یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

شنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

(په دې برخې کې د وړرځې تر پایه خبرونه تازه کیږي)

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي، د ګوندونو قانون یې لغوه کړی او اوس که څوک د ګوند نوم اخلي، جرم دی.

عبدالحکیم شرعي نن په یوه غونډه کې د هغو کسانو د نیوکو په غبرګون کې چې د طالبانو عدلیې وزارت له خپل کوره په ایستلو د ګلبدین حکمتیار او مشرانو سپکاوی کړی دی، وویل، دوی حکمتیار ته څو واري وخت ورکړ او وروسته له دې یې له دولتي کوره وایست چې نورو مشرانو ورته متبادل ځای چمتو کړ.

ده په دې ټینګار وکړ چې په اوسني نظام کې ګوندونه لغوه شوي او د ګوند د نوم اخیستل د قانون سرغړونه او جرم دی خو دا په داسي حال کې ده چې طالبان کوم مدون اساسي قانون نه لري.

——————

د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې په شمال ختیځ کې نن په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.

پولیس وايي چې دا چاودنه په هرنای کې وشوه او په ټپیانو کې یې ۳ تنه پوځیان دي.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال جاودید دومکي وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ماري پیترولیم د کمپنۍ ډله د ګازو په اکتشاف او سروې بوخته وه.

هرنای بلوچ میشته سیمه ده او په دې سیمه کې د بلوچستان بیلتون غوښتونکي د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي. هغوی ادعا لري چې پنجابیان د دوی طبیعي سرچینې لوټ کوي.

—————–

د پاکستان د ژغورنې د ادارې چارواکي وايي چې پرون (شنبه) په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ورښتونو له کبله لږترلږه ۷ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان ژغورنې او مرستې رسونې د ادارې د ريیس خیراحمد په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي هم دي.

مرګ ژوبلې او مالي تاوانونه په پېښور، نوښار، شانګلې، بنو او باجوړ کې اوښتي دي.

له دې سره په وروستیو ۴ اوونیو کې په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو او سیلونو له کبله د مړینو شمېر ۳۸ ته ورسید.

——————

هماغسي چې د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې وه د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او په یو شمېر سمیو کې واوره اورېدلې ده.

د شدیدې واورې د اورېدو له کبله د غور ولایت لویه لار بنده شوې ده. په دغه ولایت کې تېره شپه واوره اورېدلې ده چې له کبله یې د غور د مرکز او بیک کوتل ترمنځ لاره بنده شوې ده.

د کال په دې وخت کې د واورو ورښت ډېره سابقه نه لري.

په وروستیو شپږ اوونیو کې په افغانستان کې په داسي حال کې ورښتونه زیات شوي چې د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې.

———————–

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن (شنبه) په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار یا برما ملي لوبډلې ته د ۶-۱ په توپیر ماتې ورکړه. د میانمار په کوربه توب په دې مسابقه په کې د افغانستان لپاره امید قنبري، حسن حسیني، علي جعفري، سید مجتبی حسیني، فرزاد محمودي ګولونه ووهل. د میانمار لوبغاړو یوازې یو ګول ووهلی شو. تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی و او د ژېړو یا برونزو مډال یې ګټلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب