جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د سيند څپو کې د جونگړې تصوير

د سيند څپو کې د جونگړې تصوير

محمداکبر کرګر

له څو ورځو راهيسې د همدې سيند غاړې ته هر سهار را ځي او کښيني. د سيند څپو ته په ځير ځير  گوري. د سيند څپې يو پر بل پسی را پورته کيږي، ورکيږي او همداسی د هغو لړۍ دوام مومي. 

له څه مودې راهيسې  چې زه پر دغه لار تيريږم داپه عمر پوخ سړی دی. د سر ويښتان يې په اوږو را ځوړند دي، ږيره يې هم له ډیرې مودې را هيسې نه ده خرییلې، داسې بريښي چې اصلن د ځان په سوچ کې نه دی. له خپلې امسا سره را ځي او د سيند همدې غاړي کې کښيني. د سيند د اوبو ځغاستې ته په ځير ځېر گوري، خو په خوله هيڅ نه وايي. سپين پاپي سپي ورته په مخ کې پروت وي. لکۍ خوځوي، يوازې دسپين ږيري څڼور  سترگو ته گوري،  بيرته سترگې کښته واچوي. 

همدا سيند چې کلونه کلونه ،پيړۍ پيړۍ  اوان دزمانو اودزرگونو کلونو راهيسې ، يا له هغه مهاله  چې دهمدې سيمي په طبيعت کې بدلون راغلي  ددنگو غرونو له څوکو ، دتنگو درو او دگڼو ځنگلونو له منځه را بهيږي  دلته دځمکې په مخ لاره کوي .  ارو مرو  چې دا ډول پيښې به يې ډېري جوړې کړې وي  چې نن يې ناست بوډا په سوچ کې اچولي  اوهغې ته ځېر دي. 

 سيند دزمان په څېر  د داسې ډېرو پيښو شاهد دی . خو هغه سيلانيان اوهغه لارويان  چې دهمدې سيند په سينه خوييږي  اويا دهغه په څنډو اوغاړو کښته ،  پورته درومي ،نه خبريږي . يادونه به دسيند دروانو اوبو په حافظه کې جمع شوي  اوراټول شوې او پراته وې اودېوې خزانې په څېر به خوندې وي . 

خو سيند  چې په يوه نفس اوپه يوه ساه په يو ډول سرعت لکه راگ او  نه خلاصيدونکي سندره ، له پيړيو را هيسې را روان دی دوريځو غرونه دهغه پر ټټر را سپاره شوي دي .دبارانونو ،بادونو اوسيليو څپويې  پر مخ څپيړې  وهلي دي .  همدا شان روان دی کله  چې  اوس هم دسهار دلمر وړانگې دغرونو په لوړو څوکو را دبره شي ،دروان سيند په هواره  اوپسته سينه خپلې وړانگې لکه ليواله  الوتونکي وغوړوي. داوبو سره انعکاس يې بيرته د دنگو غرونو سرته وخيږي  اوهلته دسيند دڅپو دارام  او چوپ اواز سره ، د دنگو غرونو په څوکو کې په نڅاه بوختې شې . 

دلته دطبعيت غيږي دسيند څپې  دسهارني لمر وړانگې  اودمازديگر لمر پريواته زيړ اودبوډۍ سره تنورونه  ټول اوټول خپله ژبه  اوخپل بيان لري . خو سپين ږيري  چې په راوروسته عمر دسيند دې غاړې ته را ځي  ،دلته  دخپلو فکرونو له پاره ټال اچوي  اوبيا په کې په شيبو شيبو زانگي .يا دخپل فکر اوانديښنو په څپو کې لکه لامبوزن  پورته کښته کيږي . 

ارومرو  چې بوډا اسلم خان  دڅوکاله دمخه دژمي دتوفانونو   اودخونړي سيلاب پيښه له ځانه سره اخلي .شيبه په شيبه ورياديږي  داسې لکه  چې سيلاب دهغه دذهن په قلمرو کې غورځنگ کوي او اسلم خان يې دخپل ذهن له ورشو او دانديښنو له شېلې له منځه حرکت کوي . 

 هغه چې دهمدې سيند په غاړه گام اخلي ، يو سيوري ورسره سم دم درومي ، دهغه شاته شاته کيږي ، پاپي سپی  هم  چې کله لکۍ خوځوي او کله هم سر راپورته کړي ورته گوري . مخ را واړوي  سيوري  يو دم تری تم شي ، خو په غوږونو کې  دسيوري نه گونگي خبرې  اوري ، خبرلوڅ نه ويني کله هم ځانته  په فکر کې شي  پوښتنه ورسره پيدا شي  له کومه ځايه او دچا له خوا ؟  اواز داسلم  دوجود له دننه اوريده شي . بيا يې خپل کوچني پاپي سپي ته فکر شي  چې يو قدم له هغه دمخه شي او کله هم وروسته ورپسې روان وي . 

اسلم  فکر کوي  چې يو داسې نا اشنا کس لکه دهغه سيوری دهغه شاته ولاړ دی. شيبه په شيبه يې په ذهن کې دخونړيو سيلابونو څپې غورځنگ وهي، په ياد ورځي . په فکر کي ېې ډوبوي ، وریادوي چې :« لا تنکی ځوان وو ، دژمي سختې ديخنې شپې وې  چې دسختو  ږليو ،بارانونو ،بادونو  اوتوفانونو وروسته دسيند پر ټټر يو خونړی سيلاب را دبره شو، داوبو  اودسيلابونو شور  او ځوږ که دسيلاب  له څپو اورېدل کيده  همداسې دجگو غرونو په څوکو کې هم تاويده . سيلاب نه يوازې دجگو غرونو  اوناوونو نيزه وړي ،شنگان  په خپله ځولۍ کې وړل ،بلکې داسلم  د بيوزلي کلي دخوارو جونگړو  اوکورونو دکوټو لرگي يې هم باد کړي وو پر سر يې د  دوگړو بړستني  د ماشومانو کالي هم روان وو، کلي يې له ېوې مخې دڅپو په ليچو کې په نڅاه را وستي وو. » 

اسلم همداسې ځېر وو . سيند هماغه شان  چې کلونه کلونه يې سيل  اونظاره کيده  روان و.سيند لکه دوخت اوزمان پير داسې و  چې پيښې ،رنځونه او ويرونه  يې خپلې حافظې ته سپارل . هغه حافظې ته  چې خپله يې د بيالوستلو متره نه درلوده بلکې ديوې پټې خزاني  په څېر يې دزمانو  په لرغوني موزيم کې ساتلي وو. 

نن بيا اسلم  د دې سيند غاړې ته را غلي  اوناست دی . دلمر وړانگو ته ځير دی .  چې څنگه دغره له سره دسيند پر ټټر دتناب په څېر را غځېدلي او جوړه شوې پړکا يې بيرته په فضا کې ناڅي . دسيند دڅپو ټوپونه  ويني  چې څرنگه  په يو تال اوسٌر گامونه اخلي . خو دهغو کورونو اوجونگړې  چې دسيلاب پر اثر تر سيني لاندې کړي ،پروا نه ساتي . 

 نن هم  چې داسلم جونگړه دهغه دخپل لوی اوگڼ کلي سره دسيند په ځولۍ کې پريوتلي بيخي يې نهيلي کړي دی  . يو درد   اويو وسواس  اود ناميندۍ ،ژوره څپه دهغه په تن اووجود خوره ده . 

 له ځانه سره فکر کوي :دا وار سيلاب نه يوازې کلی  اودکلي جونگړې ونړولې  بلکې دکلي پراخه   اوپلنه هديره ،ټول زاړه قبرونه  اوشناختي يې هم دسيند غيږي ته گوزار کړې . دمړو هډوکي هم دسيند څپو پر سر  له نيزه وړو  اوشنگانو سره يو ځای شول .دقبرونو پر سر جنډې هم دسيند پر ټټر  وليږديدلې . دې ټولې منظرې  داسلم په اکر  اوروان ژوره خپسه کښينوله . غږ غوږ يې له خولې نه ووت . لکه  چې خپله هم نور ژوندی نه وي ، ساه اونفس نه باسي . هيله ،تلوسه  ،اميد  اوهيڅ نه لري . نه يوازې دمستقبل نشتون بلکې له ماضي هم بې برخې شوی دی . 

دمخه به يې په ليري افق سترگې گنډلې ،دخپل مستقبل په وړاندې به يې رڼا اوروښنايي ليده اوفکر به يې کاوه . خو نن هغه ټول ورته په يو عبث  اونامينده کوونکي تورتم بدل شوی، دکلي دلاهو کيدو  اودسيلابونو د را اوښتو وروسته  اوس هغه ته دلمر وړانگې هم هغه شان خوند نه ورکوي  . دڅپو کښته پورته ټالۍ  هم بې مزې شوي دي . يوازې دخپل سيوري  ښکالو  او اوازونو ته غوږ دی  چې دهر څه نشتون  اود نفي خبرې  يې اوري .دسيند څپو ته ځيير دی . دلمر را پريوتې وړانگې څاري ،سترگي په ليري افق مښلوي ، اوسپين پاپې سپې هماغه شان دخپل خاوند سترگو   اومخ کاسې ته گوري . 

پای 

سپتمبر ۲۶ کال ۲۰۲۱ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب