شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهحبیب الرحمان حکمتیار: هر طالب ته ځان امیرالمومنین او ټولواک ښکاري

حبیب الرحمان حکمتیار: هر طالب ته ځان امیرالمومنین او ټولواک ښکاري

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار، د طالبانو د عدلیې وزارت لخوا د جمهوري نظام لخوا د ده پلار ته په درالامان سیمه کې د ورکړي کور او ځمکو د ګرځولو په غبرګون کې ویلي، چې واکمن شویو طالبانو کې هر یوه ته ځان امیرالمومنین ښکاري.

هغه په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کې نن لیکلي:« تقریباً هر چا ته ځان امیرالمومنین ښکاري، نه وزیر پر وزارت کنټرول لري، نه کابینه د رئیس الوزرا په مشرۍ مخته ځي او نه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په شان مهم وزارتونه پر خپلو اړوندو برخو کنټرول لري. دوی حتا په ولایتونو او ریاستونو کې د خپلو منسوبینو له ګومارلو عاجز او بې خبره دي، په هر ریاست او پوسته کې هر څوک په خپله خوښه چلیږي.»

د حکمتیار زوی، د طالبانو لخوا د دوی د کور محاصره او له کوره په زوره د پلار او نورو غړو ایستل یې رد کړي، خو زیاته کړې یې ده چې له دوی څخه د کور او اړوندو ملحقاتو ګرځول په خپل ذات کې ناسمه پرېکړه او بې احترامي ده.

په ورته مهال، د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د حکمتیار په مشرۍ د ټاکنیز ټکټ مرستیال فضل هادي وزین ویلي: د طالبانو چارواکي له یوه لوري بهر مېشتو سیاسي څېرو ته د هېواد ته ستنېدو بلنې ورکوي، خو له بل لوري کابل کې پر حکمتیار، کرزي، عبدالله او نورو سیاسي څېرو قیودات وضع کوي او ناسم چلند کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني پرون ناوخته وویل، چې د حکمتیار د استوګنځي په اړه د عدلیې وزارت ځینې قانوني ملاحظې لرلې.

ده زیاته کړې چې حکمتیار ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر، چې ده یې د نوم پر ځای «الحاج خلیفه صاحب» لیکلي، په خپل شخصي لګښت ځای برابر او هلته یې انتقال کړ.

ښاغلي حقاني منتقدانو ته په اشارې لیکلي چې نور دې خلک په دې شخوند نه وهي.

انس حقاني د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې د حکمتیار کور چا محاصره کړی و، د عدلیې وزارت ملاحظه څه وه او ولې یې هغه له خپله کوره په زوره وایست؟

ویل کېږي چې حقاني حکمتیار ته په وزیراکبرخان مېنه کې یو کور ورکړی دی.

ظاهراً عدلیې وزارت په دې خاطر حکمتیار له خپل کوره ایستلی چې ده ته د اشرف غني د حکومت له لوري ورکړل شوی کور دولتي و، خو دا څرګنده نه ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر کوم بل دولتي کور ورکړی او یا یې د دولت له بودجې کرایه ورکوي.

بل لور ته: د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي چې طالبانو د دې په ګډون د ډېرو مخکینیو سیاسي څېرو کورونه غصب کړي او استفاده ورڅخه کوي.

هغه له طالب وزیر سراج الدین حقاني پوښتنه کړې، چې ده په وزیراکبرخان کې دا کور چې حکمتیار ته ورکړی، له کومه کړی؟

ګلبدین حکمتیار، چې څه موده مخکې یې له ځنډ وروسته بیا د طالبانو پر رژیم ضمني نیوکې کړې وې، د دغې قضیې په تړاو خپله غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب