جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمتیو میلر وايي، امریکا د طالبانو له بنده د خپلو اتباعو د...

متیو میلر وايي، امریکا د طالبانو له بنده د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره له هرې حربې کار اخلي

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی وايي، امریکا په افغانستان کې د خپلو بندي اتباعو د خلاصون لپاره له ټولو حربو کار اخلي.

متیو میلر وویل، امریکا په افغانستان کې د رایان کوربټ او نورو بندي اتباعو لپاره د فشار له هیڅ وسلې ډډه نه کوي.

د رایان کوربت د ژوند ملګرې انا کوریت ویلي چې د خپل خاوند د ژوند په اړه ژوره اندېښنه لري او په دې وروستیو کې بریالۍ شوې چې له هغه سره تماس ونیسي.

انا کوربت له سي این این تلویزیون سره په خبرو کې وویل، د رایان کوربت جسمي او روحي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ په منظم او پر له پسې ډول د طالبانو له استازو سره په کتنو کې د رایان کوربت او په افغانستان کې د نورو امریکايي بندیانو د فوري او بې قیدوشرطه خلاصون لپاره فشار راوستی دی.»

میلر زیاته کړه:«افغان لوري ته مو ویلي چې د امریکايي اتباعو نیونه د مثبت تعامل د لارې مهم خنډ دی.»

رایان کوربت د ۲۹۲۲ په اګست کې افغانستان ته د کاري سفر په لړ کې له یوه جرمني او خپلو دوو افغان همکارانو سره د طالبانو له لوري ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب