جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپنټاګون تاييد نه کړه، چې ولسمشر غني به هېواد نه پيسې ايستلې...

پنټاګون تاييد نه کړه، چې ولسمشر غني به هېواد نه پيسې ايستلې وي

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) وزير لوید آستین هغه راپورونه تاييد نه کړل، چې ګواکې د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د وتو پر وخت ميليونونه ډالره ورسره وړي دي.

آستین د امريکا په کانګريس کې د نورو لوړپوړو چارواکو په ملتيا احضار شوی و، څو د افغانستان په اړه د خلکو د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

نوموړي وويل: دا راپورونه موږ ته نه شو تاييدولای.

له دې سره د امریکا د دفاع وزیر په امنيتي سکتور کې د ولسمشر غني وروستۍ ګومارنې د جمهوري نظام د سقوط يو عمده دليل ګڼلی.

هغه په مشخص ډول د کومې ګومارنې يادونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د اشرف غني او امریکايي سیال جوبایډن تر منځ د وروستۍ لیدنې په رسنيزو شویو جزیاتو کې ليدل شوي، چې بایډن د ملي دفاع وزير په توګه د بسم الله محمدي په ګومارنې ټینګار لري.

د شنونکو په باور، په امريکا کې دننه د قدرت د عمده مرکزونو (سپينې ماڼۍ، پنټاګون او استخباراتو) د خپلمنځي همغږۍ نشتوالی هم د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط له اصلي لاملونو څخه و.

3 COMMENTS

  1. بو پښتو متل دی چی ډانګ دورور عزیز لپاره او خبره د خدای لپاره
    هر یو با شعوره او پوه انسان پدی خبره ښه پوهیږی چی دا ښکاره درواغ او یوازی د ولسمشر اشرف غنی په کردار باندی د بد نیتۍ له مخی یو تور داغ او بهتان لګول دی.
    د انګریزی یو متل دی چی که څوک چا ته خټی ورواچوی نو یو څه خو پری هرو مرو پاتی کیدی.
    دداسی تورونو او بهتانونو هم دغه هدف لاس ته راوړل دی چی خامخوا ځنی خلک به يي رښتیا وګڼی او د هغه به بدنامی وشی.
    ولس مشر غنی په ډیرو مشکلو شرایطو کی د افغانستان د ښیرازۍ او ابادۍ لپاره ډیری هلی ځلی او د قدر وړ کارونه کړی. که څه هم ورسره په ډیرو شیانو کی د نظر اختلاف لرم خو پدی باندی سترګی پټول راته ګناه ښکاری.
    د اشرف غتی حریفان باید اوس دا ثابته کړی چی دوۍ کولی شی د افغانستان لپاره د هغه نه ښه کارونه تر سره کولی شی او په عملی ډګر کی يي و ښايي او بیا ورسره د سیالۍ مقایسه وکړی.

  2. که اشرف غني ثبوت کړي چې پېسې یې نه دي وړي او دا هسې د لنډغرو تبلیغات دي، داسې زمینه یې مساعده کړه چې د کابل او نورو سیمو د ورانۍ او د زیاتې وینې توېدنې مخه یې ونیوله، د کورنیو او بهرنیو لنډغرو د اشغال، ظلم او ازار څخه یې هېوادوال خلاص کړل، دا خو یې ستره اتلولي کړېده. اوس د دې وخت دی چې د نوي رژیم سره چې بدیل یې نشته، د غني په شمول ټول هېواد پاله افغانان مرسته وکړي او د یوه معقول لوري په استقامت یې سوق، لارښوونه او مرسته وکړي. مننه

  3. ښاغلی محمد اشرف غنی د افغانانو او د ټولی دنیا اتل او قهرمان دی او وی به، ځکه نه افغان سیاسیونو او نه د نوری نړی سیاسیونو او حکومتونو افغانستان ته سوله رانه وستله، او دا به یی هم ویلی که سوله هم وشی نو کور په کور به جنګ شروع کیږی، ځکه دوی به ویل شمالی ټلواله په اردو، پولیسو او امنیت ملی کی ډیره برجسته ده. مګر ښاغلی غنی داسی کار وکړه چه هم یی سوله راوستله او هم یی شمالی لنډه غران ختم او بلډګونه، سرمایی او ډالران یی ورته ټولی دنیا ته وښودل، حتی تر دیی پوری چه نن ټول لنډغران د خپل اصلی بادار پاکستان په غیږه کی پراته دی.
    کوم تورونه چه په دغه مجازی نړی کی لر او بر کیږی دغه تورونه د غلم، فکر، شعور او عقل خاوندان نه منی او نه یی فکر ته راځی.

    د افغانستان د خلکو اتل او ګران بابا دیی تل ژوندی وی. او ډیر امکان لری چه نوموړی ته د نوبل جایزه هم ورکړی شی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب