تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوږا ۲۱ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د سفر په درشل کې، له پاکستانه وغوښتل چې شکیل افریدی خوشي کړي.
ډاکتر شکیل افریدی له ۲۰۱۱ څخه په دې تور په پاکستان کې بندي دی چې د اسامه بنلادن د پټنځای په افشا کولو ونډه لرله.
ښاغلي خلیلزاد د سېشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې په یوه پیغام کې وویل چې که پاکستان غواړي چې د لوی درستیز سفر یې مثبت اغېز ولري، باید شکیل افریدی خوشې کړي.
د پاکستان استخبارات باور لري چئ شکیل افریدی د واکسیناسیون د یوه جعلي پروګرام په ترسره کولو سره په ابیټاباد کې د بنلادن د پټنځای په موندلو کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته وکړه. د دوی په باور شکیل افریدي د واکسین په ذریعه د بن لادن د کورنۍ د غړیو ډي این اې معلومه کړه.
د کاکول د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ د بن لادن موندلو پاکستان سخت بدمامه کړ ځکه چې له یوې خوا یې د امریکا په مشرۍ د توریزم پر ضد د جګړې ملاتړ کاوه او له بلې خوا یې د القاعده شبکې اصلي مشر ته پناه ورکړې وه.
د پاکستان پخواني صدارعظم ویلي و چې افریدی د پاکستان قوانین مات کړي او باید جزا ورکړل شي.
د القاعده مشر اسامه بن لادن، د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه نېټه د امریکا د سمندري ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې له اسلاماباه ۶۰ کیلومتره لیرې په ابیټاباد کې ووژل شو.
بنلادن په یو مستحکم کمپلکس کې پټ و چې لوړ دیوالونه او امنیتي اغزن تارونه یې لرل. امریکایي ځواکونه د افغانستان له اډو څخه د بلیکهاوک هیلیکوپټرونو په مرسته پاکستان ته ننوتل او پاکستاني چارواکو ته د خبر له ورکولو پرته یې په دې کمپلکس برید وکړ. له لنډې نښتې وروسته، بنلادن د ودانۍ په پورته پوړ کې ووژل شو.
د بنلادن هویت له مرګ وروسته د DNA د معاینې له لارې تایید شو او جسد یې سمندر ته وغورځول شو. راپورونه وایي چې د القاعده د مشر جسد د عربي سمندر اوبو ته واچول شو څو د هغه د پلویانو لپاره د زیارت ځای جوړ نشي.
دا عملیات د پاکستان له دولت سره د نه همغږۍ له امله د لنډ مهال لپاره د امریکا او پاکستان اړیکې خرابې کړې. د امریکا چارواکو څو ځله له پاکستانه غوښتنه کړې چې شکیل افریدی خوشې کړي، خو پاکستاني چارواکو تل دا غوښتنه رد کړې ده.
د پاکستان لوی درستیز وروسته له دې چې هند پر پاکستان د کشمیر د تروریستي برید په ځواب کې پر پاکستان کاری بریدونه وکړل، په دې تمه واشنګټن ته ځي چې د هند په وړاندې د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امرکیا ملاتړ ترلاسه کړي.