Home+د ټیک ټاک د کاروونکو شمېر یو ملیارد ته ورسېد

د ټیک ټاک د کاروونکو شمېر یو ملیارد ته ورسېد

تاند- د ټیک ټاک د فعالو میاشتنیو کاروونکو شمېر یو ملیارد ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې معنا دا ده چې د ۲۰۲۰ م کال له جولای څخه د ټیک ټاک د کاروونکو شمېر په سلو کې ۴۵ ډېر شوی دی.

د دغه چینايي اپ تر ټولو ډېر کاروونکي په امریکا، اروپا او د جنوب ختیځې اسیا په هیوادونو کې دي.

ټیک ټاک د ۲۰۱۸ م کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې په درسته نړۍ کې ۵۵ ملیونه کاروونکي لري. د دغه اپ د کاروونکو شمېر د ۲۰۱۸ په دسمبر کې ۲۷۱ ملیونو ته ورسید. د ۲۰۱۹ په دسمبر کې ۵۰۸ ملیونو ته لوړ شو او د ۲۰۲۰ په جولای کې ۶۸۹ ملیونه اعلان شو.

د ۲۰۲۰ په اګست کې په ټیک ټاک کې د ډاونلوډونو شمېر تر ۲ ملیاردو واوښت.

څرنګه له ټیک ټاکه کار واخلو یا خپله ویدیو پکې څنګه خپره کړو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...