شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد هرات د ریللارې د وروستۍ برخې قرارداد لاسلیک شو

د هرات د ریللارې د وروستۍ برخې قرارداد لاسلیک شو

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) د ایران د خاف (خواف) او هرات ښار د ریللارې د دوهم فاز د څلورمې برخې قرارداد پرون (پنجشنپې) په ۵۳ میلیون ډالرو لاسلیک شو.

دا قرارداد د افغانستان د ریللارې ادارې او د ګاما خصوصي ګروپ ترمنځ د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملابرادر په حضور کې لاسلیک شو.

د ریللارې دا برخه، چې د هرات ولایت له کوز رباط څخه پیلېږي او د هرات تر هوايي ډګره او صنعتي ښاره رسیږي، ټولټال ۴۷ کیلومتره ده. د دې فاز له بشپړیدو سره به هرات ښار د ایران له مشهد سره د ریل له لارې وصل شي.

تمه ده چې په راتلونکې کې دا ریللار فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو ته هم وغځول شي.

ایران مخکې لېوالتیا ښوولې وه چې دا ریللار له تاجکستان سره وصلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب