ناوې او زوم له سینګارتون څخه د واده تر تالاره د ګرانبېه ګاډو په اوږده کاروان کې داسې بدرګه شول، تابه ویل د خلیج هېوادنو د کوم شهزاده واده دی. پر ګاډو د ګلانو طوقونه، پر ښېښو د زرو او سپینو توري، او د موټر چلوونکو رسمي لباسونو ددې اوږده کاروان ننداره په زړه پورې ګرځولې وه .
ګادي په یو او بل پسې ودرېدل، خلک سوکه سوکه له خپلو ګاډو را ښکته شول ـ خود واده جوړه تر هغې چې ټول بدرګه چیان له خپلو موټرونو نه وو راکښته شوي، له خپل ګلپوش اوږده موټررا کېنوتل
یو دنګ ځوان چې فېشني جامې یې پر تن وې ، ناوې او زوم ته د موټر دروازه پرانېسته.دواړه په کرار له موټر راکېوتل ، د بدرګهچیانو له قطارونو تېرشول .د لاسونود پړکا او،د موسيقۍ، او نڅا تر غوغا لاندې د تالارپر دروازې ور ننوتل..
د افغانستان، هند، او عربونامتو هنرمندانو نغمو، له شرابو ډکو جامونو، او پر مېزونو خوندورو مېوو، د دغې ښادۍ فضا ځانګړې او رنګېنه ګرځولې وه. خو د دې رنګینۍ تر سیوري لاندې، ېوتن د تالار له شور او غوغا لېرې یوازې او ګوښی ناست وچې د ټولو مېلمنو پام ېې ځان ته را اړولی و.
هغه د عمر ډېره برخه وهلې وه. ویل کېدل چې اویا کلن دی ـ خو سرو غومبرو او تازه څهرې ېې د خپل رښتیني عمر په پرتله ډېر ځوان ښوده.
د هغه نوم اوس ټولو ته اشنا و: یو پیاوړی افغان پانګوال، چې ویل کېدل له هېواده د پنځه سوه ډالرو سره وتلی و او بېرته له پنځه سوه میلیونو سره وراګرځېدلی و. د خلکو په خبرو کې ده ته د نوښتګر، هوښیار، او صادق انسان لقبونه ورکول کېدل. خو تر ټولو زیاتې خبرې د هغه تېر انقلابي ژوند ته ورګرځېدې:
ـ دی هماغه انقلابي زلمی دی چې د هرې مظاهرې په سر کې به له ټولو ملګرو مخکې روان و.
بل به ورسره غبرګه کړه : او څه په زغرده به ېې د ګوندي پرېکړو دفاغ کوله .
په بله څنډه کې به ېو بل ووېل :او کله چې زموږ کوند واک ونېو ، څه په مېړانه ېې له انقلاب نه دفاع کوله .
د دده د تېر انقلابي فعالېتونو او شتمنۍ اړوند د دومره ژورو مالوماتو لرلو دا ښودله چې غږېدونکو کسانو په څومره شوق او لېوالتیا د هغه سوداګریز پلانونه او هڅې څارلې دي.
مېلمنو په خوند هم موسیقي اورېده او هم یې په هندي اوعربي نڅاګرو سربېره د واده د خپلوانو ګډا او نڅا څارله.خو د یوې لویې برخې ټول فکر پر ښاغلي میلونر راټول و.
د شپې نهه نیمې بجې شوې، موسیقي او نڅا ودریدل ، له لوډسپیکره د ډوډۍ او تفریح اعلان واورېدل شو، ټول ګډونوال چې له میلونر سره یې پېژندل له خپلوځایونواو میزونو را پورته شول،
خو د مخه تر دې چې د میلونر په لور روان شي، میلونر په خپله پر خپل ځای ودرېده، مایک یې ور واخیست ، لاس ېې د درناوي په پار پورته ونېو”:
ـ ملګرو سلام ، ښه راغلاست!
له ټولو ډېره مننه چې په خپل حضور مو زما د زوی واده لا رنګین او پرتمین وګرځاوه. فکر مه کوئ چې زه ېو مېلونر ېم ، نه ، نه ، زه اوس هم ستاسو پخوانی ساده او انقلابي ملګری یم.چې له ګوندي شعارونو مې ژوند جوړ کړی و. سمه ده چې زه ېو لوی سوداګر ېم ، خو ارزښتونه مې هماغه انقلابي او کارګري دي.”
هغه په افسوس سر وښوراوه :
کاشکې داسې ېولوی تالار مې موندلی وای چې که د ټولې اروپا انقلابی ملګري مې دې واده ته نه وای رابللی وای د انګلستان ټول ملګري خو مې خامخا راغوښتل.
غوښتل مې د عربو ، انګلستان، څو میلونران هم دې واده ته راوبولم، خوبېرته مې دا پرېکړه واړوله ، ما غوښتل، تاسو ته دا ثابته کړم چې زه اوس هم هغو پخوانیو ګوندي ارمانونو او ارزښتونو ته وفادار یم.
د ده له دې خبرو سره په تالار کې یو لوی شور اوهیاهو جوړ شوه. یو تن په لوړ اواز چېغه کړه:
هوررررا!
په بدرګه یې ټول ودرېدل او د هغه هورررا یې په خپلو هورراوو بدرګه کړه. د سوداګر مخ ته د ویسکي ډک ګیلاس کېښودل شو، ګیلاس یې په لاس کې ونیو :
سره له دې چې زه اوس له شرابو منع شوی یم؛ خو د ملګرو د خوشحالۍ لپاره که دا جام زهر هم وی په سرېې اړوم،
له ده سره ټولو خپل ګیلاسونه له ډول ډول شرابو ډک کړل، له تالار ه په یوه اتفاق یو غږپورته شو:
د ملګرو په سلامتۍ!
له یو بل سره د ګېلاسونو جنګولو اوازونو یو غیر موزونه موسیقي په ټول تالار کې وغږوله.
د هر چا په خوله د سوداګرد ستاینو او صفتونو سیالي شروع شوه.
ـ دا زموږ د زمانې فریدریخ اېنګلس دی.
ـ دا البریټ نوبل دی، یوه ورځ به دی هم خپله ټوله شتمني یوه ستر بشري ارمان ته وقف کړي.
خوپه یوه تن دا خبره ښه ونه لګېده، د اعتراض په ډول یې وویل:
ـ نه ملګریه! نوبل او جایزه به یې ښه وي، خو د هغې مدیریت … د بورژوازانو په لاس کې دی، په جایزو کې عدالت نه کاروي، مونږ نه غواړو چې د ده میراث دې سرمایداران مدیریت کړي.
یوه تن دهغه په تایدیوه بیلګه یاده کړه:
ـ ته او خدای چرچل وګوره او ادبیات! او بیا د نوبل جایزه.
بل یوه ېې هم په پلوۍ لکه د نوبل د جایزې له پوره تاریخچې چې خبر وي، وویل:
ځکه خو سارتر دا جایزه وانخیسته!
مخکنۍ تن خبره بلې خواته یوړه:
که رښتیا ووایم، زمونږ په ګوند کې هم د لویو فیوډالاتو زامن ؤ، خو هغوی په کارګرې طبقې دومره مئین و، چې د پلار او ټولې کورنۍ دښمنۍ یې واخیستې.
له ېو بل کنج نه یو تر ټولو عمر خوړلي سړي سر وښوراوه ،هغه ته ېې مخ ورواړاوه:
ـ ملګرېه ته رښتیا وایې! زه د ګوند تر ټولو پخوانی غړی یم، که په موسسه کنګره کې نه وم حاظر، خو په هغه ورځ چې څوک له موسسې کانګرې راغلی و، ماته یې د هغه ملګري کیسه ټکي په ټکي وکړه چې ویل یې؛ زه د یو سوداګر زوی یم، له ما سره احتیاط وکړئ، چې طبقاتي موقف مې د عدالت او برابرۍ د لارې خنډ نشي.
بل تن سپینږیري ته سر وښوراوه، د هغه د خبرو په تائید او دوام یې وویل:
پرون مې دا خبره کټ مټ د موسسې کنګرې د یوه ملګري د خاطرو په کتاب کې ولوسته.
ېوبل تن په لویو او شخو برېتونو لاس وواهه، خوله یې خلاصه کړه:
هغوی که له اره شتمن هم ول، خو بیا یې هم د ټولنیز عدالت بیرغ پورته کړی و، خو پوهېږئ زمونږ په دې ملګري کې به له هر چا دا احساس ډېر پیاوړی وي.
او پوهېږئ ولې؟
د څنګ ناست کس په خبره کې ور ولوېد او د ده پر ځای ده ځواب ورکړ:
ـ ځکه چې ده په خپله طبقاتي ستم تجربه کړی دی_ او د انقلابي مبارزې په اور کې لکه فولاد ویلي شوی دی.
اوس نو د هر یوه ډوډۍ هېره وه او په خپلو ځایونو کې سریښ ناست وو او د سوداګر په صفتونو نه مړېدل.
ناببره یو تن چې توره درېشي یې پر تن او پر سپین کمېس یې سره نېکټایي تړلې وه. په خپل وړاندیز د ټولو پاملرنه ځانته را واړوله:
ـ چې داسې ده ولې دا ملګری را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نه درو؟!
خوڅنګ ته ناست کس یې په مخالفت لاسونه پورته وغورځول:
ـ نه نه ، د امریکا او ناټو په موجودیت کې څنګه ممکنه ده چې یو انقلابي ملګری دې د هېواد ولسمشر شي؟
دده پوښتنې ټول په فکر کې واچول ،ده دا خبره نوره هم وشاربله:
ـ دا سمه ده چې هغه هوښیار پانګوال دی، خو هغه یو انقلابي او د کارګرې طبقې استازی دی. فکر کوئ که انتخابات وګټي، د ولسمشرۍ چارو ته به یې امپریالیستان پرېږدي؟
ده ته مخامخ ناست کس لکه ددې پوښتنې په ځواب ېې چې د مخه فکر کړي وي، ووېل:
ـ دا ملګری سم وایي، انتخابات به وګټي، خو چې انقلابي سازمان او لښکر یې تر څنګ نه وي، څنګه به هېواد مدیریت کړي؟.یو بریالی ولسمشر باید تر شاه یو غښتلی انقلابي سازمان او د دغه سازمان له غړو جوړ یوغښتلی پوځ ولري.
دې وړاندیزد هر یوه زړۀ ته لاره وکړه او د ټولو د هرکلي وړ وګرځېد، له هر ځایه د تائید غږونه را پورته شول.
همدا بحث د دویمې غونډې بنسټ شو.دوه ورځې وروسته…په لندن کې، د یوه لوکس تالار تر لوېو څراغونو لاندې،هماغه مخونه بیا راټول وو. پخوانۍ ګوندي ترانې، سرې پردې،او زاړه شعارونه
یو ځل بیا ژوندي شوي وو.
مخکې له دې چې غونډه پیل شي، په لاوډسپیکر کې رنګارنګ پخوانیوګوندي ترانو شور او زوږ جوړ کړ. یو له هغو هم دا یوه وه چې د ګوند په مظاهرو کې به ګوندېانو په لوړ آواز او انقلابي احساساتو وېله:
سرنګون باد دشمنان خلق سربلند باد دوستان خلق
همدا چې د غونډې ټول ګډونوال را ورسېدل، غونډه هم هماغه ګړۍ پیل شوه.
لومړنی ویناوال هغه سپینږیری و، چې سوداګر ته یې په دې غونډه او بحث کې بلنه ورکړې وه.
هغه سټېج ته ودرېد، په تالارکې چوپتیا خپره شوه. هغه له خپل ځایه په داسې غږ چې د وخت له درنو تجربو ډک و وینا پیل کړه،:
“ملګریه، ته د تاریخ یوه کېسه نه، بلکې د راتلونکې یوه موقع یې. ته یوازې پانګوال نه یې، ته زموږ د ناورینونو له سینې راوتلی امید یې. موږ دلته یوازې ستا د نمانځې لپاره نه ېوراغلي ،، بلکې د ېو تعهد لپاره.”
هغه بېا پانګوال ته لاس ونېو:
ـ ملګریه! مونږ په سوداګرۍ کې ستاسو په بې سارې بریا ډېر خوشحاله یوو.
خو موږ دا هم غواړو چې تاسو د سیاست په ډګر کې هم په یوه غښتلي او پياوړي اتل واوړئ . ملګروغوښتل چې تا سود هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید کړي.خود ملګرولوېې شمیرې دا وړاندیز او پریکړه مناسبه ونه بلله ، ځکه په افغانستان کې د امپریالیستي لښکروپه موجودیت کې دا بری ناشونی دی،
، ځکه مو لازمه وګڼله چې ستاسو په مشرۍ یو انقلابي ګوند جوړ کړو! او هسې چې تاسو دسوداګرۍاتل یاست، همداسې د سیاست په ډګر کې هم د اتلولۍ ویاړ خپل کړئ.
سپینږیري اوږده ساه واخیسته،له جیبه ېې په ریږدیدلو ګوتو سپین دسمال راوکیښ ،د تندي خولې ېې وچې کړې:
پوهېږم چې دا اسانه او ساده پرېکړه نه ده، خو دا یو تاریخي رسالت هم دی، که زمونږ هېواد یو سرتاسري او انقلابي ګوند درلودی، نه به دا جګړه دومره غځېده او نه به هم زمونږ هېواد د دومره بربنډو ملي او بین المللي دسيسو ښکار ګرځیدای.
له هغې ورځې وروسته چې زمونږ ګوند له منځه تللی دی، د هېواد ثبات او پرمختګ هم په ټپه ولاړ دی او خپلواکي مو هم له هېواده کډه کړې ده.
له دې لنډې وېنا وروسته ېې سوداګر ستېج ته راوباله.
سوداګر یوه او بل طرف ته وکتل، له ځایه پورته شو. ورو، خو ډاډه ګامونه ېې واخیستل، مخکې له دې چې خبرې پیل کړي، شېبه چوپ ودرېد. د ده نظر د تالار پر سرتاسري فضا ولګېد، لکه چې د ماضي ټول خاطرې ېې بېرته سترګو ته ودریږي.
په درناوي یې د غونډې ټول برخوال پر خپلو ځایونو ودرېدل، لاسونه یې وپړکول، تالار د هوووررررا چغو په سر واخیست.
“زما ملګرو، ما شتمني پیدا کړه، خو تاسو مې له لاسه ورنه کړئ. دا سفر یوازې زما نه و. دا ستاسو د دعا، ستاسو د ارمان، ستاسو د مبارزې سفر و.
زه اوس پوهېږم، چې نه هر پانګوال استثمارګر دی، او نه هر انقلابي بې وزلی پاتې کېږي. خو که پانګوال له انقلابه وویریږي، او انقلابي له پانګې بیزار شي، ملت ته نه انقلاب پاتې کېږي، نه اقتصاد.
زه خوښ یم چې تاسو له ما یو تاریخي غوښتنه لرئ، غښتلي ګوندونه او سازمانونه نه ېوازې
د انقلابي هېوادونو د قوت نښه ده، بلکې لوی ګوندونه د سرمایه داري نظامونو ستنې هم دي.
تالار کې چوپتیا شوه. سوداګر اوږده سا واخیسته:
“زه دا ګوند منم. خو دا ځل نه یوازې د شعار، بلکې د بنسټ له مخې. زه نه غواړم چې بیا زموږ بچي یوازې له تاریخ نه، بلکې له لوږې هم درس واخلي.”
هغه لکه د امریکا او لویدیځې نړۍ له ټولو دولتی او سیاسي جوړخښتونوسره چې بلد وي ، ټول هغه ګوندونه یاد کړل چې له پېړیو راهیسې پر دغو هیوادونو کې د حکومتونه رهبري کوي. بیا یې وویل:
ـ راځئ مخکې له دې چې ګوند جوړ کړو، ځینې نور قدمونه پورته کړو، چې هم خپل تېر بایللی اعتبار لاسته راوړو. او هم د خپلو تېروتنو جبران وکړو..زه په ساختماني، تولیدي او بانکي برخو کې ګڼې پروژې لرم ،څومره به ښه شي که تاسو هم په دغو پروژو کې زما ملګري او شریکان شئ.
د سوداګر دې خبرې ټول ګډونوال په فکر کې واچول، ټولو یو بل ته وکتل. هغه په سټېج له اوبو ډک ګیلاس ور پورته کړ، څو غټ غړپونه یې وکړل ، او د خپل وړانديز په اهمېت ېې خپلې خبرې وغزولې:
ـ دا څو ګټې لري، یو دا چې دا به د ټولو یوه ګډه پانګه شي او بل به په دغو پروژو کې په زرګونه افغانان په کار وګمارو، چې هغه به ټول زموږ د ګوند په زېرمه واوړي.
بیا یې وخندل، لاسونه یې د تالار او غونډې د برخوالو طرف ته ونیول:
ـ اوس خو ماشاءالله زمونږ په ملګرو کې که لوی پانګوال نه لرو ، د وړو پانګوالو شمېر مو زرګونو ته رسېږي.
د سوداګر دې وړاندیز د غونډې برخوال په اندېښنه کې واچول، سوداګر خپل لاسي ساعت ته وکتل، وې وېل:
ـ بس تاسو په دې فکر وکړئ، زه درنه رخصت اخلم ، ما دلته د یوې نړېوال ساختماني شرکت له مشر سره کتنه پلان کړې ده.
سوداګر له سټېج را ښکته شو، ټولو ته ېې د مخه ښې لاسونه پورته کړل او ووت. د هغه په وتلو سره د غونډې اجنډا هم بدله شوه، د ګوند د جوړېدلو خبره شاته او ټول تمرکز د سوداګر په پروژو کې د دوی د پانګې په ور شریکېدو راټول شو.
یوه یې په تائید لاس پورته کړ:
ښه خبره ده، په دې سره به ټول ملګري د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې واخلي.
بل یې هم په پلوۍ وویل:
ـ هو که چېرته زمونږ ګوند انتخابات وګټي، مونږ به له ټولو مخکې خپله سرمایه ملي کړو او وروسته به دنورو سوداګرو او فیوډالانو سرمایې هم په اسانه او پرته له هر ډول مقاومته دولتي او ملي کړو.
بل تن هم له خپل ځایه پورته شو او ددوي دواړو په پلوۍ یې وویل:
ـ دا د هېواد د سوسیالیستي کېدلو تر ټولو اسانه، ساده او لنډه لاره ده.
ناببره د شاه له وروستۍ قطاره یوه خېټور سړي به لوړ اواز چغه کړه:
ـ تاسو دا ښاغلی څومره پيژنئ ؟ څومره د باور وړ دی؟ تاسې له دې خبر ېاست داسې کسان چې دومره ژر سرمایدارېږي، همدومره ژر مفلسه کېږي هم.
یو بل تن د منځ له قطار څخه پورته شو او دده په څېر ده هم د سوداګر په پانګه خپله بدګوماني له نورو سره شریکه کړه:
ـ دا ملګري رښتیا وايي : څوک پوهېږي چې سرمایه یې اوس په کوم حالت کې ده؟ ممکن سرمایه یې د نورو په قرضونو ولاړه وي او د هغوی پورونه پر مونږ پرې کړي، که سبا ته له مالي او پولي بحران سره مخ شي بیا مو خپلې پیسې له چا غواړئ؟
د دې سړي په خبره سپینږیری انقلابي چې سوداګر ېې دې غونډې ته رابللی و، سټېج ته ودرېد.
ـ چې داسې ده راځئ ملګرو نور بحث راټول کړو او رایه اچونې ته لاړ شو.
په تالار کې ټولو لاسونه پورته کړل.
سپینږیري یو دم ټول تلار وپوښت :
ـ د ده په پروژو کې پانګونه کوو او که نه؟هغوی چې غواړي “هو” نو لاسونه دې پورته کړي.
هېچا او حتا هغوی هم لاس پورته نه کړ چې وړاندې یې د سوداګر نظر او ایډیا تمجید او منلې وه.
سپینږیري چې وپوهېد ، د پانګوال وړاندېز هېچا ته د منلو وړ نه دي ، زر ېې بحث راټول او د غوندې فېصله واوروله :
ـ بس چې داسې ده ،نه له ده سره ګوند جوړو او نه یې په پروژو کې پانګونه کوو.
او په دې ډول، هغه آرامه ساه وکښله او د غونډې پای ېې اعلان کړ.
یوه چوپتیا خپره شوه — نه هغه چوپتیا چې له شور نه وروسته راځي،بلکې هغه چې شور یې په حافظه کې ژوندي ساتلی وي.
سپینږېری ورو او باوقاره راکښته شو؛نه داسې لکه څوک چې تسلیمېږي،بلکې داسې ېو کس چې ډېرې پاېلې یې په کراتو کراتو پخپلو سترګولېدلې او تجربه کړي دي.
نور یې هېڅ ونه ویل.د دروازې پر لور روان شو.د تالار لوی دروازې ورو د شپې پر لور پرانیستل شوې او خلک ځوړند سرونه، یو په بل پسې، له تالاره ووتل، دا داسې وه لکه له یوه داسې خوب نه چې نورباور پرې نه لري راکښېني اوپه آرامه او خاموش ډول را شاته شې.
شورا، شعارونه، پانګه، او ګوند: ټول داسې چې نه ړنګ اونه ماته شوي، بلکې تول په یوه نرۍ او آرامه لیکه کې راټول، او ورو ورو ورک او الونېا شول.
لندن ـ انګلیستان
اکتوبرـ ۲۰۲۳