شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی افغان دیپلوماتانو ته؛ نړۍ له افغان کډوالو سره د پاکستان...

عباس ستانکزی افغان دیپلوماتانو ته؛ نړۍ له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند خبر کړئ

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو له یو شمېر استازو سره د انلاین غونډې پر مهال له هغوی غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له کوربه هېوادونو سره شریک کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یاد شوی وضعیت دې د کوریه هېوادونو تر څنګ بشري سازمانونو سره شریک کړل شي.

معلومه نه ده، چې په دغه انلاین ناسته کې د افغانستان د سیاسي او دیپلوماتیکو نمایندګیو څومره استازو ګډون درلود؟

طالبان وایي چې په ۱۷ هېوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ ورسره تعامل لري.

دا ناسته تر هغې وروسته شوې، چې له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو له په زوره ویستو او ورسره د ناوړه چلند پر وړاندې د طالبانو دیپلوماتیکه دستګاه په بې غورۍ او خاموشۍ تورنه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه په پرله پسې ډول افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند د دوام خبرونه ورکړل شوي.

تازه راپورونه ښيي، چې دغه هېواد زرګونه افغان کډوال نن بندیان کړي او ځینې یې بیرته په پیسو خوشې کړي.

په شکایت کوونکو کې هغه کډوال هم شامل دي، چې وایي د متحدو ایالتونو د پنا غوښتنې قضیې او هغه اسناد هم لري، چې امریکا ورکړي او ډاډ یې ورکړی چې پاکستان به مزاحمت نه ورته کوي.

پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.

7 COMMENTS

  1. ګرانه ټوله نړي پرې خبره ده یوازې ته او تاته ورته کسان پرې خبر نه دي. نړۍ به تاته ووایي چې اوس حکومت ستاسو یعنې طالبانو په لاس کې دی او باید خپلو وطنوالو ته د بیرته ستنیدو زمینه هواره کړی. پردی کټ تر نیمه شپه وي تر خو به افغانان ډی په ډی په ګاونډ ملکونو کې بې سرنوشت ژوند کوي. اوس ته حکومت یې لکه د نړۍ نورو حکومتونو په خير خپل هیوادوالو د ژوند، کار او تعلیم زمینه نه یوازې ستاتو دند بلکې ایمان او وجداني مسولیت ده ترځو به خپله پړه پر نورو اچوو.

  2. عباس ستانکزيه،
    رب دې په دنيا وآخرت دواړو ذليل او خوار کړه چې تا په هند کې د هېواد په پانګه نظامي زده کړې وکړې او له فراغت سره سم CIA واخېستې او آی آیس آی ته يې پاکستان ته وسپارلې. که تا د پاکستان د ګټو لپاره دا شل کاله جنګ نه وای کړی، نو پاکستان به ولې ستاسې د بې ايمانۍ او بېغيرتۍ له امله پر افغانانو کوتک نه راپورته کولی او دغه ډول لوبې به يې ورسره نه کولې. اوس دې چې غول کړي او خپل غول پاکولی نه شئ، نو دا اپلتې به دې څه ګټه وکړي.
    تاسې چې پخپل سفير مولوي عبدالسلام ضعيف ننګه ونه کړه، نو ستاسې او زموږ د جهاديانو له لاسه به له دې غيرتي ولس سره دا لوبې نه کېدای.
    نه له خپل ولس سره سازش کولی شئ او نه له نړۍ سره، نو اخر تاسې څه کوئ؟
    ملا حسن اخوند مو په ارګ ننوتی او بيا چا ليدلی نه دی.
    هغه بل شيګڼی مو ژوندی ژړنده په کندهار کې ورک دی. دا د څه شي اميرالمؤمنيڼ دی.
    د هغه نهی عن المنکر وزير مو د لاهور د هيرا منډي ته ولېږېئ چې هلته خلک له فحشا راوګرځوي.
    ملا نديم مو هغه شی دی چې اوبه کښته ځي او دی يې پورته خېژوي.

  3. ای افغانانو د پنجابی پاکستان د افغان مهاجرینو له پاکستانه څخه د شړلو شعار لاندی پنجابیان افغانستان ته انتقالوی او پدی برخه کښی شیطان انګلیس او غلیسه امریکا کاملآ باخبره دی او د پنجابی پاکستان له خوا د غلیسی امریکا ډالرو باندی تربیه شوی قدیانی غلام طالبان ددی ملی خیانت او د افغانستان استقلال له مینځه وړلو لپاره تربیه شویدی او په هدایت تښتیدلی غلامان د قدیانیو تربیه شوو قدیانی طالبانو څخه هیڅ توپیر نلری او دداسی ملی خائنینو لپاره داسی زمینه غلامو کمونیستانو د ملی خائین محمد داؤد تر مشری لاندی کمونیستی کودتا برابره کړیدی او ډیر افسوس دی چی دا کمونیستی خائینین د افغان جرمن او اریانا افغانستان کښی د سره (سورخ ) محمد داؤد صفتونو سره کمونیستی کودتا ژوندی وساتل شی !!!!
    تر څو چی دا مضر مکروبونه خنثی نشی افغان ملت ارامی نشی لیدلۍ !!!!!!
    د قدیانی عباسک ډورامائی حرکتونو باندی که افغانان باور وکړی نو دا به د افغان ملت سره ستر خیانت وی !!!!!

  4. online, with line and without line
    دبحث دېپلوماتیک اړخ
    زه حیران دې ته یم چې دوم اسرایئل نړیوال څنګه نه پېژنی هغه اسرايئل چې افغانانانو تل په اوږو کینولی او دټولو سازمانو پیسې یې په څلورو لسیزو کې نوش جان کړی د UNHCR غل یی دکډوالو دسرپرست وزیر په توګه راواستاوه نو له بده مرغه دااا سیاسی معین خبره اولید لوری سیاسی علوم ، دتکنالوژی چټکتیا، معلوماتی رسنی او دپوهې حوزه لیمیت کوی اوبوښتنې لاندې یې راولی. پښتو کې متل دی وایی چې له ژرندې زه راغم خو دمز د پوښتنه ته کوی.په اسلامی لحاظ هرڅه اصول، اخلاق اودسپلین لری. هیله کوم ملی او اسلامی ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړل شی.

  5. په ټول افغانستان کي دپاکستان ضد مظاهري او ميټينگونه را وباسۍ،ټولو تلويزيونو،راديگانو ،اخبارونو ته هدايت ورکړۍ سي دپاکستان دا وحشيانه اعمال دافغانستان او دجهان خلگو ته ښکاره بيان او نشر کړي ، دا ويده او گونکيان رهبران راوباسۍ سي داخبارو تلويزيونو او راديوگانو کي دپاکستان جنايت بيان کړى په لکهاوو افغانۍ د دي غريب ملت هره مياشت معاش اخلي دڅه لپاره ؟خو دمدي ورځي په خاطر! …او داسي نور

  6. دا ټول ستاسو بی غیرته طالبانو په همکاری کیږی ټوله نړی پوهیږی چی تاسو د ای اس ای نوکران او کارمندان یې نو نړی به دپاکستان پخاطر چا ته ګیله وکړی او د افغان ملت ستونځی ورسره شریکی کړی تاسو کومه خبره د نړی سره په اسلامی اصولو منلی ده چی نړی له تاسو سره ومنی تاسو یو خینزیر چی هغه ته شپه او ورځ یوه ده په غار کی پټ هیبت خلکو ته نه ښکاره کوی همدا لکه لمر روښانه ده چی تاسی پاکستانی کوډاګیان یاست

  7. محترمو مبصرو وروڼو او لر او بر افغانانو
    السلام علیکم و رحمت الله .
    الله رب العزت مو روغ او یو موټی لره .
    دپنجابی اداری ظلم ، جنایات او شر اچونه تر اسرائیلی اداری د فلسطین په وړاندی ډیر ارذلیت لری ؛
    هلته غصب ، وژنی او ظلمونه روان وو خو کله چي د پاکو شهیدانو اولادونو صف مرصوص جوړ کړ
    انتقامی تاریخی مردانه حمله یی وکړه ،همدا وو چي الله ج بٙرَي ور په برخه کړ؛ دلته خو د نیمی پیړۍ
    غصب ، جنایاتو ، وژنو او بی شرمانه لاس وهنو او رذالت په بدل کی حمله څه چي یوه حسابی خبره
    هم چا نده کړی مفسد حکام هم بیعزته کیږی او هم مڼنه کوی دغیرت او عزت پر خلاف ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب