تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) نن (پنجشنبه) چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو د پیل ورځ اعلان کړې وه، د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د افغانانو د موندلو لپاره د پولیسو پراخ عملیات پیل شول.
له دې سره په یو وخت نن سهار تورخم ته لسګونه زره افغان کډوال لاړل چې افغانستان ته راواوړي.
د شاهدانو په وینا شاوخوا ۳۰ زره تنه تورخم ته په غځېدله لار کې انتظار ولاړ وو. د دوی د انتظار کتار لږترلږه ۷ کیلومتره اوږد و.
شاهدانو ویل، په تورخم کې پاکستاني مامورینو د هر ګډوال اسناد کتل او زیات وخت یې پرې لګاوه له همدې کبله د خلکو انتظار اوږد شو او ممکن ډېر کسان شپه په تورخم کې واړوي.
اکثره افغان کډوال د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ډاره د پېښور لور ته بېرته تللی هم نه شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې شاوخوا یولکو ۷۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هیواد ته بېرته تللي دي.
تر ټولو ډېر افغان کډوال د تورخم له لارې خپل هیواد ته راګرځېدلي دي.
راستنېدونکي کډوال وايي چې دوکانونه او نوره شتمني یې پرېښې ده ځکه چې دوی ته یې وخت نه دی ورکړی. دوی دغه راز وايي چې په لاره پولیسو او پاکستاني پوځیانو ځورولي او پیسې یې ورڅخه اخیستي دي.
ځینې راستانه شوي کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو او پوځیانو وهلي -ټکولي هم دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې ویدیوګانې خپرې شوي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند ښيي.
خو د پاکستان حکومت نن په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې دا ډول ویدیوګانې د پاکستان دښمنانو په جعلي ډول جوړې کړي دي.
له بلې خوا پاکستاني چارواکي وايي چې په بیلابیلو ښارونو کې یې سلګونه بې اسناده کډوال نیولي او د کډوالو د بېرته استولو مرکزونو ته یې استولي دي.
د پاکستان حکومت په څلور واړو صوبو کې د کډوالو د تمرکز یا رایوځای کولو مرکزونه جوړ کړي دي.
په همدې حال کې جرمني له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښکاره کړه.
د (ډي پي اې) خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هیواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي.
ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه جرمني ته بیول شي.
پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه باسي چې له دغه هیواده جرمني ته د تلو انتظار باسي.
پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.
د یو بل خبر پر اساس، پاکستان پرون وویل، له دغه هیواده د هغو افغانانو لیست چې امریکا یې خپل هیواد ته بیايي، نیمګړی دی.
د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي وویل، چې دوی هڅه کوي چې ۲۵ زره هغه افغانان چې په شرایطو برابر دي، له پاکستان څخه امریکا ته بوځي.
پرون درو پاکستاني چارواکو تایید کړه چې اسلام اباد د دې ډول افغانانو لیست ترلاسه کړی، خو ویې ویل چې دا لیست نیمګړی دی او معلومات یې بشپړ نه دي.
ویل کیږی چي وزیر خارجه لا تر اوسه خبر ندی چي په افغان مهاجرینو څه تیریږی ،ورنه سفر یی لډولو؟ یا خبر وو ، ځکه یی ځان ورک کړی دی او دا د پنځوس ډالری ناموس خرڅوونکو پنجابی حکامو ؛دامریکایی سناتور په حواله، اصلی څیره بربڼډه او د رذایلو طوفان یی پر مظلوم بی دفاع افغانانو په ټولی پستۍ او دون همتی او په کمال د نامردی سره روان کړی چي له عقل او انسانیت نه تش او له درندګی او وحشت نه ډک او د کاکړ ډاکو حکومت تمثیلوی چي د انسانیت لپاره کګړ شرم بلل کیږی.