شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهچین د ناامنۍ له امله پاکستان کې د ۲ بندونو د جوړولو...

چین د ناامنۍ له امله پاکستان کې د ۲ بندونو د جوړولو چارې ودرولې

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) په پاکستان کې د نا امنۍ له شدت او په دې لړ کې د ۵ چینایي انجینرانو له وژل کېدو وروسته، چینایي قراردادیانو د پښتونخوا د ۲ بندونو د جوړولو چارې ودرولې.

د داسو او دیامیر بهاشا بندونو د جوړولو چارې په پښتونخوا کې چینایي انجینرانو ترسره کولې، چې تېره اوونۍ یې پر کارکوونکو په شنګله سیمه کې د برید له امله ۵ چینایي انجینران ووژل شول.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

. یوه پاکستاني چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.

ویل شوي، چې په یادو سیمو کې تر دولس نیمو سوو پورې چینایي وګړي په کار بوخت دي.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا په بلوچستان ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو. چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه، چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو خپل کارونه وځنډول.

تر هغه وروسته  پاکستان د سیپک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.

پاکستاني چارواکو هم مخکې او هم اوس چین ته ډاډ ورکړی، چې د یادو بریدونو عاملان به نیسي او سزا به ورکوي، خو څارونکي او خپله یو شمېر پاکستاني منتقدان باور لري، چې د دغه هېواد بنسټونه او حکومت په امنیت راوستو کې ناکام شوی.

له وروستیو راهیسې په پرله پسې ډول له پاکستان څخه د دغه هېواد د کادرونو او پانګې د وتو د زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي، چې اصلي دلیل یې د دغه هېواد زیاته شوې نا امني او مخ په  ځوړ اقتصادي وضعیت ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب