سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+نیکمرغي | متقاعدجنرال دولت وزیري

نیکمرغي | متقاعدجنرال دولت وزیري

ټول انسانان د نیکمرغۍ په لټه کې دي. څوک يې په ډیره شتمنۍ کې لټوي. څوک بیا د ښې دندې، د واده او د ډیرو ملګرو لرلو ته نیکمرغي وايې. ځینې بیا نیکمرغي په ډیر واک، ښه کور، ښه او ښکلي موټر کې ګوري.
خو نیکمرغي د تقوا په څیر په دې پورته ذکر شوؤ پورې هیڅ تړاو نه لري. خدای ج ته هغه څوک ډیر نیږدي دی چې تقوا ولري اؤ د خدای ج د مخلوق په چوپړ کې وي.

نیکمرغي هم په خپلو شتو قناعت او پر خپل ځان په باور کې ده. که انسان پر ځان او پر خپل نفس واک او باور ولري او په ټولنه کې خپل مسولیت په ښه توګه درک کړي. خپلو ستونزو سره د مبارزې لپاره تل چمتو اوسي. دغه انسان ته نیکمرغه کس ویلای شو.

وايې: د میلاد څخه مخکې د یونان یوه کس «دیوجانس» په ټول ژوند کې یوه لکړه« امسا» او یوه د ډوډۍ کڅوړه لرله. خو دی ډیر نیکمرغه اؤ ټولو خلکو ورته د یوه نیکمرغه او ښه انسان په سترګه کتل. ځکه چې د قناعت خاوند و اؤ د ډیرو څیزونو اؤ شتمنیو غوښتنه يې نه لرله. وايې: یوه ورځ د منګي څنګ ته ناست و، د اوبو د څښلو څخه يې خوند اخیست.

په دې مهال مقدوني سکندر نیږدې ورغي ورته يې وویل: څه در ته وکړم، څه ته اړتیا لري؟

دی چې د يوې امسا اؤ د ډوډۍ د کڅوړې په لرلو سره د دنیا ډیر شتمن اؤ نیکمرغه کس و سکندر ته يې وویل: ښاغلیه امپراتوره! ډیره مننه خو د لمر مخه دې بنده کړي ده اؤ زه نور هر څه لرم، لطفا د لمر مخه زما څخه مه بندوه.

دی په رښتیا چې د نړۍ تر ټولو نیکمرغه کس و، ځکه چې قناعت يې لرلو او ده هغه څه لرل چې ورته يې اړتیا لرله.
نیکمرغي په ډیر واک کې نه ده. که نه نو فرعون به د نیل د کبانو خوراک نه کیده. که په ډیره شتمنۍ کې. وه، قارون به ابدي د ځمکې د تل نه میلمه کیده. که په ښکلا کې وه، د مصر کیلو پاترا به د چړو خوراک نه ګرځیده.

رښتیا خبره دا ده چې نیکمرغي په ځان باور، د ستونزو سره مبارزې، د بېځایه تکبر څخه ځان ساتنه، قناعت او په تقوا کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب