شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د سندباد سفر | محمود مرهون

د سندباد سفر | محمود مرهون

سندباد یو عرب سیاح وو پخوا په بغداد کي اوسېدی هغه د کوچنیوالي څخه د سمندري سفرونو سره علاقه درلودله یوه ورځ یې ویل زه باید ساحل ته ورسم او د هغه ځای څخه د اوګوټ په ذریعه سفر وکړم. سند باد ساحل ته ورغی یو ډېر لوی اوګوټ یې ولیدى چي لنګر یې اچولی وو ور نژدې سو د هغه اوګوټ کپتان یې پیدا کړى او ورته و يې ویل ما هم درسره بوزئ. زه د سمندري سفرونو ډېر شوق لرم. کپتان ویل موږ سبا روانېږو ته هم راسره راځه. سندباد خوشاله سو کور ته ولاړى چي د سبا د سفر لپاره کالي او نوره توښه برابره کړي.

 په دا سبا سندباد په اوګوټ کي سپور سو او اوګوټ روان سو. اوګوټ ډېري ورځي د اوبو پر سر روان وو. یوه ورځ اوګوټ یوې جزیرې ته ورسېدی ټول خوشاله سوه راکښته سول جزیرې ته ور وختل بیا یې اور بل کړى چي د ماهیانو غوښه پخه کړي او وې خوري. دا ډېره کوچنۍ جزیره وه سندباد په دې جزيره کي ګرځېدی سیل یې کاوه. په دې وخت کي ناپامه کپتان نارې کړې ژر او را و ګرځئ هلى ژر کوئ دا جزیره نه ده بلکي د یوه لوی ماهي شا ده دا اوس اوس ماهی ښوري که ژر بیرته اوګوټ ته ونه ختلاست نو پوه سئ چي ډوب سواست.

 کپتان نورو کښتیوانان. مسافر او ټول کارونه پرېښودل اوګوټ ته یې منډه کړه ژر ور وختى او اوګوټ ته يې حرکت ورکړى. سندباد چي ځان ور رساوه اوګوټ روان سو سندباد د ماهي پر شا یوازي پاته سو. ماهي هم حرکت وکړى د سمندر په اوبو ننوتى سندباد اوبو ته ورایله سو. سندباد مجبور سو چي په اوبو کي لاس او پښې وغورځوي په دې وخت کي سندباد ته یوه تخته په لاس ورغله. دغه تخته کښتیوانانو د اوګوټ څخه راوړې وه غوښتل یې چي اور په بل کړي مګر دونه وخت نه سو پاته چي تخته دي و سوځي. سندباد په ډېر مشکل سره پر تخته کښېنستى. تخته د اوبو پر سر روانه وه. سندباد ډېر وږی او تږی سو بلاخر څو ورځي بعد تخته یوې داسي جزیرې ته ورسېده چي رښتیا هم جزیره وه د یوه لوی ماهي شا نه وه.

 سندباد چي جزیرې ته ورسېدی ډېر خوشاله سو د تختې څخه راکښته سو جزیرې ته ور وختى نو د ډېري ستړیا په وجه د حرکت نه وو هلته پرېوتى خوب ورغی بیده سو. کله چي راویښ سو شاوخوا یې وکتل راپورته سو ویل په جزیره کي به لږ وګرځم. جزیره په مېوه داره ونو ډکه وه سند باد وږی وو په مېوو یې ښه ځان موړ کړى دوې درې ورځي په جزیره کي وګرځېدی مګر انسان یا حیوان یې پیدا نه کړى حیران سو چي په دې جزیره کي خو هر څه سته مګر انسانان او حیوانان نسته.

کله چي ورځ سوه سند باد د سمندر غاړي ته راوتی یو آس یې ولیدی چي پر موږي تړلی وو سندباد ور نژدې سو آس لغتي وهلې سندباد یې ځان ته نه پرېښوى. په دې وخت کي ناببره یو سړی د یوه غار څخه راووتى سندباد چي یې ولیدى ستړې مه سې يې ورسره  وکړ او و يې ویل آس زما دی ته څوک یې او دلته څه کوې د کمي خوا راغلی یې؟ سندباد ځواب ورکړ زما نوم سندباد دی د یوې تختې په ذریعه مي ځان دې جزیرې ته راورساوه. هغه سړي سندباد ته ویل راځه زما سره غار ته راننوزه. سندباد ورسره ومنله او دهغه سره په غار ننوتى. په غار کي دننه یوه لویه خونه وه هغه سړي هلته سندباد ته د ماهي د غوښو کباب راوړ چي د سندباد لوږه لېري سي. په دې وخت کي نور خلک هم خونې ته ور ننوتل هغه سړي سندباد ته ویل ځوانه موږ غواړو چي د دې جزیرې پاچا ته ورسو ته راسره ځې او که يا؟ سندباد جواب ورکړى وو ولي نه زه هم درسره ځم. وروسته سندباد او نور خلک پر آسانو سپاره سوه ښه ډېر مزل یې وکړى بیا یوې ښایستې ماڼۍ ته ورسېدل.

 سندباد او ملګري د آسانو څخه راکښته سول او ماڼۍ ته ورننوتل. د جزیرې پاچا د سندباد په لیدو ډېر خوشاله سو او ورته و يې ویل ته دلته زموږ سره د تل لپاره په دې جزیره کي پاته سه. سندباد ورسره و منله د جزیرې د پاچا سره په ما‎ڼۍ کي پاته سو. اوس سندباد دی او ميلې دي هر ډول خواړه ورته رسېږي شاهانه ژوند کوي څو میاشتي چي یې تېري کړې د شاهانه ژوند څخه تنګ سو داسي ورته معلوميده لکه یو آزاد مرغه چي په قفس کي بندي سي ډېر یې زړه غوښتى چي بیرته خپل وطن ته ولاړ سي. یوه ورځ سندباد په جزیره کي ګرځېدی اخير یې یو لوی غر ولیدى د غره پر سر یوه سره جنډۍ رپېدله سندباد فکر وکړى چي دا لکه چي زیارت دی.

 زړه یې ډېر تنګ وو ویل غره ته به و خېژم پام به مي په بله سي او حال به یې هم معلوم کړم چي دا اوس زیارت دی که بل شی. سندباد د غره پر خوا ور روان سو په ډېر تکلیف او زحمت د غره سر ته ور وختى چي داسي یې ورته وکتل یو لوی قبر دی زرغون ټوکر ور باندي هوار دی څنګ ته یې دوه کسه په خواږه خوب بیده دي.

سندباد حیران سو چي یا الهي دا دوه کسه څوک دي چي دلته غره پر سر د قبر په څنګ کي بیده دي؟ سندباد په تعجب سو ویل تر څو چي د دې دوو کسو په هکله معلومات تر لاسه نه کړم د دې ځای څخه نه ځم. وروسته هلته قبر ته نژدې کښېنستى. سندباد تر ښه ډېره پوري هلته ناست وو اخير د مازیګر پر وخت دوه کسه د خوب څخه راویښ سوه سندباد ته چي یې وکتل دوی هم تعجب وکړى په هندي ژبه یې ورته ویل ته څوک یې او دا کوم ځای دی؟ سندباد په هندي ژبه پوهېدى فوراً یې ورته ویل زما نوم سندباد دی د بغداد اوسېدونکی یم خپل قسمت دلته راوستلی یم نور نو زه هم نه یم خبر چي دا جزیره په کوم وطن پوري تعلق لري او د بغداد څخه څونه ليري ده اوس نو تاسي معلومات راکړئ چي تاسي څوک یاست د کمي خوا راغلي یاست او دا قبر چي تاسي یې څنګ ته په خواږه خوب بیده واست د چا دی؟ په دغه دوو کسانو کي یو چي په رنګ ډېر ښایسته وو سندباد ته وویل زموږ کیسه ډېره په غم لړلې ده پرېږده یې بیا که مو د لیدو قسمت سره وسو درته بیان به یې کړم اوس دا راته ووایه چي آیا موږ د دې خوفناکي جزیرې څخه خپل هیواد ته تلای سو که يا؟ سندباد فکر وکړى وروسته يې ورته و ویل تر ټولو دمخه تاسي خپله کیسه راته بیان کړئ چي زړه مي آرام سي. ښایسته ځوان ورته ویل چي نه مو پرېږدې او ضرور کیسه را څخه اورې نو واوره.

 هغه کیسه داسي شروع کړه:

 زما پلار د هند پاچا دی سلیم شاه یې نوم دی د هند ټول خلک د ده څخه ډېر خوشاله دي یعني په خپلو خلکو کي ډېر محبوبیت لري. زه د پلار یو زوی یم زما نوم آصف دی پر خپل پلار دونه ګران وم چي یوه شېبه به یې هم د ځان څخه نه لیري کولم تل به یې تر سترګو لاندي ساتلم د پلار یو زوی وم چي د هر شي طلب به مي وکړى هغه شی به را رسېدی. زه ډېر مغروره هلک وم د هیچا سره مي سمه خبره نه کوله نوکرانو او مزدورانو ته مي هیڅ اهمیت نه ور کاوه په ټول هند کي یوازي د وزیر زوی راباندې ګران وو. د وزیر زوی سلېمان نومېدی زه هم د اتلس کالو وم او د وزیر زوی هم د اتلس کالو وو پاچا او وزیر دواړه په دې خبره و چي موږ یو پر بل ډېر ګران یو یو ځای ډوډۍ سره خورو او یو ځای لوبې سره کوو. یو ورځ موږ دواړه سره ناست و مجلس مو سره کاوه سلېمان راته ویل دا څه ژوند دی چي دلته پر موږ تېریږي د خدای دنیا خو ډېره پراخه ده باید موږ په سیل و سیاحت ووزو خلک ووینو د ژوند حالات ووینو په دنیا کي خو عجب واقعات پېښېږي. ما ورته ویل ډېره ښه خبره دې وکړه مګر چیري به ځو؟ ده په جواب کي راته ویل شاهزاده کوه قاف ته به ولاړ سو خلک وايي چي هلته رقم په رقم ښایستې شاپېرۍ اوسېږي. ما ورته ویل د کوه قاف په هکله خو رشتیا هم ډېري خبري کيږي چي خلک يې حیران کړي دي زما زړه خو یې نه مني دا ټول دروغ او افسانې دي د حقیقت سره تعلق نه لري. هغه ویل زه فکر کوم دا دروغ نه دي خو بیا هم ته اختیار لرې هري خوا ته چي دي خوښه وي هغه خوا ته به ولاړ سو. ما ورته ویل افریقا ته به ولاړ سو خلک یې ډېر صفت کوي چي په لیدو ارزي. ما ورسره ومنله. ماښام مي پاچا ته وویل چي زه او سلېمان افریقا ته په سیل ځو اجازه راکړه. پاچا اجازه نه راکوله ویل زویه افریقا څه کوې دلته زه یوازي یم زما سره د باچهي په چارو کي مرسته وکړه اوس خو ته کوچنی نه یې لوی سوې. ما ورته ویل څلور ورځي ژوند دی په کار دی چي یو څه سیل و سیاحت هم وکړم د باچهي کارونه خو هسي هم نه را څخه ځغلي. پاچا مجبوره سو اجازه یې راکړه. دا بل سهار مي کښتیوانانو ته وویل چي یو ښایسته اوګوټ جوړ کړئ موږ د سمندر له لاري افریقا ته ځو داسي زورور او قوي اوګوټ باید جوړ کړئ چي د هر قسم توپان مقابله وکړي.

په يوه هفته کي یي یو ډېر ښایسته اوګوټ تیار کړى سهار وختي زه او د وزیر زوی، شل کسه نوکرانو اوګوټ ته وختو. لمر راوختى د کپتان په حکم کښتیوانانو بادبانونه پورته کړه اوګوټ په سمندر کي د ژورو اوبو پر خوا حرکت وکړى. زه او سلېمان دواړه د اوګوټ پر بام باندي ولاړ وو د سفر په هکله مو خبري سره کولې. بیا هلته کښېنستو په دې وخت کي نوکران هم راغله سندري او غزلي یې شروع کړې. موږ دواړو ته د نوکرانو خوږو سندرو خوند راکړى غوږ مو پر ونیوى. بیا په نوکرانو کي هغه څوک چي ښه آواز خدای ورکړی ما په خپل وار را غوښتل دوی به پر خپل نوبت غزلي راته ویلې. زما په نوکرانو کي څلور ښځې هم وې په هغه ښځو کي د یوې ښځي خورا ښه کيسې او سندري زده وې هغه هم پر خپل وار راغله د یوې خوږې او دلچسپي غزلي په ویلو یې شروع وکړه لکه څومره چي هغه ښځه ډېره پنډه او بدرنګه وه هغومره ښایسته آواز خدای ورکړی وو په آواز کي یې داسي سوز او ارمان و چي زه او سلېمان دواړه ورته حيران سو. کله چي غرمه سوه د سندرو محفل پای ته ورسېدى ټول خلک ولاړ سوه د ډوډۍ په پخولو یې شروع وکړه ما او سلېمان د سمندري سفر په هکله خبري کولې. سلېمان راته ویل شاهزاده موږ یو کار ونه کړى هغه دا چي ډېر لږ خلک مو راوستل په کار وه چي ډېر مسلح کسان راسره وای اوږده او د خطر ډکه لار ده د سمندري غلو بېره او وهم سته خدای دې نه کوي که پر لاري د سمندري غلو سره مخامخ سو نو بیا به څه کوو دغه شل کسه خو سم د توري په چلولو هم نه پوهېږي دوی بې چارګان به زموږ ساتنه څنګه وکړي یوازي زه او ته یو چي توري وهلای سو مګر په د دو کسو څه جوړه ده؟.

 ما ویل ته مه پرېشانه کېږه هر څه د خدای په اراده دي هغه چي هر څه کوي ښه کوي موږ د هغه په اراده کي هیڅ هم نه سو کولای اول خو زه یقین لرم چي داسي ناوړه پېښه به نه کیږي او که چیري داسي پېښه هم وسوه نو دا به زموږ د توري امتحان وي په خپله توره او همت به جنګېږو لویه خبره نه کوم مګر پر لس کسه غلو خو ځان غښتلی بولم او زما په فکر ته به هم داسي پاته برخه نه یې چي د سمندري غلو مقابله ونه کړې. موږ دغه خبري سره کولې یو نوکر راغی ویل ډوډۍ پخه سوه درځئ.

 موږ دواړه ورغلو سترخان تیار وو ډوډۍ خوړلو ته کښېنستو نورو نوکرانو ته مي وویل چي تاسي ستر خانونه هوار کړئ چي ټول یو ځای او په ګډه ډوډۍ وخورو. ډوډۍ مو په ګډه وخوړه. شپږ ورځي تېري سوې اوومه ورځ پر آسمان د توپان علامې ښکاره سوې کرار کرار توپان په زوره کيدى په نهمه ورځ توپان داسي زورور سو چي د اوګوټ د ماتېدو او ډوبېدو خطر پیدا سو. کپتان شپېته کلن او په غوښه پټ پهلوان وزمه سړی وو ډېر لوی زړه یې درلودى تر اخيره یې حوصله د لاسه ور نه کړه او د سختو توپاني بادونو او موجونو په منځ کي يې اوګوټ ته لار پیدا کوله. توپان ټول اوګوټ لړزاوه دغه حالت تر ماخوستنه وو ماخوستن د توپان شور یو څه کم سو ټولو یو بل ته مبارکي ورکړه چي خدای د مرګ څخه وساتلو. ژر د دوی خوشالي بیرته په خاورو ګډه سوه ځکه چي سهار د لمر ختو سر سم د اوګوټ کپتان ما ته راغی راته ویل د اوګوټ مخ اوښتی دی لار راڅخه ورکه سوې ده اوس پر کومه ځو. زه پرېشان سوم ورته ویل مي په اټکل درځه که خدای مو مل وو ضرور به لار پیدا کړو. زه او سلېمان دواړه د اوګوټ پر فرش ولاړ و د لمر لوېدو خوا ته مو کتله یو وار مي د شفق پر خوا د لېرې څخه یو کوچنی شین غر ولیدى. غر ډېر لېري وو ځکه کوچنی معلومېدی. کله چي موږ د غره خوا ته ور نژدې سو یو وار اوګوټ په لړزه سو کپتان وار خطا سو په منډه ما ته راغی ویل ډېر بد خبر مي درته راوړی دی موږ یو مقناطیسي غره ته ور نژدې شوي یو تاسي ته خو معلومه ده چي اوګوټ نیم د وسپني جوړ دی ځکه خو یې مقناطیسي غر ځان ته ور کشوي ډېر بد حال دی اوګوټ په تېزي سره د غره پر خوا روان دی په لږ وخت کي به د غره سره وجنګېږي او ټوټه ټوټه به سي او هیڅوک به ژوندی پاته نه سي. نوکران د کپتان د خبرو په اورېدو سره په ژړا سوه په زوره یې چغي وهلې زما او د سلېمان د غوږو پردې یې را پرې کړې. زه حیران پاته وم نه پوهېدم چي څه وکړم عقل مي کار پرېښوى هر څه را څخه ورک سوه نوکرانو ته مي چغي کړې چي چپ سئ نارې مه وهئ مرګ که راغلی دی په هر حال به راځي په ژړا نه ګرځي ژړا د بې غیرتو او بې ننګو خلکو کار دی.

نوکرانو د مرګ له بېري ژړل زما خبره یې وانه ورېده ټولو په زوره زوره چغي يې وهلې. زه په غصه سوم توره مي راویسته نارې مي کړې چي چپ سئ چغي مه وهئ کنې سر به مو په توره قلم کړم. زما خبرو تأثیر وکړى نوکران چپ سوه پر خوله یې لاس ونیوى خو تر سترګو یې لا اوښکي بهېدلې. ما کپتان ته ویل د شنه غره په هکله نور څه معلومات لرې؟ هغه ویل دغه غر ډېر لوی دی سترګي نه پسې رسېږي او بله خبره دا چي ما د پخوانیو کپتانانو او کښتیوانانو له خولې دا  خبري اورېدلي دي چي په دې غر کي یو لوی بزرګ او د خدای ولي ښخ دی په دې نه یم خبر چي د هغه قبر د غره پر سر دی او که د غره په لمن کي مګر دا خبره ده چي کښتیوانان هغه ته ډېر د عزت په سترګه ګوري هر کپتان چي دا اوګوټ یا کښتۍ په ذریعه سفر شروع کوي د دغه بزرګ په نامه څه نا څه خیرات ضرور کوي دوی وايي چي که موږ خیرات ونه کړو نو زموږ اوګوټ یا کښتۍ خپل منزل ته نه سي رسېدلای خامخا پر لاري ډوبیږي ځګه خو د سمندر پر ساحل لا خیرات کوي بیا خپل سفر شروع کوي.

 ما ویل ما هم د دغه بزرګ په هکله داسي افسانې اورېدلي دي خدای خبر چي دروغ دي که رشتیا که دا خبره رشتیا هم وي نو تا ته اول لا په کار وه چي د سفر تر شروع کيدو د مخه دي خیرات کړی وای. کپتان ویل شاهزاده ستاسي د راتګ خوشالۍ داسي زور راباندي وکړى چي زموږ څخه دغه ضرور کار هېر سو رشتیا هم دا کار موږ باید هغه وخت کړی وای مګر افسوس افسوس چي اوس هيڅ نه سي کيدلای. سلېمان په غصه کپتان ته وویل اوس نو افسوس او ارمان څه فايده لري چي اوبه تر ورخ تيري سوي دي. کپتان ویل زه هره سزا منم غلطي زما ده زه خپل قصور منم اوس چي هره سزا راکوې په راضي یم. زه او سلېمان دواړه حیران تللي و ځکه چي اوګوټ په تېزي سره پر اوبو پر پر کشېدى ټول اوګوټ په لړزه اخته وو ټول خلک د وهمه رېږدېدل نارې او چغي وې داسي حال وو چي هر څومره په زوره چا خبري کړي وای بل چا نه اورېدې. ما یو وار بیا نارې کړې چي چغي مه وهئ د خدای په لحاظ چپ سئ مګر هیچا زما خبره نه اورېده ټولو چغي وهلې په دې وخت کي سلېمان ته ډېر درد ورغی سترګي یې سرې او مخ یې تور واوښتى توره یې د پوښه را و ایستله د یوه نوکر سر یې پرې کړى او لس ګزه لېري یې وغورځاوه. هغه راچپه سو په وینو رنګ سو او مړ سو. سلېمان توره راوګرځوله بل نوکر یې په نس کي په وواهه توره د هغه په نس ننوتله تر ملا یې راووته هغه نوکر یوه لویه چغه وکړه د وینو قی یې وواهه پر تندي ومښتى او مړ سو. نوکرانوو چي دغه حالت ولیدى خاموشه سوه ما د کپتان څخه پوښتنه وکړه نور څه معلومات لرې؟ هغه ویل ما اورېدلي دي چي د دغه بزرګ مزار ته تر اوسه څوک نه دی رسېدلي هر اوګوټ چي پر دې لار راغلی دی ضرور ډوب سوی دی نو موږ نه سو ویلای چي دلته نو څه څه سته مګر دا مي اورېدلي دي چي هر څوک چي دغه مزار ته ورسي هره دعا چي وکړي هغه قبولیږي. موږ حیران پاته سو په دې وخت کي غر هم رانژدې سو فوراً مي یو کونج ته منډه کړه دوې تختې مي راواخیستلې پر یوه زه ودرېدم پر بله سلېمان ودرېدى. کپتان هم یوه تخته راواخیسته او پرودرېدى. ډېره لویه چاودنه وسوه اوګوټ د غره سره وجنګېد او ټوټه ټوټه سو.

هر څوک چي هر ځای ولاړ و هلته په اوبو کي ایله سو زه سلیمان او کپتان پر تختو باندي پاته سو نور ټول خلک په اوبو کي ډوب سوه. موږ درې کسه پر تخته باندې د اوبو پر سر کرار کرار باد پوري وهلو او د غره خوا ته ور نژدې کيدو. په دې وخت کي چي غره ته لږ لار لا پاته وه کپتان د تختې څخه وښوېدى او ژورو اوبو ته ور ایله سو. آخر زه او سلېمان د غره لمني ته چي دوه ګزه جګه وه ور و رسېدو لاسونه مو پر ونیول او وروختو. کله چي زه او سلېمان د غره لمني ته ور وختو ډېر ستړي سوي وو ځکه د لږ وخت لپاره هلته ودرېدو سلېمان ما ته ویل زه او ته پاته سو بل هیڅوک ژوندي نه سوه پاته ټول اوبو ډوب کړه خدای خبر چي موږ څنګه پاته سو لکه چي مرګ مو نه و راغلی.

ما ویل هو رشتیا وایې مرګ مو نه و راغلی کنې اوس به د ماهیانو خوراک وای. سلېمان ویل ستا خبره صحیح ده اوس دا راته ووایه چي د دې ځای څخه به څنګه ځو ما ته خو ښکاري چي په دغه غره کي به د لوږي او تندي مړه سو. ما ویل امکان لري چي دلته مړه سو مګر ما ته د کپتان خبره راپه یادیږي چي ویل يې په دې غره کي د یو بزرګ مزار دی نو اوس باید هر څنګه چي وي دهغه بزرګ مزار پیدا کړو او هلته دعا وکړو ګوندي قبوله سي او د دې ځای څخه ژوندي ولاړ سو. د لږ وخت لپاره موږ هلته ناست وو چي بدنونه مو یو څه تاوده سوه وروسته زه او سلېمان د غره د لمني څخه په شېله کي روان سو. لږ چي مخ ته ولاړو که ګورو چي د انسانانو هډوکي پراته دي سلېمان یو هډوکی راپورته کړى او  وې ویل دا هډوکي د دې شاهدي ورکوي چي دلته نور انسانان هم راغلي دي چي بیا خدای خبر څه ورباندي سوي خیر داسي خو پېښېږي اوس باید موږ ژر تر ژره د هغه بزرګ مزار ته ځان ور و رسوو. موږ دغسي خبري سره کولې او په شېله کي مخ ته روان وو. په شېله کي ښه ډېر مخ ته ولاړو وږي او تږي هم سو سره غرمه وه خولې راباندې رایله سوې سلېمان راته وویل راسه کښېنو یو څه به مو سا سمه سي بیا به روان سو. ما ورته و ویل دغه شېله د غره سر ته ختلې ده درځه چي ور وخېژو که کښېنستو لا پسي وږي او تږي کېږو بیا به د تلو هم نه يو سلېمان راسره ومنله. دواړه د غره سر ته ختلو تر نیمايي پوري چي و رسېدو سا مو لنډ سوه مګر همت مو د لاسه ور نه کړى پاته نیمه لار مو هم پرې کړه د غره سر ته ورسېدو.

د غره پر سر مو لس یوولس ګزه اوږد قبر ولیدى حیران پاته سو د قبر شاته پراخه مځکه وه چي شنه واښه ورباندي راشنه سوي وه قبر ته نژدې یوه د اوبو چینه هم وه چي یخي او روڼي اوبه ځني رابهېدلې. موږ خو د تندي مړه کېدو ورمنډه مو کړه پر اوبو پرېوتو تنده مو په ماته کړه. بیا د اوبو څخه ولاړ سو وښو ته ورغلو د وښو په خوړلو مو خوله پوري کړه چي ښه مو ځانونه ماړه کړه هلته پرېوتلو خوب راغی هر څو چي مو د راپورته کېدو کوښښ وکړی مګر خوب راباندي زور سو سترګي مو پټي سوې.

ماځیګر وو چي زه را ویښ سوم شاوخوا مي وکتل سلېمان مي څنګ ته په خواږه خوب بیده وو. لمر ډوبیدی سلېمان مي راویښ کړى هغه راته ویل اوس به څه کوو. ما ویل ما ته د کپتان خبره را په یاد سوه دا د هغه بزرګ قبر دی. سلېمان ویل خدای خبر چي دا بزرګ د کومي خوا څخه راغلی دی او په کوم وخت کي راغلی دی؟ ما ویل د دې خبري سره موږ هیڅ غرض نه لرو چي کله راغلی دی او د کوم ځای څخه راغلی دی موږ ته په کار دی چي د دې بزرګ کرامت ته وګورو ولي چي کپتان ویل د دې بزرګ پر قبر چي څوک هر قسم دعا وکړي هغه پوره کیږي اوس دا راته ووایه چي څه قسم دعا وغواړو چي د دې ځای څخه ژوندي ولاړ سو. سلېمان راته ویل تر څو چي دلته یو کښتۍ یا اوګوټ نه وي راغلی موږ د دې ځای څخه ژوندي نه سو تلای ځکه چي دا سمندر ډېر پراخ او لوی دی په بله طریقه موږ د دې جزیرې څخه نه سو تلای. زه ډېر مایوس سوم سلېمان ته مي و ویل ستا د خبرو مطلب دا چي موږ به دلته تل بندیان یو او هیڅ کله نه سو پوري وتلای.

سلېمان ویل مایوس کيدل نه دي په کار تر څو چي زموږ په بدن کي سا وي موږ به د ژوند لپاره کوښښ کوو خدای موږ ته عقل راکړی دی لاس و پښې مو روغ دي راپورته سه چي دعا وکړو او ددې ځای څخه روغ رمټ ولاړ سو. ما ویل ښه دی. دواړه راغلو د بزرګ د قبر سر ته کښېنستو سلېمان راته ویل اول ته دعا وکړه بیا زما وار دی. ما په دعا لاسونه پورته کړه د زړه د اخلاصه مي دعا وغوښته چي یا الهي ته موږ د دې جزیرې څخه خیرو خیریت خپل کور ته و رسوې آمین.

زما بعد سلېمان هم داغسي دعا چي ما وغوښته و غوښته یو وار بیا دواړو ته سخت خوب راغی ډېر مو کوښښ وکړى چي راپورته سو مګر سترګي مو پټي سوې بیده سو. خوب مي ولیدی چي یو سپین ږرى سړی راغی د واوري په رقم نرۍ ږیره یې تر نامه پوري رسېدله سپین کالي یې اغوستي وه ما ته یې ویل مبارک دې سه ستا دعا د خدای په دربار کي قبوله سوه سهار به یو سړی دلته راسي تاسي دواړه به د دې ځای څخه بوزي او په خیرو خیریت سره به خپل وطن ته ولاړ سئ.

 آصف دي چي تر دې ځايه قيصه را و رسول نو بيا يې وویل موږ برايي ټوله شپه بیده وو اوس دا دى تا د خوب څخه راویښ کړو که ته نه وای راغلی خدای خبر تر څو به لا بیده وو.

 سلېمان و ویل ما هم برایي داغسي خوب ولیدی یو سپین ږرى سړی په خوب کي راسي نرۍ ږیره یې تر نامه رسېږي راته وايي چي مبارک دي سه د خدای په دربار کي دي دعا قبوله سوه. وروسته سندباد خپله کیسه سر تر پایه ورته وکړه او ورته ویل رشتیا چي داسي دعا قبوله سوه موږ او تاسي به درې سره خپل وطن ته ځو. سندباد آصف ته ویل راځئ زه د دې جزیرې د پاچا نژدې ملګرى یم هغه خورا ښه راسره کوي عزت مي کوي تاسي به هم هلته ور ولم ان شا الله که د خدای خوښه وه ډېر ژر به خپل وطن ته ولاړ سو.

 سندباد آصف سلېمان د ځان سره ملګري کړه درې سره د غره څخه راکښته سوه د جزیرې د پاچا حضور ته راغله. سندباد پاچا ته د آصف او سلېمان دردناکه کیسه بیان کړه. پاچا ویل دوی هم زما مېلمانه دي هر څو عمر چي دلته اوسېږي خوښه یې ده. یو څو ورځي لا دوی هلته تيري کړې مګر ډېر ژر د سندباد زړه د دې شاهانه ژوند څخه تور سو نور یې نو دلته ګزاره نه کېده یوه ورځ یې پاچا ته ویل محترم خپل وطن مي ډېر یاديږي غواړم چي بغداد ته ولاړ سم آیا د دې ځای څخه بغداد ته کښتۍ یا اوګوټونه ځي؟

پاچا جواب ورکړ ډېره د افسوس خبره ده چي دا ډېر عمر کیږي د دې ځای څخه یوه کښتۍ یا اوګوټ هم بغداد ته نه دی تللی.سندباد د پاچا په جواب ډېر خوابدى سو. یوه ورځ سندباد د سمندر پر غاړه ولاړ  وو او په چورت کي ډوب تللی وو په دې وخت کي یې یو اوګوټ ولیدى. سندباد فکر وکړى چي دا اوګوټ خو ما مخکي لیدلی دی سندباد د اوګوټ پر خوا روان سو هغو کښتیوانانو ته چي مالونه یې راکښته کول ور نژدې سو.

په دې وخت کي د سندباد یوه جوړه کالي کښتیوانانو د اوګوټ څخه راکښته کړه سندباد حيران سو د یوه کښتیوان څخه یې پوښتنه وکړه دا کالي د چا دي؟ کښتیوان جواب ورکړى د دې کالو خاوند په سمندر کي ډوب سوی دی نو موږ غواړو چي دا کالي بیرته بغداد ته یوسو. سندباد ډېر خوشاله سو هغه ته یې ویل سندباد مړ نه دی زه سندباد یم او دا کالي زما دي. بیا سندباد د اوګوټ کپتان ته ورغی هغه چي سندباد ژوندی ولیدى ډېر خوشاله سو سندباد هغه ته ویل زه غواړم بغداد ته ولاړ سم ما درسره بوزئ. کپتان ویل ولي دي نه راسره بیایو هر وخت چي موږ بغداد ته تلو ته به راسره ولاړ سې. وروسته کپتان سندباد ته خپل کالي ورکړه. سندباد د پاچا ماڼۍ ته ولاړی هلته یې د شاهزاده آصف او سلېمان سره ولیدل هغو ته یې تسلي ورکړه چي فکر مه کوئ موږ او تاسي به ډېر ژر خپل وطن ته ولاړ سو. په دا بله ورځ سندباد شاهزاده آصف او د وزیر زوی سلېمان د سمندر ساحل ته ورغله او د هغه ځای څخه اوګوټ ته وختل اوګوټ روان سو اووه ورځي یې مسلسل په سمندر کي سفر وکړى آخر بغداد ته ورسېدل. سندباد او ملګري يې د اوګوټ څخه کښته سول وروسته شاهزاده او د وزیر زوی سندباد ته ویل اوس موږ ته اجازه راکړه چي خپل وطن هند ته ولاړ سو. سندباد شاهزاده آصف او د وزیر زوی ته دوه آسان ورکړه چي پر دې آسانو سپاره سئ او هند ته ولاړ سئ. سندباد خپل کور ته ولاړی هلته یې خپلوان او دوستان ولیدل خپله ټوله کیسه یې ورته وکړه هغه ډېر حیران سوه. سندباد په خپل کور کي ډېر خوشاله وو. څه عمر چي تېر سو سندباد بیا د سمندري سفر په فکر کي سو هغه د سمندر ساحل ته ورغی هلته یې یو لوی اوګوټ ولیدى چي پر ساحل یې لنګر اچولی وو. کپتان ته یې وویل زه غواړم چي ستاسي سره په اوګوټ کي سمندري سفر وکړم ما د ځان سره وړئ که يا؟ کپتان ځواب ورکړى ولي نه موږ به ډېر خوشاله سو که ته زموږ سره سفر وکړې. څو ورځي وروسته اوګوټ په سفر روان سو ډېري ورځي په اوبو کي روان وو بالاخره اوګوټ یو ښایسته جزیرې ته ورسېدى او سمندر پر ساحل یې لنګر واچوى. سندباد او کښتیوانان په کوچنۍ کښتۍ کي سپاره سوه او د جزیرې پر خوا یې مزل شروع کړى په دې جزیره کي د لمر وړانګې هر لور ته خپرې وي او د خوږو مېوو وني په هر ځای کي ولاړي وې. کښتۍوانان په جزیره کي وګرځېدل او د درختو څخه یې مېوې وشکولې. سندباد یوازي په جزیره کي ګرځېدی کله چي ستړی سو د اوبو د یوې والې پر څنګ وغځېدى او يو ګړى بعد خوب ورغی بیده سو. کپتان کښتیوانانو ته ویل چي بیرته درځئ چي پر مخ ځو سندباد یې هېر سو ټول په کښتۍ کي سپاره سول او ځان یې اوګوټ ته ورسوى سندباد په جزیره کي پاته سو او اوګوټ ځيني ولاړى. کله چي سندباد د خوب څخه راویښ سو که ګوري هيڅوک نسته چي هر څه یې دوري او هوري و کتل کښتۍوانان او کپتانان یې پیدا نه کړه آخر د یو لوی غر سر ته وختى د هغه ځای څخه یې اوګوټ ولیدى چي د جزیرې څخه ډېر لېري سوی دى. سندباد یو ټوکر په هوا کي وښوراوه چي کيدای سي د کپتان یا کښتیوانانو ورته پام سي او د هغه د وړلو لپاره بیرته راوګرځي. خو یوه کښتۍوان یا کپتان هم دی ونه لیدى او نه یې د هغه چغي واورېدې. سندباد په جزیره کي یواري پاته سو. هغه نه پوهېدى چي څه وکي شاوخوا یې وکتل د هيڅ انسان او حیوان بنګه لا نه وه فکر  یې وکړى چي ښه به دا وي چي یوې درختي ته وخېژم او د هغه ځای څخه ټوله جزیره وګورم امکان لري یو انسان پیدا کړم چي زما سره مرسته وکړي.

سندباد یوې لوي درختي ته وختى د هغه ځای څخه یې ټول جزیره ولیده. د جزیرې په منځ کي یې یو عجب شی ولیدى لکه خونه دونه لوی وو سپین رنګ یې وو.سندباد حیران سو چي دا څه شی دی ویل باید زه ورسم چي حقیقت یې معلوم کړم. سندباد ددرختي څخه راکښته سو د هغه سپین شي پر خوا روان سو. هغه سپین شی تر اندازه ډېر لوی وو په تعجب یې د ځان سره پوښتنه وکړه دا دونه لوی شی به څه شی وي؟ یو دم توره تیاره سوه سندباد وبېرېد چي پورته یې وکتل لمر یې ونه لیدى ځکه چي یو لوى مرغه لمر پټ کړی وو دغه مرغه چي په رنګ باز ته سوی وو یو لوی فیل په خپلو پنجو کي اخیستی و ډېر لوی و فیل یې په پنجو کي داسي معلومېدی لکه باز چي موږک په پنجو کي اخیستی وي دغه لوی باز د هغه سپین شي پر خوا روان سو. باز پر هغه سپین شي کښېنستى وروسته یې په ډېر تلوار فیل وخوړى. سندباد پوه سو چي دغه سپین شی د دې مرغه هګۍ ده ډېر حیران سو نه پوهېدی چي څه وکړي او څنګه د دې بلا څخه ځان پټ کړي. سندباد فکر وکړى چي که زه ځان د دې مرغه په پښو پوري ټال کړم او مرغه په هوا سي نو امکان لري چي د دې جزیرې مي وباسي. فوراً یې ځان ور نژدې کړى د سر څخه یې خپل پټو راخلاص کړى ځان یې په وتړى د پټو بل سر یې د مرغه پر یوه پښه پوري راوپېچى وروسته یې غوټه ورکړه.مرغه چي فیل وخوړى یو شېبه هلته و آخر په هوا سو سندباد یې په پښه پوري ځړیږي آخر دونه پورته سو چي لوی لوی غرونه ډېر کوچني معلومېدل مرغه تلى تلى تر څو جزیره خلاصه سوه سمندر شروع سو. مرغه تر ښه ډېره پوري روان وو آخر یوه بله جزیره راورسېده دغه مرغه په یوه دره کي کښته سو د سندباد پښې چي مځکي ته ورسېدې ژر  ژر  یې پټو د مرغه د پښو څخه راخلاص کړى د مرغه څخه ليري ولاړ. دا یو ډېر خوفناک ځای و ډېر لوی لوی ماران وه اکثره ماران دونه پنډ وه لکه د غټي او پنډي درختي تنه. سندباد ورته کتل هغه مرغه یو لوی مار ښکار کړى په مشوکه کي یې ونیوى او بیرته د آسمان پر خوا په هوا سو. په دغه خوفناکه دره کي نه رود وو نه اوبه او نه هم درختي هري خوا ته تور تور غرونه وو ټول مځکه په ځلانده او قیمتي جواهراتو ډکه وه. سندباد چي دونه جواهرات او قیمتي غمیان ولیدل ډېر خوشاله سو ژر یې پټو ورته هوار کړى قیمتي جواهرات یې په لپو لپو رااخیستل پټو ته یې اچول. پټو یې په ډک کړى وروسته یې دا کوښښ وکړى چي د دې ځای څخه د وتو لار پیدا کړي مګر یوه لار یې هم نه کړه پیدا.

 شپه پر راغله مجبوره سو چي په یوه غار کي پټ سي چي د مارانو د چیچلو څخه ځان خوندي کي هغه شپه يې په ویښه تېره کړه سهار چي د غار څخه راووتى د یو غره سر وختى که ګوري چي څو کسه دي د غوښو غټي غټي ټوټې یې په شهدو(عسلو) لړلي دي د غره څخه یې لاندي غورځوي. د غوښو ټوټې چي لاندي پر جواهراتو ایله سي ډېر جواهرات ورباندي ومښلي په دې وخت کي څو دانې بازان راغله غوښي یې په مشوکو کي پورته کړې په هوا سوه کله چي دغه بازان د غره څوکي ته ورسېدل او خلګو ته ور نږدې سول ژر یې په لویو نېزو بازان وبېرول بازانو غوښي ایله کړې دوی جواهرات د غوښو څخه ایسته کړه. سندباد حیران سو. وروسته سندباد ځان په یوه غوښه پوري وتړى اولندي ور و غورځيدى پرېوتى لږ وخت لا نه و تېر سوی یو باز راغی غوښه یې په مشوکه کي ونیوله پورته سو د غره څوکي ته چي ورسېدى هغه پورته ولاړى خلکو باز په نیزو وبېروى باز دستي غوښه ایله کړه. هغه خلک چي غوښي ته ور نژدې سوه څه ګوري چي په غوښه پوري یو انسان تړلی دی په شا یې یوه غوټه ده چي د جواهراتو څخه ډکه ده. هغو پوښتنه ځني وکړه چي ته څوک یې؟ ده ورته ویل زما نوم سندباد دی د بغداد ښار اوسېدونکی یم خلکو سندباد د ځان سره ملګری کړ د غره هغه بلي خوا ته کښته سوه چیري چي د دوی ښار وودغه خلکو د سندباد سره ډېر ښه کول سندباد څو ورځي په هغه ښار کي پاته سو په هغه ښار کي یې یو غمی خرڅ کړى څو دانې اوښان یې په رانیول بیا یې دهغه خلکو څخه رخصت واخیست او د بغداد پر خوا روان سو. بغداد ته په لار کي یو لوی رېګستان وو آخر  پای سندباد په خیر و عافیت خپل ښار بغداد ته ورسېدى دوستان او خپلوان یې ډېر خوشاله سوه سندباد د هغه جواهراتو څخه یو څه د ښار پر غریبانو خلکو ووېشل وروسته یې د خپل سفر کیسه خپلو دوستانو ته وکړه.

 د سندباد یو انډیوال وو چي ډېر مال و دولت خدای ورکړی وو یوه ورځ یې سندباد ته ویل چي ته به د سري لنکا پاچا ته زما د خوا څخه تحفې وړې. سندباد ویل سمه ده. ډېري قیمتي تحفې وې د سرو زرو هارونه ورېښمین ټوکران مشک و زغفران او یو عراقى آس سندباد دغه تحفې د سمندر ساحل ته یووړې هلته یو اوګوټ ولاړ وو چي په سبا ورځ سري لنکا ته روانېدی. سندباد په اوګوټ کي سپور سو او اوګوټ د سري لنکا پر طرف روان سو پوره یوه میاشت یې په اوګوټ کي سفر وکړى آخر سري لنکا ته ورسېدى.

د سري لنکا پاچا د تحفو په لیدو ډېر خوشاله سو د سندباد څخه یې تشکر وکړ او د څو ورځو لپاره یې مېلمه کړى. په دا بله ورځ چي سندباد د ښار په سیل راووتى نو د خلکو حالات چي یې ولیدل ډېر خواشینی سو اکثره خلکو به په ښار کي سوال کاوه د ښار زیاتره خلک غریبان وه د ګوتو په شمار یو څو کسه وه چي په ښه ښه کورو کي اوسېدل. سندباد د یوه سړي څخه پوښتنه وکړه چي دا خلک ولي دونه غریبان دي د دې څه وجه ده؟ هغه وویل زموږ پاچا د خلکو څخه مالیه ډېره اخلي چي بیا یې په خپلو دوستانو او خپلوانو وېشي. د پاچا خپلوان اکثره دروغجن او سود خواره دي ډېر بې ایمانه او ظالمان خلک دي. سندباد ډېر خوابدى سو فوراً یې پرېکړه وکړه چي بیرته به خپل وطن ته ځم. سندباد پر ځای د دې چي د سري لينکا د پاچا څخه رخصت واخلي او روان سي د سمندر ساحل ته ورغی اوګوټ ولاړ وو سندباد ور وختى او اوګوټ روان سو. دوهمه ورځ پر لاري پر اوګوټ سمندري غلو حمله وکړه هغو هر قسم چړې توري او غشي درلودل د اوګوټ کښتیوانانو ډېره سخته جګړه ورسره وکړه مګر ژر یې ماته وخوړه. غلو دوی ونیول لاسونه او پښې یې ور وتړل او په خپلو درې کوچنۍ کښتیو کي یې بوتلل. کښتۍ دوهمه ورځ یوې جزیرې ته ورسېدل وروسته یو سمندري غل چي سندباد یې غلام سوی وو سندباد یوه ماړه سړي ته وروستى چي د ډېرو پیسو په بدل کي یې پر خرڅ کړى. هغه دولتمند هم یو ډېر لوی سمندري غل وو په زرو خلک یې لوټ کړي وه په درواغ ویلو او په ګران قیمت مال خر څولو یې دولت پیدا ګړی وو. هغه دولتمند سندباد په ښه قیمت رانیوى او د خپلو غلامانو په فهرست کي یې شامل کړى. سندباد د هغه سړي غلام سو چي د ده په رقم نور غلامان یې هم درلودل. سندباد د نورو غلامانو په رقم مجبور وو چي د هغه سړي لپاره کار وکړي او خپلي خولې توی کړي. د هغه خاوند ډېر ټګ او چالاک وو خپل غلامان یې وږي ساتل یو ماښام بل ماښام به یې وچه ډوډۍ ورکوله. سندباد د خپل خاوند څخه سخت نفرت محسوساوه. یوه ورځ دولتمند ورته راغی ورته ویل يې آیا په لیندۍ ښکار کولای سې؟ ده ځواب ورکړى هو کولای یې سم. هغه وخت یې غشی او لیندۍ راواخیسته په هغه نخښه یې وار وکړى چي خاوند یې ور ښوولې وه غشی د نخښي په منځ کي ولګېدى خاوند یې پوه سو چي سندباد زورو ښکاري دی ډېر خوشاله سو. په دغه شپه سندباد او خاوند یې پر یو آس سپاره سوه او یو ځنګل ته ولاړل چي فیلان ښکار کړي. ټګ خاوند یې د یوې درختي په څنګ کي ودرېدى او دته يې ویل دې درختي ته وخېژه او تر هغه وخته انتظار وکړه چي فیلان راځي. سندباد درختي ته وختى خاوند یې یو څو نور حکمونه وکړه وروسته د کور پر خوا روان سو چي بیده سي سندباد په ونه کي تر سهار پوري ویښ وو سهار چي لمر لا نه و راختلی د فیلانو یوه ډله د وني پر خوا را روانه وه سندباد غشي کمان ته واچول او په ویشتلو یې شروع وکړه. یو غشی په يوه فيل ننوتى او هغه یې مړ کړى. نور فیلان د دې حالات په لیدو وتښتېدل. سندباد د درختي څخه راکښته سو د ټګ خاوند کور ته ورغی هغه ته یې ویل یو فیل مي مړ کړى. ټګ خاوند خوشاله سو او ورته و يې ویل درځه چي اوس ځنګل ته ولاړ سو او غاښونه یې کور ته راوړو. هغه کور ته ولاړی د هغې خوا یې یوه اره راواخیسته سندباد ته یې ورکړه او د ځنګل پر خوا روان سوه هلته سندباد د مړه فیل غاښونه اره کړه وروسته یې دواړه غاښونه د دولتمند سړي کور ته راوړه او مړ فیل یې په ځنګل کي پرېښودى. د هغې ورځي وروسته به سندباد هره شپه ځنګل ته تلی او فیل به یې ښکار کړى په دا بله ورځ به یې دهغه غاښونه اره کړه او د خاوند کور ته به یې یووړه. یوه ورځ دې چالاک سړي سندباد ته وویل اوس زه ډېر د فیل غاښونه لرم او د هغه په خرڅولو به ډېري پیسې وګټم. یوه شپه په سوو فیلان ځنګل ته راغله په ځنګل کي يې په سوو وني د بېخه وکښلې یو فیل چي ډېر لوی او زورور ووهغه درختي ته ورنژدې سو چي په کمه کي چي سندباد ناست وو فیل نور ور نژدې سو او پر درخته یې حمله وکړه درخته یې د بېخه وکښه. د درختي د رالوېدو سره سندباد هم را ایله سو لاندي پر مځکه ومښتى زخمي سو. وروسته فیلان د هغه ځنګل څخه ولاړه. سندباد پروت وو یو وخت یې له مځکي سر راپورته کړى چي آخوا دې خوا ته یې وکتل ډېر هډوک يیې ولیدل چي ښه په غور یې ورته وکتل نو پوه سو چي دا ټول د فیلانو هډوکي دي چي په کلو کلو پخوا دلته مړه سوي دي. په هغه هډوکو کي ډېر د فیلانو غاښونه هم و سندباد راولاړ سو د کالو څخه یې خاوره وڅنډله د خپل خاوند د کور پر خوا روان سو هلته چي ورسېدى ټول کیسه یې ورته وکړه. چالاک دولتمند چي خبر و دستی یې سندباد ته یو آس ورکړى چي پر دې آس سپور سه او دواړه به هغه ځای ته ولاړ سو چیري چي د فیلانو غاښونه پراته دي. سندباد او د هغه خاوند پر آسانو سپاره سوه دوه اوښان یې د ځان سره بوتلل او هغه ځای ته ولاړه چیري چي د فیلانو غاښونه پراته وه. د سندباد خاوند چي د فیلانو غاښونه ولیدل ډېر زیات خوشاله سو دواړه اوښان یې د فیلانو په غاښو بار کړه او بیرته راوګرځېدل. یوه ورځ یو لوی اوګوټ هغه جزیرې ته راورسېدى د سندباد خاوند د فیلانو غاښونه د اوګوټ پر کپتان خرڅ کړه هغه ډېري پیسې ورکړې. په دې وخت کي سندباد د اوګوټ د کپتان څخه پوښتنه وکړه چي تاسي چیري ځئ؟ هغه وویل زموږ آخري منزل بغداد دی. سندباد ورته ویل که مو خوښه وي ما هم درسره بوزئ. کپتان ویل پر سر سترګو ولي دي نه بیایو. سبا ورځ سندباد اوګوټ ته ور وختى او اوګوټ د بغداد پر خوا روان سو. کله چي سندباد بغداد ته ورسېدى دوستان یې ډېر خوشاله سوه او سندباد په دې وجه چي یو وار بیا وطن ته روغ راورسېدى د خدای شکر يې ادا کړى او په خپل وطن کي یې خوشاله ژوند شروع کړ.

بد نصيبه باچا | محمود مرهون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب