مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل
یو وخت مې له یوې رسنۍ سره کار کاوه یوه متاهله همکاره مو لرله چې تل به یې له خپلو کوچنیانو شکایت کاوه، تل به یې همدا په خوله کې لیکلي وو، “خدای دې دوی ورک کړي بیخي یې په سر اخیستې یم، پیسې مې برسېره نشم ایښودلای راڅخه غلا کوي یې او بیا چې هر څه وکړم نشم یې موندلای، دا خو خیر خپل کور دی، اوس یې د نورو کورونو ته هم پیل کړی هرکله چې د خپلوانو کور ته ځم ځیني شیان ورکیږي.