شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو په اړه پاکستان سره د هوکړو په تړاو د...

د افغان کډوالو په اړه پاکستان سره د هوکړو په تړاو د طالبانو اعلان

تاند (جمعه، د عقرب ۱۲ مه) په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت، له دغه هېواد سره د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د روان ناوړه چلند په اړه د ځینو هوکړو خبر ورکړی.

سرچینې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې اسلام اباد کې د افغان سفارت لپاره د طالبانو سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بګتي سره لیدلي.

   سرچینه زیاتوي ، په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د اجباري اخراج اړوند ستونزې، په ځانګړي ډول د کډوالو د مالونو او له بانکي حسابونو د پیسو لېږد، په تورخم او چمن کې د زرګونه کډوالو بند پاتې کېدل، د پاکستاني پولیسو لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ستنېدونکو افغان کډوالو او اسناد لرونکو افغانانو ځورونه له پاکستاني لوري سره په جدي ډول مطرح شوي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د  پاکستان د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې،چې د افغان کډوالو د نغدي او غیر نغدي اموالو د لېږد په اړه به ډېر ژر یو میکانزم اعلانوي، په تورخم او چمن کې به نور د ښځینه‌وو او تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایومیترک نه کیږي،په تمځایونو کې وسایل او په لارو کې د معلوماتو د ثبت ټیمونه به زیات کړي، ترڅو د خلکو د تګ پروسه چټکه شي، د امنیتي پولیسو به جدي څارنه کوي ترڅو افغان کډوال د تګ پرمهال ونه ځوروي او په عزت ورسره چلند وکړي او د اسناد لرونکو افغانانو لپاره به یوځل بیا خپلو امنیتي ادارو ته هدایت ورکړي چې وې نه ځوروي. 

د طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې مشران یې پاکستان کې افغان کدوالو سره د ناوړه چلند په تړاو په بې غورۍ تورن شوي او د منتقدانو له سختو نیوکو سره مخ دي.

پاکستان پرون رسماً له دغه هېواده د افغان کډوالو د ویستو د عملیاتو د پيل اعلان وکړ او ورسره سم، افغان کډوالو سره د دغه هېواد د ناوړه چلند خبرونه زیات شول.

د پاکستان دا چلند په پراخه او نړیواله کچه غندل شوی، خو دغه هېواد په دې تړاو د خپلو پریکړو په عملي کیدو ټینګار کړی.

4 COMMENTS

  1. څوک چی د طالب په خبرو اعتبار کوی هغه داسی معنا لری لکه مار چی په نستوړی کی ساتی دا پروژه ټوله د طالب په همغزی روانه ده او طالب یو فیصد هم دا افغان کډوالو توجو نکوی دطالب ټول هدف دپاکستان ګټو ته متوجی ده پاکستان ولی اول د طالب ښځی نه باسې هغه ځان ته کښینولی او طالب ټول د ای اس ای ثبت شوی کارمندان دی که هروخت په دوی زور راځی نو همدا پاکستان به یې ځای وی اوس که طالب شپږ اولادونه لری نو دری یې د پاکستانی له جنرال څخه دی حتا د طالب کورنی اوس له پاکستانی جنرالانو سره شریکه شوی ده نو ټول افغانان دی افغانستان ته راشی او په خپل وخت سره دی له دی وحشی ډلی سره مبارزه شروع کړی چی ترځو اینده نسل یې بیسواده او لکه طالب وحشی تربیه نشی او کوشش وکړی چی خپلو اولادونو ته عصری زدکړه ورکړی او دینی زدهکړی خپله په کور کښی ورته زده کړی هغه مدرسی چی دی د اسلام دشمنی ډلی د لاس لاندی دی د اولادو له ورتکه تری ډډه وکړی

  2. پنجابی اداری هوکړی ؛ پنجابی ډاکووانو ته د نسوار نه هم آسانه او عملی صداقت نلری حتی د تاریخ
    په اوږدو کی .
    ځان ټولول ښه دی ، نور ځان او ملت باندی لوبې لوی حماقت او ځان نه پیژندل دی ،کله به درس
    اخلو ؟
    یواځی ملایی کافی نده ، دا جامع الکمالات مخلوق باید د قدرت له حمار نه پلی او آدمی رفتار زده کړی ؛ موږ قوی افغانستان ته ضرورت لرو ، باید د قوت عوامل وپیژنو ، او په صداقت سره ورباندی
    کار وشی ، وخت ضایع کول بی ایمانی ده ، رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی
    من اصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم ۰

  3. ښځه د هغو غی چی د پنجابی په خبرو باور کوی. دوهم د هغه ښه ملا ښځه غی پدی حکومت. يو حکومت چی د یوې تعلیمی طرحی ظرفیت و نلری نو په یوه وار به د زرګونو کډوالو څه خدمت وکړی. تر اوسه د هرات زلزله ځپلی په سړکونو او خاورکی پراته دی هغوی ته چا رسیدګی وکړه چی دغو خلکو سره یی وکړی. دریم: دغو خلکو سره پلان دادی چی په زرګونو تربیه شوی پنجابیان و خرڅ شوی افغانان او ګلخانان افغانستان ته را داخل شی او دلته د پاکستان نیابتی جګړه مخی ته بوځی. نور دی څوک د ملایانو له حکومت نه د خدمت او کار او بار پیداکولو هیله نلری. دوی نه کاری ظرفیت لری او نه هم اهل د کار دی ـ

  4. ​ په جرمن افغان ویب سایت کښی د قاسم باز کمونیستی کودتا دفاع باره کښی :

    افغان ملت ته دا تباهی د ملی خائین سره محمد داؤد کمونیستی کودتا راوستی دی !!!!!

    د کمونیستی کودتا مشر ملی خائین محمد داؤد خان چپراسی اولاد قاسم باز ته : تعجب دادی چی تاسی په چپړاسیتوب کښی دومره ثروت له کومه کړ ؟ تعجب دادی چی تاسی د کمونیستی کودتا ملی خائین محمد داؤد خان چپراسی اولاده په کوم جرأت دداسی ملی خائین دفاع کوۍ ؟ او ته اوس امریکا کښی کا پیتالست شوی یاستۍ !!!! همدا د ملی خائین محمد داؤد کودتا کمونیست وطنفروشه وزیر فیض محمد کله چی د ادونیزیا سفارت چور سره ویانا ته راغلۍ وو نو د ویانا کمونیستان ورڅخه راچاپیره شوی وو او ما سره ئی وروسته له میاشتو تماس ونیو او هغه ته ټول مصرف روسیی ورکاوه او دا هم باید ذکر شی چی په خوا د رحمان بابا مکتب جدا کیدل د خوشال خان لیسی څخه هغه د ما همصنفی وو او سربیره پردی دده سره ویانا کښی ددوی وطنفروشی کودتا باره کښی تاوده او انتقادی بحثونه روان وو او هغه واضح اقرار وکړ چی د مونږ کودتا د شوروی په هدایت صورت وموند او دائی هم وویل چی د مونږ پیژندګلوی او معرفی د محمد داؤد سره د شوروی جاسوسانو حسن شرق او د محمد داؤد چپراسی باز په وسیله صورت وموند ، افرین د تا ددی سپین سترګی جرأت باندی او دومره بی شرمه شوۍ ئی چی د کمونیستی کودتا راپدی خوا افغان ملت په سره اور کښی سوزی او ته پدی ملی خیانت د نورو کمونیستانو په شان افتخار کوی او همدا ستر احمق د کمونیستی کودتا رهبر سور محمد داؤد وروسته همدی ملګریو کمونیستانو په قتل ورساوه او هغه منافق د شوروی په خاطر نه یوازی افغان ملت په دوزخی اور کښی واچاوه بلکه خپل فامیل ئی له مینځه یووړ !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب