Homeخبرونهد نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د نړیوالو له نه...

د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د نړیوالو له نه همکارۍ د کابل د رژیم شکایت

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له نړیوالې ټولنې شکایت لري، چې ګواکې د نشه یي توکیو پر وړاندې مبارزه کې د دوی رژیم سره همکاري نه لري.

قانع په هېواد کې د نشه يي توکو د صنعتي تولید د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو سره هم مهاله وايي، د نشه يي توکو صنعتي تولید د ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

  دغه طالب ویاند زیاتوي، د هېواد په ځينو برخو کې په پټه د ځينو کسانو له لوري صنعتي نشه يي توکي تولیديږي؛ خو په وینا یې د هغو د موندنو لپاره هم هڅې روانې دي.

مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشخص ډول له نړیوالو غوښتي وو، چې ورسره د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې څو میلیارده ډالره مرسته وکړي.

طالب چارواکي بیا- بیا ادعا کوي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې یې قاطع او بریالۍ مبارزه کړې.

یو شمېر نړیوال سازمانونه، په دې اړه د طالبانو ادعاوې تاییدوي، خو ځینې نور او د سیمې هېوادونه بیا زیاتوي چې لا هم له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق لړۍ ورته دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...