شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان د سمندري ځواک پر اډې...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان د سمندري ځواک پر اډې برید کړی

تاند(دوشنبه، د حمل ۶ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، د بلوچستان ایالت په تربت کې د پاکستان د پوځ د سمندري ځواکونو پر هوايي اډې یې برید کړی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ مجید لوا یو شمېر فدایان د پاکستان د سمندري ځواک هوايي اډې ته ننوتي او په او په اډه کې له موجودو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

تراوسه پورې د دې نښتې له کبله د مرګ ژوبلو کره معلومات نه شته خو ویل کېږي چې سخته جګړه روانه ده.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په وروستیو کې ډېر فعاله شوی او تقریباً هره ورځ پر یوه سیمه برید کوي.

د بلوچستان د ازادي پوځ، چې له پاکستان څخه د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جنګېږي، رسنیو ته په ساتولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی د مجید لوا سرتېري بریالي شوي چې د هوايي اډې د شاوخوا دېوالونه مات کړي او هوايي اډې ته ننوځي.

د دغه پوځ په وینا دا برید د پاکستان په وخت د شپې په ۱۰ بجې پیل شو.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا لري چې اډې ته د دوی د ځواکونو له ننوتو ۳ ساعته وروسته هم جګړه روانه ده خو د پاکستان پوځ ادعا لري چې ټول حمله کوونکي یې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب