شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي

افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي

تاند (جمعه، د عقرب ۱۲ مه) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هالنډ سره لوبه کوي. 

دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه بجه پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی جاناټان ټروټ وایي، ټیم یې د هالنډ په وړاندې لوبې ته ښه تیاری نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ښه پایله به ترلاسه کړي.

هغه پرون پنجشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که غواړو نیمه پایلوبې ته لار ومومو باید ښه کرکټ وکړو او د دې به ښه چانس ولرو چې دغه هدف ترلاسه کړو.

افغانستان تراوسه په دې جام کې شپږلوبې کړي چې درې یې بایللي او درې یې ګټلي دي.

افغانستان له پاکستان، انګلستان او سریلانکا لوبې ګټلي خو پر هند، بنګله دېش او نیوزیلنډ یې بایللي. 

پرون پنجشنبې کوربه هیواد له سریلانکا په ډیرتوپیرلوبه وګټله.

هند د سریلانکا لپاره د ۳۵۸ منډو هدف ټاکلی و خو سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په شلم اورکې یوازې ۵۵ منډې وکړې.

 د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.

افغانستان تر دې مخکې د یاد شوي نړیوال جام پر مهال انګلستان او پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړې وې، چې له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب