وياله
دا چې،
ماهيانو څومره،
بچي پکې کړي دي،
دا چې،
د بستر د رېګو رنګ يې،
څرنګه دی؟
څومره پرېولي کاڼي،
پکې پراته دي؟
داچې،
د کوم ځايه راپيل،
او چېرته روانه ده؟
ټول ورته،
نه څه دي،
يوازې په دې نازېږي،
چې تل تازه ده،
تل بهېږي
روښانه حرکت
هيڅ چېرې،
هيڅوک،
موږ ته،
دا روښانه حقيقت نه وايي:
چې:
د لمر،
سپوږمۍ،
او ګل،
زوال،
يو درواغجن خوب دی،
او مينه
هيڅکله د تړلې،
کړۍ په د ننه کې،
حرکت نه دی.
د امېل دانه
د خيالونو د سمندر،
په روښانه بستر کې،
د شاعر،
د ژورې چوپتيا،
تر شا،
يو شعر وينم ،
د زړه،
په آ يېنه کې،
– د امېل دانه،
د صدف په سينه کې –
تشه ځاله
د حوېلۍ،
په وروستي پای،
د زاړه توت،
په سر،
داوږدو،
سورورو،
دوو،
وچو ښاخونو،
تر منځ،
تشه ځاله،
- o
بې له مرغۍ،
بې له چيچيو،
بې له بڼوکو،
بې له (( هګيو)) .
بې له تا
بې له تا،
ټول ډک،
بلورين جامونه،
د پسرلي،
د زړه وړونکې هوا،
د ګل او بلبلو،
د شور او مستۍ،
سره سره،
د اوبو په سر،
خالي حباب،
د دښتې،
په منځ کې،
ناهيلۍ سراب دی.
کومه تشه
کومه تشه؟
چېرته؟
دلته هرڅه ډک دي،
سترګې مې له هغو،
اوښکو،
چې تويېدو ته،
را غونډېږي،
زړه مې له،
سوځوونکو دردونو،
او لمن مې،
ستا له کوڅې نه،
د بېرته راستون شوو،
ليکونو.
څو دې وس وي په ژ ور درياب کې لامبه
په وياله کې دې زوال وينم نهنګه
( لايق )
بېګا ناوخته او سهار د وخته مې ولیدل چې دا موضوع د ګرمو خبرونو په برخه کې اېښودل شوې وه. زما هیله دا ده چې د تاند د کریډیبیلیټۍ د ساتنې له پاره باید هرهغه څوک چې مضامین پورته کوي په مناسب ځای کې یې کېږدي.