شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د مادي دنیا نابینا، خو د معنوي دنیا بینا شاعر

د مادي دنیا نابینا، خو د معنوي دنیا بینا شاعر

پر ادبیاتو خبري:
همت عمرزی
د وطن د جنوب غربي جغرافیا په يو ډېر لري صبور او محروم ولایت کې چې د زمان بې انصافی تل زړه په یخ کړی دی، او تل يې د دې نیاومن؟ دود سره خپل بخت مېخ کړی دی!
په دغسي پټ خولي او صابر خړ پړ خاورین او سنګین ولایت کې چې د فریدون، فراداتا، کک کهزاد، جهانکشای جویني، او ابونصر فراهي د ویاړونو او ځایونو لرغونې تاريخي ځلا او معنوي بها لري په یو سپېره خټین خو کمالي کلي د جمال اوکمال سړی د ازموني دنیا پر ازمایښتي ډګر د ژوند اوژواک په پيچمو کې د تولد ګام اېږدي، ددې ګام اخستونکی د پېغام او مرام خاوند سي، د داسي ادبي، فلکلوري او تصوفي منور شخصیت سره را وټوکېږي چې د زړه په سترګو د حقیقت رمز او راز وګوري، او د دې معنوي بصیرت په خپلولو سره د خپل فیض او حکمت جلاداره شغلې د تاریخي هیواد پر خورې وري لمن خوري وري کړي، د کلي له مسجدڅخه مدرسې ته او له مدرسې څخه وټولني اودېرې ته او له دېرې څخه د وخت د دربار و ادبي پرې ته د پوهي اوفیض مزل ووهي.
ملاعبدالعزیز اخند یادوم، هغه فقیر او شهیر ملنګ چې یو وخت مشهور وو، د مجلسونو نور وو، د فیضي تبحرمخمور وو، او د دې وطن شعور وو، نوموړی د فراه د څپانده او لالهانده رود شااوشمال ته د(کٌندر) نومي کلي په خاورینو کوټو کې د (سالارغلام) په کورکې دنیاته راغلی دی، د پيداښت کره نېټه یې نسته خو د ځينوشواهدوپر اساس اټکل کېږي چې شااوخوا يو سل اوشل کاله پخوا تولد سوی دی، او کابو اویا کاله يې ژوند کړی دی، ارواښاد ملاعبدالعزیز اخند ړوند وو، خو تر ډېرو بینا خلکو ژور لیدونکی او روڼ اندی وو، نوموړي داسي بِالفعله نبوغ درلود چې په فوري او سمدستي توګه يې هم شعرونه ویل اوهم يې ټوکي ټکالي کولې، ډېر خوله ور او ظریف طناز وو، او د حجرو او دېرو ولسي مجلسونه تل پرې ګرم وو، نوموړی د خپل دغه خدای ج ورکړي وړتیا له برکته لکه چې مخکې اشاره وسوه د هغه وخت د دود سره سم د باچاهي دربار تر ادبي بزمونو هم رسېدلی دی، همدارنګه نوموړی ددې زراکت ترڅنګ يو بې ریا اوصادق عارف اوصوفي هم تېر سوی دی چې ددغه روحيې پر بنايې عارفانه شعرونه هم ویلي دي، ياده دي وي چې د وخت د کابل مجلې په یوي ګڼي کې هم دده مرحوم یادونه سوې ده او د شعر نمونه يې راوړل سوي ده.
آخره خبره اولنډه یادونه:
مرحوم ملاعبدالعزیز اخند د خپل وخت یو متدین صوفي او عارف شاعر وو، چې د هغه وخت د وطن د ادبي مشاهیرو سره يې ادبي اړیکي اوپېژندګلوي درلودلي ده، د وطن د دېرو اود ژمي د اوږدو شپو آغېز شيندونکی فیضي او نبوغي څراغ وو، چې د هیواد د ادب تاریخ يې په وجداني حضور نه سي هېرولای، دا خو د تاریخ صداقت دی، ولي د شاعر د ولس محبت او مسولیت څه سو؟ د ژوند قدرونه اولمانځنه يې مونږ د مرګ نه وروسته  پر داسي فراموشی اوخاموشی قیاس کولای سو، شاعر او ادیب د وطن د کلتور او تاریخ سپاهي اوساتونکی دی، هو همدا دوی دي چې د خپلو ملي معنویاتو او اقدارو څخه يې حقیقي شعوري کلا را چارپېره کړې ده.
زما وړاندیزونه:
د ارواښاد ملاعبدالعزیز اخند د ژوند او اثارو د څېړني او ثبتوني چاره دي ترسره سي.
د قبراومزار معلومونه او جوړنه دې وسي.
د فراه په هره سيمه کې چې وي د مرکزپه ګډون د نوموړي په نوم دي کوم علمي مرکز یا ښوونځی ونومول سي.
د هیواد په کچه دي علمي ناستي، څېړني او رسنيزي خپروني پري جوړي سي.
په تلو تلو کې د ښاد روان جنتي روح ته په دعا سره د نوموړي د شعریزي بېلګي په توګه دغه څو مناجاتي بیتونه ستاسو درانه چوپړته وړاندي کوم.
يا الهي پروردګاره_____زه دي بنده یم ګناهګاره.
امان، امان نارې وهمه___پر خپل ګناه یم زه توبه ګاره.
” عبدالعزیز“ شاعر زبون دی___په عشق کباب دده لړمون دی.
چې په ليلاپسې ملنګ دی__ د عاشقانو سر مجنون دی.
په ښهرِ لوټ کې څه غوغاده__ فضل د تا غواړم باداره.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب