رحیم هلال –
څه ناڅه پنځه کاله کېږي چې د هاشم ناصري له طنزونو سره پيژندګلو لرم، په دې دومره موده کې چې ما د ده طنزونه لوستي نو دا راته جوته شوې چې زموږ د ټولنې ناورينونه، بیسوادي، فکر، غربت، بې خونده او پيکه کلتور، بدې ورځې، لوړې ژورې، کمبودي او بد مرغۍ پکې په ګوته شوې دي.
د ناصري طنزونه لکه د نورو طنز لیکوالو؛ که څه هم په ښکاره، شوخې او خندا ده، خو دا خندا د شوخې لپاره نده بلکه دا خندا ترخه او له جديت څخه ډکه ده چې اورېدونکې او لوستونکې د يوې شیبې لپاره ګوته په غاښ ورته پاتې کېږ ي او هيښ کيږي خو مسائل د دوی پرېکړې ته پرېږدي چې په ښکاره ډیر ساده معلوميږي .
که څه هم د ناصري په طنزونوکې سړی ډير څه لیدلی شې هغه که لفظي دي او که معنوي خو زه غواړم د ده په طنزونو کې يوازې او يوازې د ماشومانو په محرومیتونو او احساساتو باندي لږ څه وګړېږم، دا چې زه ولي پکې يوازې د ماشومانو په محرومیتونو او احساساتو تم کېږم؛ علت به يې دا وي چې زه له دي موضوعاتو سره ډيره زیاته علاقه لرم او بله وجه به دا وي چې که چېرته يې د طنز په ټولو اړخونو خبري وشې خبره به ډېره راچې اوږده شوې وي.
مخکي له دي چې د ناصري په طنزونو کې د ماشومانو په احساساتو باندي خبري وکړم لازمه بولم چې دلته د ماشوم په احساس باندې لږ رڼا واچوو؛ د ماشوم احساس يانې څه ؟
کله به مو فکر کړی وي ؛ که په کور کې کوم څوک په يو چا باندې هسې هم لاس وچت کړي؛ خوا کې ناست ماشوم ژاړي او د هغه په ننګه را پاڅيږي، دا ژړا او پلوی د ماشوم احساس دی .
يو وخت مې د ارواپوهني له يوه استاد سره د ماشوم د روان او روزني په اړه د يوې مجلې لپاره مرکه کوله، زما اوله پوښتنه دا وه چې :
(څلور کلنه لیلا له خپلې مور سره د خاله کورته ځې، مور يې له ټاکلې مودې وروسته غواړې بیرته خپل کورته ستنه شې خو لیلا شله کېږي او په ډېر ټينګار سره وايې؛ زه مې د خاله له زوی خالد سره پاتې کيږم، مور ته يې څه کول په کار دې تر څو يې له ځان سره کورته بوزې؟)
پورته پوښتنه که څه هم هسې ډېره ساده ده خو استاد يې په اړه يو عالم خبري وکړي، مرکزي ټکی يې د لیلا د احساس درک کول او د هغې د احساس اړوند ورسره خبري کول وو تر څو راضې شې او خپل کور ته لاړه شې.
دا چې لیلا خپل کور ته نه ځې او له خالد سره د لوبو په بهانه پاتې کېږي دا د دې ( لیلا) احساس دی .
که د ماشوم د احساساتو په اړه فکر وشې او يا د ماشوم د احساس اړوند ورسره چلند ( احساس ته يې مثبت ځواب وويل شې) وشې نو دا په عین حال کې ماشوم ته په ځان له بسیا او ډاډ ورکولو ورها خوا هغه ته د مسئولیت د ورښودلو په مانا هم دی يانې په دې کار سره په ماشوم کې د مسئولیت د پيژندلو او سرته رسولو قوه پياوړې کېږي چې په دې توګه به ټولنې ته له هره پلوه يو روغ ماشوم وړاندې شوی وي
راځئ اوس د ناصري صيب هغه طنزونه را واخلو په کوم کې چې د ماشومانو احساسات را نغاړل شوې د هغوی بدو ورځو، بې وزلي، شاکه کارونو، غربت او در بدري ته په کې اشاره شوي
دکومو ماشومانو؟، زما؛ کله چې ماشوم وم، ستا کله چې ماشوم واست، د ناصري کله چې ماشوم وو، او د ټولو هغو ماشومانو چې په لیرو پرتو سيمو کې بې سرنوشته را لوېږي او د يوه نامالوم برخلیک په لوري مزل پيل کوي، په بد حالت کې قرار لري، احساس يې زخمې کېږي، وهل کيږي، تهديدېږي، تحقیريږي، بې سيواده را لويږي، په غلطو نومونو نومول کېږي
د هغو ماشومانو چې نالوستي ټولنې، جنګ جګړو غربت، د ژوند هرې بدې پدېدي او محرومیتونو يې په ژوند ژور اغېز شيندلي .
باالاخره د هغو ماشومانو چې بیسواده را لويږي پرديو هيوادونو ته په مسافرۍ ځې په کم عمر شاکه کارونه کوي په نانبايي ګانو ،هوټلونو او پردیو کارخانو کې يې ژوند تبا کېږي.
د داسې ماشومانو پړه يې په مور او پلار هم نه شو ور اچولی له بده مرغه زموږ ميندې او پلرونه هم د همداسې جوړو ( مور او پلار) زېږنده دي د هغوی ميندي او پلرونو هم د همداسې مور او پلار لرونکې وو .
د بیډيو د لګښت په نوم د هاشم ناصري يو طنز د داسې يوه ماشوم کیسه بیانوي چې کرۍ ورځ د جوماتونو او حجرو مخې ته په سپيرو خاور کې چاودې لاسونه او پښې ګرځي بیډۍ کوي، دا ماشوم دومره محروم دی چې آن د څلورو بیډيو د رانیولو پيسې هم نه لري ، مجبور دی چې د تر لاسه کولو لپاره يې د بل چا شپنې یا پودې توب وکړي ( د ګټونکې بیډۍ او مردکۍ وګرځوي او په بدل کې يې يوه يا دوه ده ته هم ورکړي ) دا ماشوم د دې لوبې داسې يو لالهانده لیونی دی چې آن دا شوق يې غلا ته مجبوروي هره شپه ناوخته د خپل پلار د واسکټ له جيبه يوه یا دوه روپۍ په پټه اخلې؛ راځئ د دې طنز يوه برخه راسره ولولئ:
(( بله شپه مې وويل ؛ یاره اوس خو به يې شک ختلی وي په لړزانده لاسونو مې واسکټ را واخیست او د باندې راووتم ډېري لیږي پيسې مې ترې واخستې خو کله چې بيرته کوټې ته راتلم وېره راسره پيدا شوه چې پلار مې ويښ نه وي هسې نه چې زه واسکټ ږدم او تر مړوند مې ونیسې.
دا مې ښه وګڼله چې اوس له واسکټ سره څملم يو څه وخت وروسته به را پورته شم او واسکټ به په خپل ځای کېږدم؛ راغلم له واسکټ سره پريوتم د وېري او خوښې له سوچونو سره خوب راباندې غلبه کړې وه او واسکټ په اوږو خوب وړی وم
سهار د کورنۍ د غړو په خندا له خوبه را ويښ شوم ټول مې سرته ولاړ وو او خندل يې هاهاهاهاهاه))
زما ماشومواله هم د دې ته ورته يو عالم خاطراتو ټولګه ده؛ ښه مې په یاد دي چې سهار په شپږ بجې به د جومات په ګرمه توخانه ( تبۍ) لکه پيری ناست وم انتظار به مې ویوست چې ملا صیب د جمي لمونځ وکړي او راشې د سنتو په ځای کې اوږده لکړه په لاس د جومات له سپيرو دريو( لمڅیو) دوړه پورته کړې او د لښتې په ښورولو يو، يو ماشوم د سبق تېرولو لپاره ور وغواړي.
چېرته چې ښوونه او روزنه په زور او جبر د لښتې او لکړې، په وهلو او ډبولوسره سرته رسېږي دا د ماشوم داحساس د زخمې کېدلو، پر ځان د باور کمولو، د جرات له لاسو ورکولو، وېرېدلو، تحديدکولو ……. په مانا ده.
کله چې کوم ماشوم تحديديږي، وهل کېږي محروم کيږي احساس يې ټپي کيږي بیا د سترګو په رپ کې د بې ځایه وخت تېرولو د کورنۍ، مور ، پلار او استاد له سترګو د نهام کېدلو پلمه لټوي.
اصلاً جومات ته زموږ وختي راتګ د درس ويلو سره د مينې پيلامه نه بلکې د بیډو د وخت د رالنډېدو پلمه وه چې د دې لوبي مینې مو دبغدادي سيپاري او پنج ګنج ټکې په ټکي یادولو باندي هم اغيز کړی وو چې د ملاصیب او کورنۍ له لوري راته يو دروند پيغور هم وو، هسې پيغور چې اوس مې هم په مغز کې غزوني کوي
ملا صیب به د لمر له راختو سره سم د سبق د پای دوعا لا نه وه ختمه کړې چې موږ به بیا د جومات د دالان مخې ته د بیډيو لوبه ګرمه کړې وه له ډېره یخه به مو ژامې کړپېدي او پوزه به مو په لستوڼي پاکوله؛ توره سوڼا به مو خته
په لیرو پرتو سیمو کې د ماشومانو لپاره د درس ويلو لازم او وړ پروګرامونه نشته، د عامه پوهاوي کچه په صفر کې ضرب ده د زیات شمېر ماشومانو ژوند همداسې تېريږي چې پای يې له زدکړو پاتې والی دی، داسې ماشوم چې کويټي کراچۍ او نورو ځايونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ نه شې نو څه به کوي؟ هلته نانبايې و نه کړې نو څه به کوي؟ په پردیو کارخانو کې شاکه کارونه ونه کړي نو څه به کوي؟ غلا او جرم ونه کړي نو څه به کوي؟
ښوونځي تش په نوم فعال دي، مسلکي استادان نه لري، بده يې لا دا چې له بده مرغه په ډېرو ځایونو کې خو لا هم مکتب لوستل کفر دی، مکتبي ته په بده سترګه کتل کېږي، کورسونه نشته د کار زمینه او وړ روزنیز چاپيريال هسې يو خوب دی .
په جوماتونو کې درس ويل سمبولیکه بڼه لري، په کومه ورځ به چې په کوم کلې کې مړی شوی وو او د ملا صیب به له سپينږيرو سره دعا( فاتحې) ته تللی وو په موږ به د اختر ورځ وه په دې توګه به د ملا د لښتې خاپونه زموږ په نازکو وجودونو نه وو پاتي
داسې هلکان هم راته ياد دي چې د ژمې په سر کې به يې د الف او با سيپاره شروع کړه د حمل په سر کې به سم د جوماتونو د درس ويل وخت ختم شو او سم به د دوی سپياره پای ته ورسېده، کال ژمې ته به يې بیا مخې ته نيولي وه سر به يې پرې ښورول.
په جوماتونو کې نه يوازې دا چې د ملا له لوري درس د يوه ښه پرواګرام او برنامي په مټ پر مخ نه وړل کېږي بلکه صرف د ژمي دری میاشتې تش په نوم ماشومان دوه وخت يا يو وخت جومات ته د نیم ساعت لپاره ورغوښتل کېږي .
سهار به بیا ميږي پيايم د ښاغلي ناصري د يو بل طنز سر لیک دی دا طنز يې هم د يوه بیوزله بیسواده او محروم ماشوم کیسه کوي.
ارواه پوهان وايې چاته چې په نه څه ژړا ورځې او ګیلې کوي پوه شئ چې له څه ځورېږي او په زړه کې يې دا سې يوه غوټه ده چې د ده روح او روان يې نارامه کړی
دا خبره ارواپوهانو کېدای شې په نورو ټولنو کې د لويانو په اړه کړې وي خو زموږپه ټولنه کې له لویانو سره سره ماشومان هم د بې شمېره روحې ناروغیو ښکار دي چې غټ لامل يې د دوی د احساساتو په وړاندي منفي او له ضديته ډک غبرګون دی
په دې طنز کې يو ماشوم د ميږو له پولو يا څرولو تر پوزي راغلی، سري ماښام لا څړ ځای، پټيو او صحرا ته د ميږو د ایستلو وېره ورسره وي، په چیغو چيغو ژاړي، په خپل کور کې يې احساس نه درک کيږي د میلمه په مخ کې په داسې فريادونو باندې خوله خلاصوي چې له میلمه هم لاره ورکوي
(( د خوني په کړکینه کې يو کتاب ايښې وو را پورته مې کړ ما لا د کتاب عنوانونه له سترګو نه وو تېر کړي چې بلال مې په چیغو او ژړا پام د ځان لور ته ور واړاوه، د کوټې په غولې تاوېده را تاوېده غبرګ لاسونه يې په زړه نیولې وو او له سترګو يې غټي غټي اوښکې راتويېدې، وار او پار مې خطا شو ما ويل خدای مه کړه په نس کې يې کومه پرزه نه وي خلاصه شوې او دا فکر راسره پیدا شو چې که خدای مه کړه د پلار له راتګ مخکې يې مړ شو مړی به يې راباندې تاوان شې
زما په خوله کې لاړي وچې شوې، لاسونه او پښې مې په رېږدېدو شوې د سترګو له کونجونو يې څارم په همدې وخت کې يې پلار ور را خلاص کړ چې په زوی يې سترګې ولګېدي پوښتنه يې ترې وکړه :
ولې ؟ ولې ؟ زویه څه در باندې وشول؟ ولي ژاړې؟
زوی يې په مځکه تاو راتاو شو او له اوښکو ډکې سترګې يې ور پورته کړې
په کږه خوله يې په ژړا کې ورته وويل:
(( سهار به بیا ميږي پيايم …………..))
زه چې ماشوم وم هم له ورته برخلیک سره مخ وم، ميږې مې بدې ایسېدي، يو وخت دنفس تنګي ناروغي راته پيدا شوه ډاکټر مې پلار ته وويل چې زوی دې باید د ميږو تر شا ولاړ نه شې ځکه ګرد او غبار يې په ناروغۍ کې نور شدت هم پیدا کوي خو دریغه چې بیا هم ترې خلاص نشوم
يو وخت مې له دې کاره د خلاصون عجبه چاره اختیار کړه هره ورځ به مې چې ميږي کورته راوستې یوه نه یوه به مې پکې ګوډه يا ړنده کړي وه، په پسونو که هر څومره عذاب او زحمت تېرېده زما يې بلا ورپسې خو چې له پوولو يې خلاص شم، پلار مې مجبور شو مزدور يې ورته ونیو او زه غوړي څڼي ورته ګرځېدم.
( موږ ولي هغه وختونه چې باید پکې زده کړه وکړو لوبې وکړو ولي د ميږو په څرولو، ځوځ وهلو او خاوري راوړلو تېرشي)
زموږ ماشومان له بده مرغه په یوه داسې ټولنه کې رالويږي چې په مجلس کې د خبرو کولو هیڅ موقع نه ورکوله کيږي ، دا موقع نه ورکول او په کورکې له ماشوم سره مشوره نه کول د خبرو اجازه نه ورکول ټول هغه فکتورونه دي چې ماشومان مو بې جرآته را لويږي چې بیا آن د دريو کسانو په مخ کې هم خپل نظر نه شې وړاندي کولی، اجازه راکړئ چې په اړه د خپل ماشوموالي يوه خپله تجربه درسره شریکه کړم
يو وخت د ازادۍ په مناسبت د جوړې شوې غونډي د ویاندويې چارې راته وسپارلې شوې غونډه لا پيل شوې نه وه چې په ما نرئ خوله راغله ژبه مې تلولئ شوه اندامونه مې ريږد واخستل، لنډه دا چې وياندويې له ما پاته شوه او بل چا پر مخ يو وړه، ما داستونزه د ملګرو په منځ او په ټولګې کې هم لرله، تل به مې دې ستونزې ته زړه خوړ تر څوسیکالوجیسټ ډاکتر ته ولاړم، ډاکټر په ګوته کړه چې ستا په شان ماشومانو ته په وړکوالي په ټولنه او کورنۍ کې د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړل شوې تحديد شوی دي ………………………..
دا خبره د هاشم ناصري د آذان په نوم له یوه طنزه را په یاد شوه
په دې طنز کې يو ماشوم د ازان کولو لپاره په دوه ولاړ دی هر وخت چې د ازان وخت کېږي دی يې په زړه کې ورته کرې ريبي، د ازان کولو په سر يې له يوه ملګري سره په زړه کې کینه پیدا کېږي د دوی دواړو تر منځ يو بل کس چې د کلي د جومات د ملا زوی دی هم را پیدا کيږي
په دوی دریو واړو باندي چې په کلې کې دومره محدوديتونه لګول کېږي چې په ژوند کې يې د ازان کول يو ستر ارمان وي ، کله چې چاته دازان کولواجازه نه ورکوله کېږي نو مالومه ده چې په مجلس کې هم خبره نه شې کولی ، خبرې ته يې څوک غوږ نه ږدي کله چې په مجلس کې کومه خبر کوي د بې شرمه بې ادبه او داسې نورو نومونو باندي نومول کيږي
طنز په ډېري تلوسې سره بالاخره د دوو هلکانو له لوري د جومات په لیخکي ( کلوشو په ځای) کې په تپه تیاره کې د ملا صیب په وهلو پای ته رسېږي
پورته څرګندوني موشت نمونه يې خروار وګڼۍ، دوهم ځل ښار ته تګ، سوالګر ماشومان، د هيندواڼو غلا، د دروغوزیری،د خره ملامتیا د ناصر ي د هغو طنزونو نومونه دي چې دې ته ورته بلا نورې کیسې پکې پرتې دي هرطنز يې د يوه ماشوم د محرومیت، ناچارۍ او ټپي احساس کیسه بیانوي
هره طنز يې نوې موضوع لري ژبه يې روانه او منظرې يې محسوسې دي، هغه وخت يې خوند يو په دوه شې چې له ده ( ناصري) څخه يې پخپله له تمثیل سره اورئ، خو غوړې به هغه وخت لا غوړي وای چې په لیکنه کې تمثیل هم ځايېدای، په دې هنر به يې بیا بل وخت غږيږو د اوس لپاره تر بیا
يا هووووووووووووووو