شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د اروپا تر ټولو چټک او ورو انترنیټ د کومو هیوادونو دی؟

د اروپا تر ټولو چټک او ورو انترنیټ د کومو هیوادونو دی؟

تاند(جمعه، د حمل ۱۰ مه) په اروپا کې د انترنیټ په اړه په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې تر ټولو ښه او چټک انترنیټ د سویډن او ورپسې فنلنډ دی.

په سویډن کې د میزي کمپیوټر (ډسک ټاپ) د لوډ سرعت ۳ اعشاریه ۷۴ ثانیې او د فنلنډ ۳ اعشاریه ۸۴ ثانیې دی.

درېیم ځای د ډنمارک او لاتویا دی. لیتوانیا پنځم او سویس شپږم دی.

په موبایل ټیلفون کې هم د لوډ د سرعت له نظره سویډن لومړی دی. په دغه هیواد کې په موبایل کې د لوډ د سرعت متوسط ۷ اعشاریه ۴۸ ثانیې دی.

خو په اروپا کې تر ټولو سُست انترنیټ د ترکیې دی. د ترکیې د انترنیټ د لوډ سرعت ۱۰ اعشاریه ۲۲ ثانیې دی. د دې یو دلیل دا دی چې ترکیې پر دیرش کاله پخوانیو مسي سیمونو اتکا کړې ده.

بلغاریا (۹ اعشاریه ۳۸)، رومانیا (۸ اعشاریه ۵۹)، پولنډ (۶ اعشاریه ۰۹) د لیست په پای کې هیوادونه دي.

د موبایل انترنیټ په برخه کې هم همدا هیوادونه د لیست په پای کې دي. د مثال په توګه په ترکیه کې د موبایل انترنیټ د لوډ سرعت ۱۳ اعشاریه ۱۹ ثانیې دی.

2 COMMENTS

  1. ما د تر کئی په ښارونو کی ګام نه دی ایښی خو د ترکئی د هوائی ډګر له لیاری می نورو ځایونو ته هوائی سفرونه کړیدی.
    د استانبول ولایت ۳ هوائی ډګرونه لری:
    ۱ – استانبول
    ۲ – اتاتورک
    ۳ – سابینا
    ما ئی دری واړه ډګرونه لیدلی دی، هلته وای فای نشته. څو کلونه مخکی خو بیخی د موبایل چارج هم په بیه ؤ خو اوس مُفت دی ( ودی مرم ، څومره لوی خدمت! !!! ).
    ترکیه ظاهراً یو ښکلی او غنی هیواد ښکاری خو په اصل کی ئی اقتصاد ډیر کمزوری او د وګړو ډیره برخه ئی فقیران دی دا ځکه چی ترکیه نه درانه تولیدی صنایع لری او نه هم انژی ( تیل او ګاز ) .
    وائی
    چی اوسی په خوی به د هغو سی.
    ترکیه د استعمارګرو غربیانو انډیواله ده نو ځکه ئی په سوریه او لیبیا او عراق او منځنی آسیا کی استعماری او خَشَن سیاستونو ته لاس ور اچولی دی.

  2. غلام حضرت
    ترکیه خو ستا په ژبه د استعمارګرو غربیانو انډيواله ده خو تا چې ستا په ژبه ډیری ځل د ترکیې د هوا د لارې سفرونه کړي دي نو مهرباني وکړۍ ووایاست چې خپله چیرته اوسئ.
    که د ځان او د اولاد د پاره دې غرب خوښ کړی وي او تبصرو کې بیا ځان مبارز مبارز کوې دا نو د همت او غیرت سره سم کار نشو. بې ادبي دې معاف وي خو اخر تر کله به په ریا او دوه مخۍ کې ژوند کوو. په دير درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب