Homeادبشعرغزل/ پروین ملال

غزل/ پروین ملال

تر ما مي ښکلی وه، لا ښکلی، تمنا ښکلي وه

یوازی زما پر نظر ګرد وو، خو دنیا ښکلي وه

یه : د سپوږمۍ دشپي سحره بیړه نه وه په کار

دستورو سترګې اودوړانګو یې ادا ښکلي وه

زه به دانه وایم چې څنګه ؟ تر دی ځایه راغلم

زه به دا ووایم، ځواني ښکلی، شرنګا ښکلي وه

ددوبی سیورې او دژمی ژړ زرین لمرونه

ددروازي دچاک بهر ، ټوله بېدیا ښکلی وه

(ملال ) ملال یادونه آس باندی سپاره راتلله)

دزړه دزخم و سپړولوته سو دا ښکلی وه

۲۰۱۷ – ۶ –  ۲۶
بر تانیه –  ویلز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...