موږ هر حرکت باید د افغانستان د گټو په چوکات کې وارزوو، نه د کوچنیو گټو له زاویو څخه.
زه پر هغه بد چلند او غیر انساني سلوک، ځورولو، رشوت اخستلو او بې عزتيو باندې، چې د پاکستان پوځي ادارې یې له افغان مهاجرو سره کوي، او جبرآ یې افغانستان ته واپس کوي، نه غواړم تبصره وکړم.
متل دی، چې وایي “چیزی که عیان است چه حاجت به بیان است“.
زه په دې حرکت کې هم د مهاجرو او هم د افغانستان خیر او صلاح وینم او په نیک فال يې نیسم.
د لویو مهاجرو ډلو د اجباري شړلو لپاره که څه هم ااا یو لړ تدابیر نیول شوي، خو که د ملي اقداماتو په چوکات کې دغه پروسې ته وکتل شي او په معقول شکل هغوی په خپل وطن کې ځای پر ځای شي، څو گټې لري.
١ – هغوي نور له ښاري ژونده سره بلديت لري.
٢- په تجارت او راکړو او ورکړو باندې، چې د یو ملک د ملي اقتصادې د ماشین یوه مهمه برخه جوړوي، ښه پوهیږي او دا ماشین ښه چلولی او په پښو درولای شي. دا ځکه چې هغوی په دې برخه کې لازمې عملي تجربې او مهارتونه تر لاسه کړې دي.
٣- له نورو سره په سوله یز گډ ژوند عادت شوي دي.
٤- کوم حالت چې هغوی زغملی دی، د وطن دوستۍ له مينې او ایمان سره به په شوق او قوت سره د خپل وطن په ابادلو او رغولو کې برخه واخلي.
٥- اکثریت یې د تعلیم او معارف په اهمیت هم ښه پوهیږي او د ښه او نوی ژوند په فکر سمبال شوي راځي.
بنآ، د هغوی راتگ د افغانستان پر استحکام، د ملي وحدت پر استحکام،، اقتصاد، ثبات او امنیت او یو قوي افغانستان باندې خپل لازم مثبت تاثیرات لرلای شي.
زه د هغوی راستنیدو ته په همدې باور او هیله گورم.
دا ځکه، چې دغه افغان مهاجر، چې پاکستان ته یې د تگ په منشا کې هم د پاکستان واکمنان ؤ او هلته ساتلو او ناوړې گټې ترې اخیستلې (د خپل هیواد پرضد)، او اوس دساړه موسم په درشل کې دلوټلو او شړلو عامل بیا هم پاکستاني ادارې دي.
له بده مرغه او د افسوس خبره خو دا ده، چې دپاکستاني واکدارانو ددغه تریخ اوسپک چلند په وړاندې نه افغان «سیاسیونو »کوم متحد دریځ لري او نه هم دپښتنو ملي او مذهبي گوندونه کوم متحد او جدی دریځ او یو مناسب او قوي عکس العمل لري.
هو ـ که موږ ښه قیادت او قوی اداره ولرو ، کار اهل ته یی وسپارو ،او د ملایی تر څنګ دوه سوه نورو
رشتو په ارزښت او رول یی په انسانی ژوند کی پوه شوو ، د انحصار جاهلی فرش ورټول کړو ، اخوت
او ورورولی باندی د انډیوالی پر ځای ایمان او عمل ولرو ، د ملت د قوت عوامل حمایه او رشد ورکړو،
د حذف او انحصار پر ځای عدالت ،دعوت و اصلاح او په ټوله کی د ملت جوړونی ظرفیت پیدا کړو ؛
نو بیا درونی استحکام او قوت ته لار ایستی شو او هره ورځ به پرمختګ وی او کامیابی ان شاء الله تعالی .