Homeخبرونهطالبانو ته د ګيلاني غبرګون؛ افغانستان هیڅکله غیر اسلامي قانون نه درلود

طالبانو ته د ګيلاني غبرګون؛ افغانستان هیڅکله غیر اسلامي قانون نه درلود

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) د افغانستان د ملي پيوستون د طالبانو د عدليې د وزير عبدالحکیم شرعي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې وايي د ظاهرشاه د اساسي قانون له غیر شرعي برخو پرته به دغه قانون په موقت ډول نافذیږي.

سید اسحاق ګيلاني په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل: د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د شهيد موسی شفيق په شان شخصيتونو له لوري، چې په الازهر کې يې شرعيات لوستي وو، جوړ شوی.

اسحاق ګیلاني له طالب وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د ده په نظر د اساسي قانون هغه برخې په ډاګه کړي، کومې چې ورته د اسلام خلاف ښکاري.

دغه روحاني شخصیت دا هم وويل چې د افغانستان قوانين ان د کمونيستانو په واکمنۍ کې غیر اسلامي نه وو.

اسحاق ګیلاني د طالبانو لخوا د ياد اساسي قانون عملي کولو ته لېوالتيا د هرکلي وړ وګڼله، خو ټينګار يې وکړ چې د همدغه قانون له مخې بايد د دولت درې ګونې قوې فعاله، صلاحیتونه يې تفکیک، د انتخاباتو له لارې يې د واک مشروعيت اعاده او دغه راز له نړيوالو سره تعامل وکړي.

د طالبانو د اسلامي امارت د سرپرستې کابينې عدليې وزير عبدالحکیم شرعي پرون د چين سفير سره د لیدنې پر مهال وويل چې تر موقتې مودې به د ظاهرشاه د واکمنۍ اساسي قانون نافذ شي.

هغه په ورته وخت کې ويلي، چې د دغه قانون غير اسلامي برخې به نه عملي کېږي.

2 COMMENTS

  1. که همدا نن د طالبانو له خوا د ګېلاني په خوله کې کوم شی ورواچول شي، بیا به هر څه ښه وي او د طالبانو به صفتونو به پیل وکړي. اوس ټول ملت ګېلاني او ګېلاني خیل ښه پېژني چې دوی ټول عمر د چا په خدمت کې وو او په څه ډول یې شتمنۍ ترلاسه کړي دي. دوی د خپل طفیلي ژوند، عزت او د نورو د غولولو دوام غواړي او بس. مننه

  2. البته ځینی وخت د ( یوه ) پلار اولادونه هم پخپلو منځونو کی د نظر اختلاف سره لری او حتی یو د بل خوټی له ریښو سره را باسی. د ګیلانیانو او طالبانو پلار مشترک دئ ( انګریز ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...