Homeخبرونهفراه کې د طالبانو او بزګرانو د نښتې او مرګ ژوبلې راپورونه

فراه کې د طالبانو او بزګرانو د نښتې او مرګ ژوبلې راپورونه

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) راپورونه وایي، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو د ځایي چارواکو او ځواکونو او بزګرانو تر منځ نښته شوې.

د ځینو رسنیو د راپور له مخې، په دې نښته کې ۲ تنه ځایي وګړي وژل شوي هم دي.

له دغې نښتې وروسته، ځایي خلکو د طالبانو د دغې ادعا شوې نښتې خلاف اعتراض کړی او د فراه- هرات لویه لاره یې د اعتراض په بڼه تړلې ده.

د طالبانو ځایي چارواکو دغو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د فراه بالا بلوک له هغو ولسوالیو څخه و، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم تر ډېره د دوی تر ولکې لاندې وه او ډېر فعالیت یې پکې درلود.

ځینې سرچینې وایي، چې دا نښته د طالبانو د ځایي چارواکو له خپلمنځیو ناندریو سرچینه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...