شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بد نصيبه باچا | محمود مرهون

بد نصيبه باچا | محمود مرهون

په پخوا زمانو کي د فیروز شاه په نامه یو پاچا وو دې پاچا زوى نه درلودى يوازي یوه لور یې درلودله. پاچا په زړه کي ډېر ارمان درلودى چي یو زوی خدای ورکړی وای چي نوم یې پر دنیا پاته سوی وای مګر د خدای رضا نه وه. یو وخت پاچا په سوچو کي ډوب وو فکرونه يې وهل چي که زه مړ سوم تاج او تخت به مي بل څوک تر لاسه کړي زما به نوم ونښان پر دنیا پاته نه سي که خداى یو زوی راکړی وای پاچهي به مي هغه ته پاته سوې وای پس له مرګه به یې خیرات راپسې کولای.

 د پاچا وزیر ډېر هوښیار وو هر وخت به یې پاچا ته ویل څه چي خدای کوي ښه کوی ته ډېر فکرونه مه وهه په خپل ژوند کي داسي کارونه وکړه چي سبا ټول خلک په تا پسې خیراتونه او د خیر دعاوي وکړي. مګر پاچا به داغه خبره کوله چي خدای پاک یو زوی راکړی وای. یوه ورځ پاچا ویل زوی خو مي نسته چي نسل مي پاته سي که داسي چم وکم چي زه ابدي ژوند پيدا کړم هیڅ کله مړ نه سم څه ښه به وي. پاچا د دې مقصد لپاره د دنیا پوه طبیبان راوغوښتل او ورته و يې ویل داسي دوا راته جوړه کړئ چي زې وخورم بیا هیڅ مړ نه سم.

 طبیبانو ویل داسي دوا تر اوسه پورې نه ده جوړه سوې او نه یې څوک جوړولای سي دا کار زموږ تر وس وتلی دی خدای پاک چي څومره ژوند د انسان لپاره لیکلۍ دی هغونه ژوند به په  دې دنیا کي کوي دا د الله تعالی قانون دی که یې څوک امر نه مني او د ابدي ژوند تر لاسه کولو کوښښ وکړي هغه به د الله تعالی نافرمانه وي او ضرور به په جزا رسېږي.

 پاچا د طبیبانو څخه نا امیده سو یوه ورځ یو چا ورته وویل په بنګال کی یو نجومي دى هر سوال چي څوک وکړي دی یې ځواب ورکوي ته هم د ابدي ژوند سوال ځني وکړه که په دنیا کي د ابدي ژوند دوا یو چا درلوده نجومي به یې در وښیي. پاچا وزیر ته باچهي پرېښوده چي زه بنګال ته ځم تر څو بیرته راځم باچهي ته ګوره پاچا سره د څو ملګرو روان سو څو میاشتي یې مزل وکړی آخر بنګال ته ورسېدی پاچا او ملګري په پټه ښار ته وردننه سوه هلته یې د خلکو څخه پوښتنه وکړه چي هغه نجومي چیري دی چي د هر سوال ځواب ورکوي. خلکو پاچا نه پېژندی د نجومي ځای یې وروښوى نجومي د ښار څخه وتلی په یو ځنګل کي اوسېدی پاچا ځنګل ته ورغی د نجومی ځای یې پیدا کړی. کم وخت چي پاچا د نجومي خوني ته ورنژدې سو د خوني څخه یو بوډا پر ملا کړوپ سړی راووتى پاچا ته یې ویل راځه خدای دي په خیر راوله.

 پاچا حیران سو چي نجومي څنګه وپېژندلم نو  پوښتنه يې ځني وکړه چي پر څشي دې وپېژندم؟ نجومي ویل زه نجومي یم نن ما چي د ستورو حساب ولګوی راته معلومه سوه چي نن یو پاچا ما ته راځي. پاچا ویل ای نجومي که ستا علم رښتیا وايي نو ته به په دې هم خبر یې چي زه د څه مقصد لپاره دلته راغلی یم. نجومی ویل راځه دننه کښېنه نوري خبري به هلته وکو پاچا یې دننه خوني ته بوتى په خونه کي دننه اور بل وو. دغه نجومي آتش پرست وو د اور عبادت یې کاوه نجومي پاچا ښه په عزت کښېنوى وروسته یې ورته وویل زه خبر یم چي ته د دې مقصد لپاره راغلی یې چي تل پاتى ژوند پیدا کړې هیڅ کله مړ نه سې.

پاچا ویل هو نجومي رشتیا وایې اوس ما ته داسي دوا راکړه چي په خوړلو یې ابدي ژوند پیدا کړم. نجومي ورته وویل ته زما خبره ومنه دتل ژوند خواهش پرېږده خدای پاک چي څومره عمر لیکلی وي هغومره عمر صحي وي. پاچا ویل نجومي زه زوی نه لرم دغه ارمان لرم چي نسل مي پر دنیا پاته سي د دې مقصد لپاره ما د دنیا دنيا طبیبان را وغوښتل مګر هیچا زما مقصد پوره نه کړی اوس تا ته راغلی  یم که دي په وس پوره ده خو راوې ښیه او که دي په وس نه ده پوره نصیحتونه مه راته کوه.

 نجومی کتابونه را واخستل وې کتل پر کاغذو یې لیکي وکښلې وروسته یې ورته ویل زما په حساب په دې راز یو جادوګر خبر دی نور نه يم خبر چي ستا مقصد به پوره سي که يا. پاچا پوښتنه ځني وکړه جادوګر چیري اوسېږي ځای یې راوښیه. نجومي ویل د دې ځنګل په مابنځ کي یوه هدیره ده په دې هدیره کي هغه جادوګر چي نوم یې قابوس دی اوسیږي چي ورسې زما سلام ورته وایه وروسته خپل عرض ورته وکړه بیا چي یې هر څه وویل هغسې وکړه. پاچا نجومی ته ډېري پیسې ورکولې مګر نجومي ویل زه پیسې نه غواړم ضرورت نه ورته لرم. پاچا د نجومي څخه رخصت واخستى په جادوګر پسي روان سو په ځنګل کي د ګڼو درختو په وجه توره تیاره وه د لاس ګوتي نه معلومېدې داسي خوفناک ځنګل وو چي څوک د ورځي نه سوای ورتلای مګر پاچا دلاوره وو هدیره یې پیدا کړه.

 په هدیره ورګډ سو شاوخوا یې کتل چي قابوس پیدا کړي. قابوس جادوګر په یو نړېدلي قبر کي ناست وو مخ ته یې اور بل وو شاوخوا د انسانانو د ککرۍ او هډوکي پراته وه په لاس کي یې یو لرګی وو چي پر سر یوه ککرۍ تړلې وه د قابوس جادوګر پر مخ توري لیکي کش سوي وې سترګي یې پټي وې یو منتر یې وایه ډېر بيرونکى مخ یې وو. کوم وخت چي پاچا په هدیره ګډ سو د لرګي پر سر تړلي ککرۍ د خولې څخه یو تېزه ناره وسوه هغې وویل جادوګره یو انسان دې خوا ته را روان دی. قابوس جادوګر چي د ککرۍ ناره واورېدله سترګي یې روڼي کړې په حیرت یې وویل دلته د انسان څه کار دی چي راځي. جادوګر د قبر څخه راووت دلته پاچا د اور لمبه ولیده او د اور پر خوا روان سو قابوس جادوګر ته راغی جادوګر د پاچا څخه پوښتنه وکړه څوک یې دلته د څه لپاره راغلی یې؟ پاچا پوه سو چي دغه قابوس جادوګر دی نو ورته و يې ویل زه د فلاني وطن پاچا یم نجومي راستولی یم سلام یې درباندي وایه.

 پاچا خپل مقصد ورته ووایه قابوس جادوګر چي د پاچا په غوښتنه خبر سو په زوره یې وخندل د لرګي ککرۍ یې خلاص کړه پورته یې وغورځوله ککرۍ په فضاء کي پر جادوګر او پاچا شاوخوا وګرځېدله د سترګو له غارو څخه یې د اور لمبې را و وتلې. قابوس جادوګر پاچا ته ویل ستا مقصد پوره کيدای سي. پاچا چي د جادوګر خبره واورېدل ډېر خوشاله سو ژر یې ورته ویل زه باید د خپل خواهش د پوره کيدو لپاره څه وکړم. ککرۍ په فضاء کي ګرځېده آخر د جادوګر پر سر کښېنسته جادوګر پاچا ته ویل دا هغه وخت کيدای سي چي ته یو سورمار مړ کړې د هغه د خولې څخه غمی راوباسې په خوله کي یې واچوې وروسته په دغه هدېره کي په یوه نړېدلي قبر کي د ماښامه تر سهاره پوري په یوه پښه ودرېږې یو منتر پوره یوه هفته ووایې. پاچا پوښتنه وکړه سور مار زه چیري پیدا کړم چي په خوله کي یې غمی سته. جادوګر ویل هغه سور مار چي په خوله کي یې غمی سته سل کاله عمر لري دغسي ماران دا خاصیت لري چي سل کاله يې پوره سي رنګ یې سور سي په خوله کي یې یو کوچنی غمی هم پیدا سي په دې وخت کي مار د انسان په بڼه هم کيدای سي.

 دغه مار چي څوک وچیچي هغه ځای پر ځای ایره کوي دغسې ماران هر څوک نه پېژني او نه یې پیدا کولای سي مګر ما ته داسي یو مار معلوم دی چي په دې ځنګل کي یو ځای یې غار دی بل چا ته دا غار نه دی ورمعلوم. پاچا پوښتنه وکړه دا غار چیري دی؟ جادوګر په زوره وخندل تا ته یې در وښیم مګر ولي زما به په دې کي څه فايده وي؟ پاچا ویل زه به تا ته ډېر دولت درکړم. قابوس جادوګر په غصه سو پاچا ته يې وویل زه خپله دومره دولت لرم چي تا به په خوب نه وي لیدلی زه د دولت وږی نه یم. جادوګر پاچا یوې خوا ته بوتى یو قبر ته یې ودراوه پر قبر یې منتر ووایه قبر پر منځ دوه ځایه سو. په قبر کي دومره سره زر پراته و چي پاچا ورته حیران سو وروسته جادوګر پاچا ته ویل زه چي وغواړم هر څومره دولت پیدا کولاى سم. پاچا وویل نو په څه شي خوشالیږې؟ قابوس جادوګر ویل زما یو شرط دی هغه دا چي زه ستا د لور سره واده کول غواړم. پاچا ته درد ورغلئ نوره خبره یې ونه کړه جادوګر ته یې ویل لور نه درکوم د دې علاوه نور چي هر شی غواړې زه یې درکوم که زما باچهي غواړي هم یې درکوم. قابوس جادوګر ویل ستا لور غواړم بل هیڅ شی نه غواړم زما دغه یو شرط دی بل هیڅ شي ته به دنیا کي ضرورت نه لرم. پاچا فکر وکړى چي ورسره هویې کړم چي تل ژوند مي تر لاسه کړ نو اول به دغه خبیث جادوګر مرداروم ځان به ځني خلاصوم هغه وخت به جادوګر په ما هیڅ نه شي کولای ولي چي تل ژوند به مي تر لاسه کړی وی. قابوس جادوګر چي پاچا په سوچو کی ډوب ولیدى نو یې ویل ژر جواب راکوه زما شرط دي قبول دی کنې وخت مه ضايع کوه؟

 پاچا ورسره هو کړه ویل سمه ده کله چي ما خپل مقصد تر لاسه کړى زما لور ستا ده. قابوس جادوګر چي د پاچا جواب واورېدى خوشاله سو ککرۍ یې وغورځوله پاچا ته یې ویل راځه. پاچا یې هغه قبر ته راوستى په کوم کي چي دمخه قابوس جادوګر ناست وو منتر یې وایه د قبر څخه یې یو غشی او لیندۍ راوایستل پاچا ته یې ورکړه او ویل دا لیندۍ ده او دا د جادو غشی چي یوه دانه دى اوس ته ولاړ سه سبا ماښام راسه زه به دي هغه ځای ته بوزم په کم ځای کي چي هغه مار اوسېږي یو وفاداره ملګری هم درسره راوله.

 وروسته قابوس جادوګر ویل ستا ملګری به موږ نشه کړو بیا به یې د مار د غار و مخ ته واچوو پر مار چي د انسان بوی ولګیږي د غار څخه راوزي ته به پټ ورته ناست یې د جادو د غشي وار به پر کوې پام کوه چي وار دې خطا نه سي کنې مار به ستا وفاداره ملګری وخوري او هم به تا مړ کړي.

پاچا غشی او لیندۍ د ځان سره واخیستل د جادوګر څخه یې رخصت واخستى روان سو د ځنګل څخه ووتى د ځنګل څخه د باندي د پاچا پوج په انتظار و په پاچا پسې ځنګل ته نه سوای ورتلای ځکه چي ده امر ورته کړی وو چي څوک دي په ما پسي نه راځي. ملګرو چي پاچا روغ رمټ ولیدى خوشاله سوه وروسته پاچا او ملګري ټول بیده سوه دا بله ورځ یې هم هلته تیره کړه کم وخت چي لمر پر پرېوت او ماښام سو پاچا ملګرو ته امر وکړى چي درځئ پاچا د مخه سو نور په پسې سوه د جادوګر ځای ته راغله ملګري خو وهم اخیستي ولړزېدل مګر د پاچا امر وو څه یې نه سوای ویلای که د پاچا امر نه وای هیڅ کله به هم دلته نه وای راغلي پاچا خو ډېر دلاور وو هیڅ نه بېرېدی. جادوګر چي پاچا د څو ملګرو سره ولیدی نو ورته و يې ويل راځه زه ستا په انتظار ناست یم ملګرو چي دا خوفناک جادوګر او د هغه جادويي ککرۍ ولیده نور هم وبېرېدل.

 پاچا ویل ستا د وینا سره سم راغلم. قابوس جادوګر د پاچا پر یوه ملګري منتر ووایه بې سده یې کړى وروسته یې پاچا ته یو څه تېل ورکړه چي دا واخله پر خپل بدن یې وموږه د تیلو په وجه به پر مار ستا بوی نه لګیږي. پاچا تېل پر بدن وموږل جادوګر پاچا ته ویل دا سړی اوس بې سده سو پر اوږه یې راواخله او په ما پسي راځه. پاچا بې هوښه سوى ملګری راپورته کړى پر اوږه یې کښېښوى دې نورو ملګرو ته یې وویل تاسي دلته کښېنئ تر څو چي موږ راځو.

 پاچا په جادوګر پسې سو. جادوګر پاچا په ځنګل کي ښه لېري بوتلی یو ځای ودرېدی دا ځای تر هدیرې هم دهشتناک ځای وو جادوګر پاچا ته و ویل دغه سړی دلته پرېباسه او ته دلته په يوه درخته کي کښېنه د مار غار دلته نژدې دی زه در څخه ولاړم.

جادوګر بیرته خپل ځای ته ولاړی پاچا او بې هوښه ملګری پاته سو پاچا درختي ته وختى د جادو غشی یې کمان ته واچوى ورته کښېنستى اوس پاچا په دې انتظار وو چي کله مار راووزي. پاچا د مار په انتظار ناست وو نیمه شپه وه چي د مار سرپی سو یو ګړی بعد که یې کتل یو غټ مار را روان وو. د مار د خولې څخه د اور لمبې وتلې د پاچا ملګري ته ور نژدې سو په دې وخت کي مار پر یوه اړخ واوښتى یو دم د ښځي په شکل سو ښځي شاواخوا وکتل سږمې یې کش کړې چي بل څوک سته که يا کرار کرار د پاچا ملګري ته راغله سړه سا یې وکښل په دې وخت کي یې ټول بدن بیرته د مار سو مخ یې د ښځي وو پر سړي راوګرځېدله غاښونه یې راویستل غوښتل یې چي سړی و چیچي پاچا چي هک پک پاته وو دستي یې د جادو د غشي  وار پر وکړى د پاچا نښان خطا نه سو. د جادو غشی د مار په غاړه ننوتی مار پر دې بله خوا واوښتى دستي یې سا وخته مار مړ سو.

پاچا د درختي څخه راکښته سو خنجر یې راوایستى د مار خوله یې څيري کړه او غمی یې راوایستى په جېب کي یې وچوى ملګری یې پر اوږو راواخیستى جادوګر ته راغی جادوګر د پاچا پر ملګري منتر ووایه هغه راپورته سو بیا پاچا د جېب څخه غمی را و ایستى جادوګر ته یې ورکړى جادوګر چي غمی ولید پر پاچا یې آفرین ووایه ویل سبا ماښام یو منتر درته وایم دا منتر به پوره یوه هفته وایې یوه هفته بعد به ابدي ژوند پیدا کړې.

 پاچا ملګرو ته ویل تاسي ولاړ سئ د ځنګله د باندي زما انتظار وکړئ یوه هفته بعد به سره وینو. دوی خوشاله سوه دوې پښې یې څلور کړې ژر د ځنګل څخه ووتل پاچا د جادوګر سره پاته سو. پاچا ډېر خوشاله وو  چي اوس زما د مقصد د پوره کېدو وخت راغلی د پاچا عقل کار پرې ایښی وو دا فکر یې نه کاوه چي قابوس جادوګر ما ته دا لار راښيي خپله یې ولي نه کوي ده ته خو دا کار نور هم آسانه دی. بل ماښام جادوګر پاچا د ځان سره ملګری کړى یو نړېدلي قبر ته یې بوتلی د قبر پر څنګ د باز یو بت وو. قبر پر منځ نړېدلی وو د مړي هډوکي معلومېدل قابوس جادوګر پاچا ته وویل د مړي هډوکي د قبر څخه راوباسه قبر ښه صفا کړه. پاچا قبر ته ورکښته سو ټول هډوکي یې راویستل قبر یې پاک کړى وروسته جادوګر پاچا ته یو منتر ووایه چي دا منتر به ته یوه هفته له ماښام څخه تر سهاره پورې پر یوه پښه وایې.

 جادوګر ولاړى پاچا په قبر کي پر یوه پښه ودرېدی منتر یې شروع کړی ورځې تېرېدلې پاچا یوه هفته په قبر کي تېره کړه په اوومه شپه پاچا منتر وایه ډېر خوشاله وو چي نن مي مقصد پوره کيږي. نیمه شپه وه چي د باز بت راژوندی سو یوه لویه چغه یې وکړه وزرونه یې ورپول په هوا سو په فضاء کي و ګرځېدی په آخر کي راغی د پاچا پر سر درې واره وګرځېدى بیا باز پر خپل ځای کښېنستى بیرته بت سو. قابوس جادوګر په خپل ځای کي ناست وو د باز لو چغه یې واورېده پوه سو چي پاچا د شیطاني منتر په ذریعه د تلپاتي ژوند خاوند سو. جادوګر فوراً ورغی پاچا د قبر څخه راووتى ډېر خوشاله وو. قابوس جادوګر پاچا ته مبارکي ورکړه چي مبارک دي سه خپل مقصد ته ورسېدې داسي طاقت دې په برخه سو چي تر اوسه چا ته نه دی رسېدلی بختور یې اوس به تل ژوندی یې.

قابوس جادوګر ویل د تلپاتي ژوند خواهش تر اوسه هیچا نه وو کړی اوس وایه زما سره چي دي قول کړى وو هغه کله پوره کوې؟ پاچا مخکي لا د شیطاني منتر په ویلو او د تلپاتي ژوند د حاصلولو په وجه ډېر قوتمند سوى وو سترګي یې د وینو ډکي وې او مخ یې تور اوښتی وو. پاچا قابوس جادوګر تر ستوني ونیوى د مځکي څخه یې پورته کړى او ورته و يې ویل بد بخت جادوګره ته زما د لور سره واده کول غواړې اوس به دي کار در تمام کړم. د قابوس جادوګر د جادو ککرۍ په هوا سوه چغي یې کړې قابوس جادوګر ډېر زور و واهه چي ځان د پاچا څخه خلاص کړي هر جادو یې پر وکړى مګر چیري. پاچا اوس داسي طاقت پیدا کړی وو چي هیڅ جادو کار نه پر کوى د قابوس جادوګر سترګي راوختې سا یې بنده سوه خولې پر را ایله سوې پاچا ته یې وویل تا زما سره بې وفايي وکړه ما ستا مقصد در پوره کړى د تلپاتي ژوند خاوند سوې مګر تا زما سره کړې وعده پوره نه کړه اوس زما خبره په یاد وساته ته به ما مړ کړې مګر یو وخت به داسي راسي چي ته به مرګ غواړې مرګ به نه درسېږي.

په دې وخت کي پاچا نور هم زور ولګاوه د قابوس جادوګر سا وخته مړ سو د جادوګر د مرګ سره سم د هغه د جادو ککرۍ هم ځای پر ځای وچاودېده ذرې ذرې سوه. وروسته پاچا دهغه ځای څخه را روان سو د ځنګل څخه راووتى د خپلو ملګرو سره یو ځای سو. پاچا خپل وطن ته راورسېدى فوراً یې د جشن اعلان وکړى څو ورځي جشن وو یو څو عمر بعد پاچا د لور واده د یوه شاهزاده سره وکړى په ښه عزت یې رخصت کړه. ډېر عمر تېر سو پاچا چي تلپاتي ژوند یې پیدا کړى وو د وخت په تېرېدو سره یې عمر زیاتېدی سپین ږری سو د سر اوږيري ورېښتان یې ټول سپین سوه پر ملا هم کړوپ سو د پاچا لور بوډۍ او مړه سوه د هغې زامن هم سپین ږري او مړه سوه د پاچا ټول وزیران او انډیوالان مړه سوه مګر پاچا لا ژوندی وو آخر دومره ضعیفه سو چي پر لکړه هم نه سواى تلای پر پالنګ به پروت وو. یوه ورځ د بل وطن پاچا د فیروزشاه پاچا پر باچهي حمله وکړه باچهي یې ځني ونیوله.

دا پاچا خبر وو چي فیروز شاه پاچا نه مري نو یې مزدورانو ته امر وکړى چي یو ژور څا وکیندئ. مزدورانو څا وکیندى پاچا امر وکړى چي فیروز شاه په دې څاه کي واچوئ فیروز شاه یې څا ته ورکښته کړ. فیروز شاه یې څاه ته واچوى مزدورانو به هر ورځ اوبه او ډوډۍ څا ته ورکښته کولې فیروز شاه نهایت سپین ږرى سو هر وخت به یې ژړل او د خدای څخه به یې تل دا دعا غوښتله چي یا الله د دې ژوند څخه مي خلاص کړه مرګ راکړه زه نا پوه وم چي  تلپاتى ژوند مي غوښتى. فیروزشاه ته د قابوس جادوګر خبره ور په یادېدله چي ورته ویلی یې وه یو وخت به راسي ته به مرګ غواړې مګر مرګ به نه درسېږي.

 د فیروز شاه توبو او زاريو هیڅ فایده نه کوله ډېر کلونه تېر سوه کم پاچا چي د فیروز شاه څخه پاچهي نیولې وه هغه هم مړ سو مګر فیروز شاه لا ژوندی وو سهار و ماښام به یې توبې ایستلې او ژړل به یې یو وخت داسي زلزله راغله چي لوی غرونه ونړېدل را ایله سوه پخې ودانۍ و نړېدې هغه څا چي فیروز شاه پکښي بندي وو هم ونړېدى د خاورو ډک سو نوم او نښان یې ورک سو پاچا هلته په څا کي پاته سو په دې زلزله کي د ښار خلک ووژل سوه کم وخت چي زلزله و درېده خلکو خپل ځایونه بیرته جوړ کړه په څا پسي چي هر څه وګرځېده پیدا یې نه کړى چا ویل د پاچا دعا قبول سوه په زلزله کي مړ سو چا ویل نه هغه اوس هم د مځکي په نس کي ژوندی دی ډېر وخت فیروز شاه د خلکو په یاد و وروسته د ټولو خلکو هېر سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب