دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۳)

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۳)

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۴)

وړاندې کوونکې: لېمه عزیز 

ځای: انلاین 

د ګډونوالو شمېر : ۲۴ 

نېټه: ۲۰۲۳/۸/۲۰

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر اوونېز غونډه د معمول په څیر د کابل ماښام ۵ نیمې بجې پیل شوه. غونډه لېمې عزیز مخته وړله او له نورو غونډو سره یې توپېر دا و چې د لنډو کیسو د لیکلو  سیمینار پکې وړاندې شو. دا سیمینارونه چې لېمه ودان یې وړاندې کوي ټول پنځه برخې لري، څلور نورې به په راتلونکو اوونیو کې همدې اوونیزو انلاین غونډو کې وړاندې کېږي. دا سیمینارونه چې لېمې ودان یې لکچر لیکلی او ډېر ژر به خپور هم شي د پرزنټیشن په بڼه وړاندې شول. د سیمینار په اوږدو کې نورو ګډون والو هم د لنډې کیسې د لیکلو په اړه خپلې تجربې، نظریات او خبرې شریکې کړې. 

په دې غونډه کې په لڼدو کې لېمې ودان د راتلونکو سیمینارونو موضوعات په اړه معلومات ورکړل، او له ګډون والو یې وغوښتل چې یوه موضوع د کیسې لیکلو لپاره وټاکي. دا موضوع یا سوژه به بیا د دې لړۍ په پای کې په یوه بشپړه کیسه بدلوي. له دې مخکې چې سیمینار پیل شي د هیلې پسرلی لنډه کیسه «ګرانې سپوږمۍ» سلما بدري ولوستل چې بیا د مثال په توګه کاریدله. له هغه وروسته پر دې بحث وشو چې لنډه کیسه څه ده؟

 لیمې ودان له بېلابېلو کتابونو د لنډې کیسې څو تعریفونه راټول کړي و، مثلا “د لنډې کیسې په اړه ګڼ تعریفونه او نظریات شته، لکه: لنډه کیسه هغه نثري داستان دی چې په هغه کې چاپیریال (ماحول) یا یو کردار یا یوه کیسه د نورو وړو کردارونو یا پېښو په مرسته داسې بیان شوې وي چې د مکان او زمان پوره یووالی پکې موجود وي.” (ازمون، ۱۴۰۰: ۲۳۹) 

یا: “لنډه کیسه لکه څنګه، چې له نوم څخه څرګندېږي د نثري کیسو له ډولونو څخه یو ډول لنډ داستان دی، چې له نیم ساعت څخه بیا تر دوو ساعتونو زیات وخت نیسي. د لنډې کیسې ګړنه ( اصطلاح) د غربي ادب د (Short story) په معنا او مفهوم کارول کېږي. هغه نثري ژانر دی، چې له ناول څخه لنډ وي.” ( رفیق، ۱۳۹۷: ۱۰۵)

اېمل پسرلی د کیسې په اړه وایي: “د یوې پېښې، یوه کرکټر یا یوه حالت داسې تخیلي داستان دی چې د ریښتیني ژوند له ګڼو تجربو شاید پنځول شوې وي.” 

د نعیمې غني نظر دا و چې: لنډه کیسه په یوه پیښه کې د یوه کریکتر کړنې راښودل دي. یا هم په لنډه کیسه کې د پبښې د زمانې برخه له وخت څخه را بیلولو ته ویلی شو، دا چې پیښه کله واقع شوې له کوم ځایه یې راپیل کړو او چیرته یې پای ته ورسوو دا د یوې کامیابې کیسې لپاره اړین دي.

هیلې پسرلی ورزیاته کړه، چې لنډه کیسه واحد تاثر لري. 

وروسته لیمې ودان د لنډې کیسې عامې ځانګړتیاوې یادې کړې چې لنډه کیسه باید منظمه او مشخصه طرحه ولري. یو اصلي کرکټر ولري او دغه کرکټر په یوه پیښه کې وړاندې شي. د کیسې ټولې برخې باید له یوې او بلې سره متقابلې اړیکې ولري، یوه اغېز وشیندي‌ا او طبعا چې لنډه وي. په سیمینار کې پر دې هم بحث وشو چې ښه کیسه څنګه لیکلی شو؟ لیمې ودان د ښې کیسې د لیکلو لپاره تل لیکل، حوصله، مطالعه، له تېروتنو او نقد نه ویریدل اړین ګڼل. ځلا نور ته دا هم مهمه وه چې په وړو پیښو کیسې ولیکل شي. د دې په باور هنرمند یا هنرمنده باید باریک بینه واوسي، د وړو پیښو لیکل په ښه انداز کې وکړي او دا په هنر کې د نوښت سبب هم ګرځي. 

سلما بدري د ښې کیسې د لیکلو لپاره اساسي ټکی له لیکوالي سره لیوالتیا یا شوق ګڼلو. د دې په باور که انسان خپله شوق ونه لري هر څومره هم ورته وویل شي، ښه کیسه به ونه لیکي. دې وویل : « د ښې کیسې لیکلو لپاره ضرور نه ده حتما دې د لیکوالانو په کورنۍ کې یوو، دا مهمه ده چې خپله یو څوک څومره هڅه کوي. څومره خواري ګالي‌ او څومره شوق لري چې وې لیکي. الهام نشته، الهام نه راځي او که چېرې وي هم موږ به یې ځانته په خپله راولو.» 

د  فرزانه تره کې نظر د کیسې په هکله دا و چې: په کیسه کې تصوير ډير طبیعي او ژور رااخيستل شوی دی. متکلم په داسې ډول مکالمي ترتيب کړي چې مخاطب خپل ځان د سپوږمۍ پر ځان احساسولی شي. د کریکټرونو تعداد او د هغو ونډې ډير منظم تنظیم شوي دي. فکر کوم دا کیسه د نني سمینار د موضوع لپاره بیخي برابره وه.  په کیسه کې دا جمله چې، انا مې تل ويل د زړه خبري په زړه کې مه ساته.. دا جمله زموږ د سيمنار له دې موضوعاتو سره چې (د ليکلو جرئت وکړئ، طبیعي پیښه وليکئ او موضوع له متن سره ربط ورکړئ، سره ډيره مناسبه وه. ځکه چې  د ګرانې سپوږمۍ کيسه هم طبیعي ده او هم  ليکوالې د ليکلو جرئت کړی.

نعیمه غني ته له دې بحث سره د میرمن بهیر خاطرې ور یادېدې چې استاد شپون یې میلمه و. دې وویل : « یوې بهیروالې له شپون صاحب نه پوښتنه وکړه چې غواړي‌ د ۷ خوېندې په ژوند کیسه ولیکي. دوی یتماني دي‌ او ورور هم نه لري. شپون صاحب ته ورته وویل: 

«دا شپږ خوېندې په ګولۍ ووله د دې یوې خور کیسه یې راوخله.» د نعیمې په وینا نو همداسې چې استاد شپون وویل په کیسه کې تمرکز مهم دی. که پیښې او کریکټرونه ډېر وي لنډه کیسه لیکل سختېږي. دې دا یادونه هم وکړه چې اړینه نه ده شخصي تجربې دې حتما کیسه شي. موږ شاوخوا او له ځانه باندې ډېر څه وینو چې په کیسه کولو ارزي. 

درخانۍ احمد ته بیا پوښتنه دا وه چې ایا اړینه ده قلم سانسور شي؟ څرنګ ځینې تابو موضوعات کیسه کولی شو؟ او د دې یادونه یې هم وکړه چې ښه کیسه باید رښتوني ژوند ته نږدې واوسي. دومره خیالي نه وي‌ چې څوک قانع نشي کړلی. 

هیلې پسرلی د دې په خبرو ورزیاته کړه چې په  کیسه کې د پیښو منطق خورا مهم دی.

لېمې ودان د کیسې په اساسي موضوعاتو هم بحث وکړ چې، موضوع یا سوژه، پېښه او پېغام وو. دې وویل چې « ژوند له کوچنیو کیسو جوړه یوه لویه کیسه ده، دا ښکاره خبره ده چې موږ په ورځني ژوند کې له بېلابېلو پېښو سره مخ کېږو. خپل ډېر داسې احساسات مو دي، چې کیسه کیدلی شي.» اغلې ودان د ښې موضوع ځینو ځانګړتیاو ته هم اشاره وکړه. لکه دا چې ښه موضوع کلیشه او تکراري نه وي، یوه او راټوله وي، او مشخصه وي عمومي نه وي. پیښه یې بل د کیسې مهم اړخ وبللو او په د دې په وینا په دوه ډوله ده. لومړی اصلي پیښه چې د کیسې پلاټ تر رغېږي. دوهم فرعي پیښه چې د اصلي پیښې ملاتړ کوي یا په بله ونیا اصلي پیښه روښانه کوي. دې پیغام یا د کیسې تیم هغه فکر ګڼلو چې لیکوال یا لیکواله یې لوستونکي ته ورکوي. یا هغه پایله چې لوستونکی یا لوستونکې یې له کیسې اخلي. 

غونډه په مشاعره پای ته ورسېدله چې ځولۍ لمن نوی نظم، نعیمې غني د خپلواکي لپاره نظمونه ولوستل. ورپسې منزې غفورزۍ، میمونې کامران، عابدې سپوږمۍ او شفیقې خپلواک شعرونه ولوستل.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب