چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودسيمي واولونه | ليکوال: عصمت الله شينواری

سيمي واولونه | ليکوال: عصمت الله شينواری

د ژبپوهنې علم د ټولې نړۍ په کچه د ځينو داسې لانجمنو موضوعګانو لرونکی دی، چې يوه برخه ژبپوهان يې يو ډول او بله ډله یې بل ډول وړاندې کوي. د دغو لانجمنو موضوعګانو څخه یوه موضوع یې نيمواک غږونه يا سيمي واولونه دي. نيمواک غږونه يا سيمي واولونه (Semi-Vowels) ځينو ژبپوهانو له خپلواکو او بېواکو غږونو بېل غږونه ګڼلي او تعريف کړي او ځينې ژبپوهان یې ګردسره نه مني او وايي، چې غږونه يا خپلواک دي او يا بېواک.

پښتو ډېری ژبپوهانو (پوهاند مجاور احمد زيار، پوهاند محمدصابر خېشکي، پوهاند محمد اسمعيل يون، پوهنيار محبوب شاه محبوب او …) سېګمنټل يا زنځيري غږونه پر څلورو ډولونو وېشلي دي، چې لومړۍ ډله يې خپلواک، دويمه ډله یې بېواک، درېيمه ډله يې نيمواک او څلورمه ډله يې غبرګغږونه دي. پوهنمل بايزيد اڅک په خپل ژباړلي کتاب (توليدي فونولوژي) کې او پوهنيار عبدالسمېع وحدت (موږ ته په راکړي لېکچر کې) زنځيري غږونه پر درې ډولونو (خپلواک، بېواک، نيمواک) وېشلي دي. له پوهنيار عبدالسمېع وحدت، پوهنمل بايزيد اڅک او پوهاند اسمعيل يون پرته نورو ټولو ژبپوهانو نيمواک غږونه داسې تعريف کړي:

نيمواک غږونه هغه غږونه دي، چې که د څپې زړی وګرځي خپلواک غږ او که د څپې زړی ونه ګرځي؛ نو بېواک غږ بلل کېږي.

خو پوهنمل بايزيد اڅک او پوهنيار عبدالسمېع وحدت یې داسې راپېژني: نيمواک غږونه هغه غږونه دي، چې کله له واول مخکې راشي؛ نو بېواک غږ جوړوي او کله چې په واول (خپلواک) پسې پیوسته راشي؛ نو له خپلواک غږه اغېزمنېږي او د مخکيني واول تر تاثير لاندې د هماغه واول الوفون ګرځي. د (y) غږ تر (i) خپلواک غږ تالو ته ډېر نژدې کېږي او د (w) غږ د (u) خپلواک غږ په پرتله زياتې شونډې راټولوي.

په همدې ډول پوهاند اسمعيل يون په خپل کتاب (پښتو ليکنی سمون) کې وايي، چې ډېری ژبپوهان نيمواک غږونه نه مني؛ خو تراوسه د نيمواک اصطلاح له دوده غورځېدلې نه ده.

له دوی ټولو وراخوا د پښتو ژبې فونولوجي ليکوال سرمحقق دکتور عبدالحکيم هلالي د دوی ټولو په خلاف زنځيري غږونه پر دوو ډلو (خپلواک او بېواک) وېشي او نيمواک غږونه په کې هېڅ نه حسابوي.

پورته مې د نيمواک هغه شاليد درته وړاندې کړو، چې پښتو ژبپوهانو پرې بحث کړی و. اوس د نيمواک موضوع ته راګرځم. د فونيټيکس نړيوالې ادارې (International Phonetics Association) زنځيري يا سېګمنټل غږونه پر دوو ډولو (خپلواک او بېواک) وېشلي دي. خپلواک غږونه د فونولوجۍ له نظره هغه غږونه دي، چې د څپې زړی وګرځي او څپه جوړه کړي او د فونيټيکس له نظره هغه غږونه دي، چې د هوا د جريان په مقابل کې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه شي. لکه: a, e, i, u, o, ɑ, ə. بېواک غږونه د فونولوجۍ له نظره هغه غږونه دي، چې څپه جوړولی نه شي او بې له خپلواکه هېڅ حرکت کولی نه شي او د فونيټيکس له نظره هغه غږونه دي، چې د هوا جريان يا په بشپړ ډول خنډن شي او يا د هوا د جريان په مقابل کې ډېره لږه مانع رامنځته شي. لکه: b, p, t, d, s, z, k, g, l, m, n, r, w, j او …. په پورته تعريفونو کې هر څه روښانه دي. اوس که موږ نيمواک منو؛ نو څه ډول يې تعريفوو؟ هغه دوه غږونه (w/j) چې موږ یې نيمواک بولو، هېڅکله څپه جوړولی نه شي، هېڅکله د خپلواکو غږونو په شان نه اوږدېږي، د خپلواکو غږونو په خلاف د دوی د ادا کولو پر مهال د هوا جريان خنډن کېږي، دواړه غږونه مخرجونه لري حال دا چې خپلواک غږ هېڅکله مخرج نه لري او چې مخرج يې ولرلو؛ نو بيا خو بېواک غږ شو.

د فونيټيکس نړيوالې ټولنې دا ډول غږونو ته نسبي تقريبي (Approximants) بېواک غږونه وايي، چې د ادا کولو پر مهال یې د هوا جريان په ډېره کمه اندازه خنډن کېږي. لاندې چارټ کې وينئ، چې د (j) غږ د بېواکو غږونو په لېسټ کې د توليد د ډول له مخې نسبي تقريبي او د توليد د ځای يا مخرج له مخې کلک تالوييز غږ دی. په همدې ډول د (w) غږ چې غبرګمخرجه غږ دی، یانې په دوو مخرجونو شونډو او نرم تالو کې ادا کېږي او د توليد د ډول له مخې نسبي تقريبي غږ دی.  

اوس خو مو دا خبره په ډاګه کړه، چې نيمواک شتون نه لري. غږونه يا خپلواک دي او يا هم بېواک؛ خو يو څه چې مخکې مې ياد نه کړل، هغه دا وو؛ کله چې په يوه خپواک پسې نښتی د (w/j) نسبي تقريبي يا اپراګزېمنټ غږونه راشي؛ نو لکه څرنګه چې د نسبي تقريبي غږونو د ادا پر وخت د هوا جريان ډېر لږ خنډن کېږي، دلته د خپواک غږ د بارزتوب پر اساس په خپلواک غږ پسې راغلی نسبي تقريبي غږ اغېزمنېږي او لکه د یوه فونيم غوندې لوستل کېږي. لکه: منګی [mangaj]، حال دا چې فونيمونه دوه دي او هېڅکله ورته يو فونيم ويلی نه شو؛ نو يوازې د دې ځانګړنې پر اساس موږ نسبي تقريبي کانسوننټونو ته نيمواک ويلی نه شو.

په پای کې وایم، چې د (w/j) غږونه د (ɻ/ɹ/ʋ/ɰ) په شان بېواک نسبي تقريبي غږونه دي او د مالوم مخرج لرونکي دي او کله چې غږ مخرج پيدا کړو؛ نو هغه غږ بېواک دی.

اخځونه:

۱- پوهنمل بايزيد اڅک. (ژباړه) توليدي فونولوژي. ۱۳۹۱هـ ش.

۲- سرمحقق عبدالحکيم هلالي. د پښتو ژبې فونولوجي. ۱۳۷۰هـ ش.

۳- پوهاند مجاور احمد زيار. پښتو پښويه. ۱۳۸۴هـ ش

۴- پوهاند محمد صابر خېشکی. پښتو معاصر ګرامر. ۱۳۹۵هـ ش

۵- پوهاند محمد اسمعيل يون. پښتو ليکنی سمون. ۱۳۸۷هـ ش

۶- پوهنيار محبوب شاه محبوب. پښتو ژبدود. ۱۳۹۶هـ ش

۷- پوهنيار عبدالسمېع وحدت. (لېکچر) ژبپوهنه.

8- IPA-International Phonetics Alphabets Revised Chart 2015.

9- Handbook of International Phonetics Association.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب