کوي، په اصل کې د هغوی روغتيا ته پام نه کوي او د دوی ژوند ته ارزښت نه ورکوي. 

که چېرې ارزښت ورکړي، نو بيا د ماشوم پاکۍ ته پوره پاملرنه کوي، نه غواړي چې ماشوم يې ناروغ شي.

د ماشوم پاک ساتل هغومره ګران نه پرېوځي، خو درملنه يې بيا د کورنۍ اقتصاد ته لويه ضربه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب