Homeخبرونهشهاب الدین دلاور خپل یو زوی د خپل وزارت پر یوه مهم...

شهاب الدین دلاور خپل یو زوی د خپل وزارت پر یوه مهم ریاست وګوماره

تاند (۳ شنبه، د حمل ۷ مه) راپورونه وایي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور، خپل یو زوی مولوي ګلاب الدین شهاب په دغه وزارت ک د اداري او خدماتو رییس ټاکلی.

د طالبانو د رژیم دغه وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي: «د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ۲۷۱ شمېرې په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام د ۴۶۳۸ شمېرې حکم په اساس ښاغلی مولوي ګلاب الدین شهاب د اداري او خدماتو د نوي رئیس په توګه د پلان او پالېسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي له لوري، د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو. »

سرچینې د ګلاب الدین شهاب په اړه لیکلي، چې نوموړي مخکې په شمال کې د ډبرو سکرو تصدۍ د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او له ډېرې تجربې برخمن دی.

 د طالبانو د منتقدانو تر څنګ، د دوی یو شمېر پلویانو هم څه موده مخکې په دولتي ادارو کې د طالب چارواکو د کورنۍ غړو په پراخو ګومارنو توندې نیوکې کړې وې او په دې اړه یې پر ټولنیزو رسنیو انتقادي کمپاین کړی و.

د ځینو نورو طالب چارواکو تر څنګ، شهاب الدین دلاور له هغو چارواکو یاد شوی و، چې د کورنۍ ډېر غړي یې پر مهمو بستونو ګومارلي.

څه موده مخکې، د طالبانو رژیم د هغه یو زوی مولوي مغفور شهاب په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست ټاکلی و.

دا ډول ګومارنې په داسې مهال لا هم روانې دي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په یوه فرمان کې په ټولو دولتي ادارو کې د طالب چارواکو د زامنو او کورنۍ غړو ګومارل منع کړي وو.

1 COMMENT

  1. مسلکی انجنییر دی په فیسبوک هم ښه پوهیږی باور وکړی یو نیم سل فریندز لری ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...