ادبيات په ټوله کې ژبني هنر ته ویل کېږي. د ادبیاتو دنده د واقعیتونو انځورول او د حقایقو څرګندول دي. په ادب کې موږ د بیاجوړونې له کلمې سره مخ کېږو چې په دري کې یې باز آفریني بولي. بیاجوړونه یا باز آفریني یعنې د یوې پېښېشوې کیسې یا خبرې پېښول. موخه د پېښې تکرار نه دی، بلکې د هغې پېښې وړاندې کول او انځورونه ده، البته په داسې الفاظو چې لوستونکی یا اورېدونکی عملاً صحنې ته بوځي او پېښه پخپلو سترګو پرې وویني.
ادب تر ډېره هڅه کوي چې واقعیتونه په مستقمه او وچه ژبه انځور نه کړي، بلکې د ادب لیکوال به له پېښې خپله انطباع یا اخذ په خوږه او عاطفي ژبه لیکي؛ تر لیکنيهنر هاخوا د معلوم او موخن پیغام لېږد ته هم پام کوي. د ادبي اثر یوه ځانګړنه د تخیل ملتیا ده. څومره چې د ادب لیکوال د واقعیت وړاندې کولو هڅه کوي، هومره به د تخیل نړۍ ته هم سر ور وړاندې کوي، څو لیکنه یې د پيغام رسولو ترڅنګ ذوقونه هم خړوب کړي او د انساني عواطفو تنده هم پرې ماته شي.
د ښاغلي عصمت الله صالح (چغن) مې ولوست. د چغن هره کیسه زموږ تر غوږونو هغه خاموش فریادونه رارسوي چې د ټولنې د ناوړو پېښو د تورو تیارو په منځ کې غلي شوي دي. د چغن واقعیتونه په داسې ژبه انځور شوي چې که وغواړئ یا نه، خو لاسنیولي مو د پېښې ځای ته بیایي او عملاً یې درباندې ګوري. هره خندا درباندې احساسوي او هره اوښکه درباندې څکي.
له “کاغذه” در واخلئ تر “پایرَوکه” هره کیسه مو یې یو ځل پر سترګو د اوښکو ډنډ جوړوي، لا مو اوښکه نه وي تویې چې خندا ورسره مله شي.
د صالح صاحب دغه کتاب که څه هم په داستاني نثر کې د ده لومړی اثر دی، خو داسې انځورونه یې کښلي ته وا چې په دې برخه کې ښه تجربهلرونکی لیکوال دی. متحرک تصویر یا ژوندی انځور د چغن تر ټولو ښه ځانګړنه ده، ځکه وچه کیسه او مړ تصویر نه خوند لري او نه رنګ، مازې لکه یو قدیمي روایت چې له یوه کسه بل ته لېږدول کېږي. د لنډې کیسې او تخلیقي آثارو او پنځونو غوره ځانګړنه د تخیل ملتیا او ژوندۍ انځورونه ده. په سترګو لیدلی واقعیت تر نالیدلې پېښې ژر په مغزو کې ثبتېږي او د هېرېدو امکان یې هم لږ وي. نو زه وایم که چېرې زه چغن بیا ونه لولم هم، خو کیسې مې یې نه هېرېږي.
چغن مو له کلي لاسنیولي تر ښاره راولي، هلته د کلي سپېره ډاګونه، تور لوګي، تنور او… درباندې ګوري، دلته بیا د کتنځي سېمنټي زینې، صافه هوا، پسرلنۍ وږمې، د بروکسل د سړکونو بیروبار او….
د چغن کیسې مازې روایتونه نه دي، بلکې زموږ د ټولنې د درېدلو زړونو هغه چغې دي چې اورېدو ته یې داسې خلکو ته اړتیا ده چې احساسات یې لا نه وي مړه او د عاطفې په نامه یو څه وپېژني، څو د دغو ناوړو او دردوونکو پېښو د تکرارېدو مخه ونیسي.