(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)
لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک
(۲۰)
د اکتوبراوله مي پرکورله مېلمنوځوانانوسره تېره کړه. پر دوهمه ئې چي دجمعې ورځ وه، ارغنداو ته ولاړم اوټوله ورځ مي دارغنداو له ښې هوا څخه خوندواخیست. انارپه پېخر وه او ویل کېدل چي سږکال د انارو حاصلات په استثنایي توگه زیات دي.
داکتوبرپردریمه ښارته ووتلم اوچارسوته ولاړم. چارسوته نزدي دحاجي نظرجان سرای څنگ ته یوبل تجارتي مارکېټ جوړسوی دئ چي “احمدي مارکېټ” نومېږي. په دغه مارکېټ کي زمادزلمیتوب داشنا صالح جان دوکان کوي. له ده سره مي ښه ډېره دمه وکړه او دزلمیتوب په یادموښه خوږمجلس وکړ. ورپسې زما دیوبل آشنا حاجي عبدالقدیرخان تجارتخانې ته ورغلم. دده کوټه [1]دهمدغه سرای په دوهم پوړکي شمالي خواته واقع وه. حاجي عبدالقدیرخان دمرحوم حاجي غلام قادرخان هوتک زوی او داجي عبدالمجیدخان لمسی دئ. حاجي غلام قادرخان دکندهاریومعمرمشر، سوداگر او یوې هستمني کورنۍ ته منسوب وو. خوراډېرباغونه، مځکي او جایدادونه ئې لرل. زما مرحوم پلاراو حاجي غلام قادرخان یووخت په تجارت کي شریکان ول او داحمدعلي اخندزاده په سرای کي ئې تجارتخانه درلوده.حاجي صاحب زموږ دلویي کورنۍ سره تردغه تجارتي شراکت پخواهم مناسبات درلودل. زماله نیکه مولوي صالح محمدهوتک سره ئې هر وخت کورنی تگ راتگ درلود. دحاجي غلام قادرخان پلرنی کور د ساگزوپه کوڅه کي وو. دې کوردقاضي غلام کوڅې ته هم لار درلوده. خوحاجي صاحب دداودخان په جمهوریت کي دډنډ په عباس آباد کي لوی کورودان کړ او کورنۍ ئې اوس هم په هماغه کورکي اوسي.
حاجي عبدالقدیرخان ترماڅوکاله مشر دئ. زماسره ئې دیوه صمیمي دوست او اشنا په شان چلند وکړ او دمشرانویادئې تازه کړ. زموږ ددغي کتني په جریان کي زمایوبل اشنااستادعبدالله خان هم تجارتخانې ته راغی. استادعبدالله خان دکابل پوهنتون له فارغینوڅخه وو او څولسیزي ئې دکندهارپه عالي دارالمعلمین کي دتاریخ داستادپه توگه وظیفه سرته رسولې ده.
ماچي دخپل سفرپه دوران کي دهري طبقې له خلکوسره کتلي دي، ټول له اقتصادي حالت ناراضه ښکارېدل. دتېروڅورلسوکلونوپه جریان کي پرخلکوباندي دهرچاله خپل وقف سره سم دپیسو منابع ترپخوا زیات راخلاص سوي ول او خلکودخپل ژوندسطحه ځانوته لوړه ټاکلې وه. اوس دهغې سطحي غوښتني په دغه مخ پر ورانېدواقتصاد سره پوره کولای نسي. ماته راتلونکې روښانه ښکاره نه سوه. خدای دي خیر پېښوي.
داکتوبرپرڅلرمه گران اسدالله ارماني څوکتابه ( اسرارالعارفین، بهار جانان، دیوان تیمورشاه … اونور) راته راوړل. گران بشارت هم کورته راغی. څه پوښتني ئې درلودې چي جوابونه مې ورته وویل. د بشارت محترم پلار (محمدموسی توخی)زما دپخوااشنا دئ. اوس ناروغه دئ. ماورسره وعده وکړه چي لیدلوته به ئې ورځم، خوله بده مرغه مي خپله دغه وعده پوره نکړای سوه چي له دې بابته ځان مقصِّر بولم او کاناډا ته مي له ځان سره ددغه پخواني اشنادنه لیدوپور راووړ.
دهمدې ورځي په ماځیگرادبي غونډي ته ورغلم. غونډه دپخواپه شان داطلاعاتو اوکلتورریاست په انگړکي جوړه سوې وه. په غونډه کي د طلوع افغان اوکندهارمجلې پرځنډ اوبندښت خبري وسوې. مسئول تن ئې اقتصادي ستونزي اونورمشکلات بیان کړل اوزیاته ئې کړه چي وزارت ورته داپلمه راوړي چي نورولایتونه په همدغه منظورسوې بودجه خپلي ورځپاڼي چلولای سي او کندهارئې ولي نسي چلولای؟ ما چي ددغي پوښتني جواب له مسئول تن څخه وپوښت، راته وېویل چي نوروولایتوخپلي ورځپاڼي پنځلس ورځنۍ کړي دي او مجلې زیاتره نه لري. ماددې موضوع دحل له پاره ورته وویل چي دمجلې حجم یوڅه کوچنی کړئ، کاغذئې ارزان بیه ورته وټاکئ اودنوروسپماوو له لاري په همدغومنظورسووپیسوگوزاره وکړئ، خومطلق بندېدل او ځنډئې ډېرناسم کاردئ. په غونډه حاجي ظاهرجان څرک دملي سوداگرو د مرستي له بابته اطمنان څرگندکړ اوزیاته ئې کړه چي دی به له سوداگرو سره دامسئله طرحه کړي. حاجي ظاهرجان څرک پخپله هم هروخت د کندهارله مطبوعاتوسره له خپله جېبه نغدي مرستي کړي دي. ددغه راز
فرهنگ دوستو سوداگرو غم دي خدای نه راویني.
په غونډه کي زه په یوه بل تریخ واقعیت هم خبرسوم اوهغه داچي د کندهارشخصي مطبعې په پنجاپیوکارگرانو چلېږي. کله چي هغوی په اخترونواونورورخصتیوکي خپلوکوروته ولاړسي،دمطبعوکار په ټپه پارچاوسي. نه پوهېږم چي دشخصي مطبعوڅښتنان ولي افغاني کارگر نه روزي؟
[1] په کندهارکي سوداگر (تجارتخانې) ته (کوټه) وایي.
pa watan ki sa rawan di aw da sodar pa koma rawan dai…!