پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د داعش مشر په پاکستان کې اوسي

رویټرز: د داعش مشر په پاکستان کې اوسي

تاند (جمعه، د جمل ۱۰ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري، چې په شهاب المهاجر مشهور دی، د پاکستان په بلوچستان کې اوسي.

ویل کېږي چې غفاري په ۲۰۲۰ م کال د داعش د خراسان څانګې مشري په غاړه واخیسته او د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان په څو حملو کې یې لاس لرلی دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل د هوايي ډګر تر خونړۍ حملې مخکې د المهاجر په اړه ډېر معلومات نه و.

څو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې غفاري د تېر کال په جون کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی دی، خو رویټرز د کره سرچینو پر اساس وايي چې نوموړی په پاکستان کې دی.

په وروستیو کې ځینو طالب چارواکو په ضمني ډول ویلي و چې داعش له پاکستان سره تړاو لري او د دوی له لوري د دې ډلې اکثره نیول شوي کسان هم پاکستانیان دي.

تېره اوونۍ طالبانو ته نژدې رسنیو وویل چې د پاکستان حکومت د داعش له ترهګرې ډلې څخه د خپلو رقیبانو پر ضد کار اخلي او د کندهار د حملې مسوولیت هم د پاکستان په غاړه دی.

د کندهار د حملې، چې د ډېرو په باور د افغانستان او پاکستان له وروستیو ناندریو سره یې تړاو درلود، مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع تېره ورځ وویل چې غفاري په افغانستان کې نه شته.

ده ټینګار وکاوه چې افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب