Homeخبرونهشېخ دلاور د اړوند شرکت رییس ته؛ د مس عینک پروژې عملي...

شېخ دلاور د اړوند شرکت رییس ته؛ د مس عینک پروژې عملي کار ژر پيل کړئ

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د مس عینک کان د قراردادي شرکت له رئیس ښاغلي «سانګ» سره په لیدنه کې د یادې پروژې د عملي چارو د ژر پیل غوښتنه کړې ده.

د دلاور دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ‏په دې کتنه کې د مس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې د نورو خبرو په تړاو جزییات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې د قراردادي شرکت رئیس د مس عینک پروژې د چارو د نه پيل دلیل څه ښودلی؟

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څه باندې دوه نیم کاله کیږي، چې په ترڅ کې یې د دوی چارواکو بیا- بیا د مس عینک پروژې د ژر پيل خبر ورکړی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه تر سترګو کیږي.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې په وینا یې د جمهوري نظام د چارواکو په شان د لویو پروژو د پيل په تړاو خلک تېر باسي او عمل کې د پام وړ څه نه لري.

په مس عینک کان کې د پانګونې او د دغه کان د را ایستلو قرارداد د ۲۰۰۸ز کال د اپرېل په ۲۵مه له MCC چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو. دا قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره و. که څه هم د قرارداد د لاسلیک ډېر وخت کېږي، خو تر اوسه په بېلابېلو دلایلو د دې پروژې عملي چارې نه دي پيل شوي.

د جمهوري نظام پر مهال د دې پروژې د نه پیل اصلي دلیل د اوسنیو واکمنو طالبانو لخوا وسله وال مزاحمت ګڼل کېده، خو اوس باور دا دی چې اړوند شرکت د طالبانو د رژیم د نه رسمیت له امله د عملي چارو پيلولو ته زړه نازړه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...