شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهجمعه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

جمعه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

په کندهار کې ځینې کسان وايي چې نن سهار یې د دغه ولایت په اسمان کې یوه بې پېلوټه الوتکه لیدلې ده.

ځینو رسنیو هم ویلي چې په وروستیو ورځو کې په کندهار او نیمرز ولایتونو کې څو ځلې بې پېلوټه الوتکې په هوا کې لیدل شوي دي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې د طالبانو د دفاع وزیر په شمول څو چارواکو ویلي چې د هیواد فضا یې په کنټرول کې نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي څه موده مخکې ویلي و چې د افغانستان فضا لا هم د امریکا له لوري په بې پېلوټه الوتکو څارل کیږي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، امریکايي الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ورځي.

——————

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المختوم افغان سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي او درو نورو سوداګرو ته د بشردوستۍ میډال ورکړ.

د دوبۍ حکومت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې دا میډالونه دغو کسانو ته په دې خاطر ورکړل شوي چې هغوی په خیریه چارو کې ونډه اخیستې ده.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د دوبۍ له ريیسه د دې میډال په خاطر مننه کړې او ژمنه یې کړې چې بشردوستانه هڅو ته به دوام ورکوي.

———————

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې شاملې لوبډلې د کلکتې نایټ رایډرز زلمکی افغان لوبغاړی الله محمد غضنفر ته ښه راغلاست وویل. دغه ټیم الله محمدغضنفر د مجیب الرحمان په ځای خپلې لوبډلې ته وروباله. مجیب الرحمان چې په وروستیو کې ژوبل شوی و لا هم په لوبو کې ګډون ته چمتووالی نه لري. ده د افغانستان او آیرلنډ په وروستۍ لوبلړۍ کې هم ګډون ونه کړای شو.

—————-

د کابل کې امنیه قومانداني وايي، چې پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغانیې د پوښتنو- ګروېږنو لپاره وربللی دی.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، چې همایون افغاند هغې زړې ښځې د کورنۍ د شکایت پر اساس احضار شوی، چې ده موده مخکې ورسره خبرې کړې وې او د دوی اجازه یې نه وه اخیستې. ځدراڼ د ښاغلي افغان ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه ژر حل شي. د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و، چې همایون افغان او څلور همکاران یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

خو وروستی خبر وايي چې همایون افغان بېرته خوشي شوی دی.

————————

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالي په کالمان دره کې یې یو شمېر لرغوني اثار موندلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو اثارو کې د بودا مجسمه، د یوه زمري مجسمه، سرامیکي کوزړي او نور لرغوني اثار شامل دي چې مخینه یې زرګونو کلونو ته رسیږي.
د دغو اثارو له کشف کېدو وروسته د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ريیس عبدالنور رسولي، د خپل ولایت د ګرځندوی او کلتور د دفتر او د الینګار له مرستیال امنیه قوماندان سره د دغو اثارو ځای ته لاړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب