شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د افغان کډوالو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو...

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو غوښتنه

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) له افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند په دوام، امریکا متحدو ایالتونو یو ځل بیا له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغان کډوالو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبري غونډه کې، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې هغو کډوالو ته خپلې خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د نړۍوال ملاتړ په لټه دي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل:: «موږ له خپلو ټولو شریکانو سره یو ځای، د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اړوند خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او د کډوالو د بېرته نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي. موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو غواړو چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړي چې د دوی خاورې ته ننوځي، کوم چې د نړۍوال ملاتړ په لټه دي او هغوی ته د بشري مرستو د رسولو په لړ کې له نړۍوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه په پرله پسې ډول افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند د دوام خبرونه ورکړل شوي.

تازه راپورونه ښيي، چې دغه هېواد زرګونه افغان کډوال نن بندیان کړي او ځینې یې بیرته په پیسو خوشې کړي.

په شکایت کوونکو کې هغه کډوال هم شامل دي، چې وایي د متحدو ایالتونو د پنا غوښتنې قضیې او هغه اسناد هم لري، چې امریکا ورکړي او ډاډ یې ورکړی چې پاکستان به مزاحمت نه ورته کوي.

پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.

د یو بل خبر پر اساس، پاکستان پرون وویل، له دغه هیواده د هغو افغانانو لیست چې امریکا یې خپل هیواد ته بیايي، نیمګړی دی.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي وویل، چې دوی هڅه کوي چې ۲۵ زره هغه افغانان چې په شرایطو برابر دي، له پاکستان څخه امریکا ته بوځي.

پرون درو پاکستاني چارواکو تایید کړه چې اسلام اباد د دې ډول افغانانو لیست ترلاسه کړی، خو ویې ویل چې دا لیست نیمګړی دی او معلومات یې بشپړ نه دي.

2 COMMENTS

  1. دغه ټولې بدبختۍ د لعنتي یهودي د بشریت او انسانیت دښمنې امریکې د لاسه. دغه لعنتي حرامي یرغلګر وه سي افغانستان یې خپل غلام پنجابي ته تسلیم کړ. د لعنتي امریکې په خبرو به یوازي جاهلان او یا غلامان باور کوي.خبیث طالب د امریکې غلام سي د زکات په پیسو یې واخیستل هیڅ د افغان وینه نه لري وینه یې د خنزیر ده 😡🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب